fbpx

له پلچرخي محبس نه 171 بندیان آزاد شول

 نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): 

د ثور د اتمې په مناسبت (چې مجاهدینو کمیونیستي انقلاب را نسکور کړ؛) د ولسمشرغني د فرمان په آساس د کابل د پلچرخي محبس نه 171 تنه بندیان آزاد شول.

له محاکمو سره د توقیف خانو د اړیکو رئیس شاه میر امیرپور رسنیو ته ویلي چې د بندیانو د خلاصون دا لړۍ به ادامه ولري.

نوموړي زیاته کړي چې په یادو بندیانو کې ۵۶ تنه د هغو ۶۰۰ زندانیانو له جملې څخه وو چې څه موده وړاندي د ایران له لوري افغانستان ته سپارل شوي او د هرات محبس ته انتقال شوي وو.

د ده په وینا د ګډ حکومت مشر غني لوي څارنوالۍ ته دنده سپارلي وه ترڅو د بندیانو دوسیې وڅیړي، په تعقیب یې د ارګ له دفتره د ۱۷۱ بندیانو د خلاصون فرمان تېره ورځ د ثور د اتمي د لمانځغونډي په مناسبت صادر شو.

بلخوا د مرکزي محبس د رئیس په وینا دا مهال په پلچرخي کې څه باندي 10500 لس زره پنځه سوه اسیران موجود دي چې له جملې یې 300 تنه د ولسمشر د فرمان له مخي آزاديدونکي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا، د یو تازه مکتوب په آساس چې له بګرامه دوی ته رسیدلی؛ وایی چې د بګرام په زندان کې يو شمير زندانيانو د ناوړه وضعيت له کبله ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور هم په ورته برخليک اخته دي.

د خلاصون لارې عالي شورا په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې په یاد مکتوب کې زندانیانو د سمو خوړو، روغتيايي اسانتياوو او جامو د نه شتون سربيره د ځينو نورو ستونزو څخه شکايتونه کړي دي.

د خلاصون لارې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، د بګرام په (شو) نومې بلاک کې 8  تنه زندانيانو د ناوړه وضعيت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې آتو کسانو کې د هلمند حاجي لالا، د فراه نورمحمد، د بغلان نعيم، د لوګر بسم الله، د کندهار، تورامان، د کندهار نقيب الله، د فراه نورمحمد او دوه تنه چې د وزيرستان اوسېدونکي دي (صابر او معاذالله) هم شامل دي.

 

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! لمړی : د ثور اوومه د کمونستانو وحشت او اتمه یی د اخوانیانو د وحشت د شروع ورځ ده ، یعنی له اوومی وروسته که کمونستانو او روسانو زمونږ خلک قتل عام کړل مګر اخوانیانو تر هغوی هم له زیات وحشت او داسی مظالمو کار واخست چه د بشریت تاریخ کی تکرار شوی نه دی د ژوندو په سرونو میخونه ټک وهل شول د میرمنو او پیغلو د بی عزتیو وروسته سینی غوڅی شوی حتی د رقص مرده نوی اصطلاح ګانی ډيکشنیریو کی زیاتی شوی او ….. نزدی وو چه طالبان… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

بیانزی صیب ګومان نکوم بلکې عقیده لرمه چې دغنی لپاره د افغانستان استقلا ل کومه مانا نلري داخوشې د افغانانو
غلول دي چې خپل مردار مخ پرې پټ کړي !
نو که دومره ازادي ورته مهمه وي نو امریکایان ولې نشړي ؟؟ هغوی ته خو دا فاسد غلامي کوي او د غاصبینو په بمباري
او افغان وژنه خو دغه درواغجن لعنتي افتخار او وياړ کوي !!

تف لانت پر دې فاسد درواغجن او دعلم غل !

Zadran
میلمه
Zadran

بیانزی او پتنګ صاحب.ولسمشر غنی د ستاسو په شان په امریکا کی ښه ارام ژوند او ښه وظیفه هم درلوده.او هرڅه یی پریښودل د خپلی خاوری خدمت لپاره افغانستان ته یی تشریف راواړ،اوس په همدا بمونو،جنګونو،ځانمرګیو کی په افغانستان کی د یوه ببر زمری په شان پروت،او د میړانی او باتور ولس خدمت یی خپلی لیچی رانغاړلی دی،د محترم مشر څخه زه تشکر کوم چه په کمه موده کی یی د افغانستان سیاست روښانه او ځلانده کړ،چه ښه بیلګه یی د پاکستان منزوی کیدل،او د پاکستان کلداره د کاغذ سره برابرول دی.او هم یی په ټوله نړی کی د افغانستان… نور لوستل »

صادق جان
میلمه
صادق جان

ځدران صاحب ! زه باور لرم چه ځدران مو مستعار نوم دی ، زه هم له ځدرانو یم د ځډرانو نوم په ځانه مه ږده د ځدرانو قوم هم د روسانو وخت کی جهاد کی مخکښه مجاهدین وو او اوس د امریکایاتو په مقابل جهاد که د نورو قومونو که مخکی نه وی وروسته نه دی . تاسی لیکلی چه غلام غنی د امریکا نعمتونه پریښی او دلته د افغان ولس د مړولو د پاره راغلی. لکه کابل کی چه امریکا سفیر لری هغه سفیر د امریکا نعمتونه نه دی پریښی بلکه امریکا د خپلو استعماری اهدافو د پاره هلته… نور لوستل »

ځدران
میلمه
ځدران

صادق جانه ! لږه سړه یی خوره ، په هغه خپلواکی به څه وکړم چه زه پکی وږی تږی او پوروړی یم . هند او پاکستان ته وګوره غلامان دی مګر زمونږ باداران دی وایی ، شرم لږ کړه ډوډی ډيره ده . امریکا په چاپان ، جرمنی قطر سعودی، اماراتو ، او داسی نورو ډیرو هیوادو کی بیسونه لری د هغو بیسو له امله د هغو هیوادو سره مرسته کوی او د هغو بیسو له امله د هغو هیوادو دفاع هم کوی . اوس خو د طالبانو له لاسه مونږ د تباهی سره مخ یو د امریکا له ګټو… نور لوستل »