شعـــــرونه

دملالۍ په ژبه

تل دتوپک خبره وی د ګولۍ په ژبه
دتوری نوم کی خوند سته خویی ملالۍ په ژبه
۱-                  دپښتنی ایمان ؤ په پښتنه سینه کی
دغیرتونودفتردی ښائسته تنه کی
داا لهی انعام ؤزما دترورۍ په ژبه
دتوری نوم کی خوند سته خویی ملا لۍ په ژبه
۲-                 داهسی توره نه وه دی حماسه لرله
داشعرکی توره نه وه دی شعرنشه لرله
دادضمیرآوازؤدآزا د ۍ په ژبه
دتوری نوم کی خوند سته خویی ملالۍ په ژبه
۳-               دادحریت کاروان ؤدادمحبت ولوله
داداحسا س وږمه وه داد الفت ترانه
تعبیر یی نشی کیدای رحباب شپیلۍ په ژبه
دتوری نوم کی خوند سته خویی ملالۍ په ژبه
۴-           داؤیوخوځند طوفان دی دښمنان غرقول
داخونړۍ سیلاب ؤدی انګریزان غرقول
ددی بیان ستونزمن ده دککرۍ په ژبه
دتوری نوم کی خوند سته خویی ملا لۍ په ژبه
۵-        داحقیقت که غواړی نوانګریزان ؤپوښته
که درته لری ښکاری نوبیاروسان ؤپوښته
ؤملالی درسونه زموږدپیړۍ په ژبه
دتوری نوم کی خوند سته خویی ملالۍ په ژبه
۶-        (رزینه) ویی لیکه که دی قلم زوروی
ده دایمان غوښتنه که دی وجدان کی شوروی
دالیکل نه سی کیدای بالښت نالۍ په ژبه
دتوری نوم کی خوندسته خویی ملالۍ په ژبه
رزین        ۲۱/۶/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x