ایران: دوې بې پلوټه الوتکي مو را نسکوري کړي

iran_jat_planeد فارس خبري اژانس د هوایي ځواکونو د مشر علي حاجي په خوله ویلي چې نن د یک شنبه په ورځ ایران دوه بې پلوټه جاسوسي الوتکي په نښه کړي او په خلیج فارس کې یې را غورځولي..
علي زاده وویل : مونږ مخکي هم داسي د دښمنانو ډیري الوتکي را غورځولي، لکه دا نن چې مو کړی مګر دا اول ځل دی چې مونږ ددې اعلان کوو..
ده وویل چې اجنبيانو د ایران په فضايي حریم باندی څو ځله تیری کړی او مونږ هم ددوی ډیري الوتکي را نسکوري کړي..
البته خبر دا نه وایي چې کله دوی دغه او نوري الوتکي را نسکوري کړي او نه یي دا ښودلي چې دا الوتکي د کوم هیواد دي..
رسنی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.