کندهار: عینو مېنه کې پر دولتي چارواکو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار اړوند د عينو ميني په ښارګوټي کې پر يو شمېر دولتي چارواکو چاودنه شوې چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د امنيتي چارواکو په وينا په چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي ، په ټپيانو کې د حوزې امير او د کندهار ښار یو صرف عصمت همت هم شامل دي.

د کندهار د پولیسو ویاند مطیع الله هلال رسنيو ته د پيښي پخلی کړی ، د ده په وينا پېښه ماښام ۷ بجې مهال د عینو ميني په هدیره کې د قومندان جانان ماما قبر ته څېرمه په داسي حال کې شوې چې ورور يې د نوموړي قبر ته راغلی وو.

ځايي امنيتي سرچينې وايي : د بريد له امله د کندهار د پولیسو د يوې ځانګړي قطعې قومندان لومړی څارمن عصمت افغان ټپي شوی ، عصمت افغان د کندهار د چټک غبرګون قعطې د وژل شوي قومندان جانان ماما ورور دی.

نا تائيد شوي راپورونه لیکي چې په چاودنه کې د عصمت افغان په شمول د عينو ميني د پولیسو امر (فضلو) او د دولسمي حوزې د ملي امنيت امر درې واړه ټپيان شوي ، ټپيان د تداوۍ په موخه میرویس روغتون ته وړل شوي.

يوې بلي سرچيني چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي رسنيو ته ويلي چې د چاودني له امله د قومندان جانان مشر زوی هم سخت ټپي شوی.

د بريد مسؤليت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د یادوني ده چې لس ورځي وړاندي د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قومندان جانان ماما د چسپکي ماين په چاودنه کې ووژل شو ، د نوموړي د وژل کېدا مسؤليت هغه مهال طالبانو ومانه.

کندهار : د چټک غبرګون د قطعې قومندان وژل شوی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د