مسیر: ډاکټر غني ماتې کړې ژمنې، بیا تکرار کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): پرون په ارګ کې د تېر جهاد د بریا د ۲۶مې کالیزې په مناسبت غونډې ته د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني خپله وینا وکړه.

له کابله خپرېدونکې مسیر ورځپاڼه په نننۍ ګڼه کې کاږي، د هغه خبرې تکراري وې او خپلې ماتې کړې ژمنې يې بیا وکړلې.

ورځپاڼه د «ولسمشر ماتې کړې ژمنې بيا تازه کړې: سوله راولم، پر وخت ټاکنې کوم، کار اهل کار ته سپارم» تر سر لیک لاندې په مضمون کې ليکلي چې هغه تر دې وړاندې هم څو ځلې دا ژمنې کړې خو بېرته يې ماتې کړې دي.

«نوموړي وويل چې د اساسي قانون په رڼا کې به اصلاحاتو ته زمينه برابروي، ضوابطو ته به پر روابطو ترجېح ورکوي او کار به اهل کار ته سپاري. ولسمشر تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته ژمنې کړې دي، خو دا ټولې ژمنې يې ماتې کړې هم دي.»

د ورځپاڼې په باور سره له دې چې هغه د ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم ټينګار وکړ، چې پر خپل وخت به ترسره شي، په داسې حال کې چې پارلماني ټاکنې له درې کاله ځنډ وروسته ترسره کېږي.

«ولسمشر په داسې حال کې د اساسي قانون پر بنسټ پر وخت د ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کولو ټينګار وکړ چې د ولسي جرګې ټاکنې وار له مخه درې کاله ځنډېدلي او لا هم ډاډ نشته چې په ځنډ سره پر ټاکل شوې نېټه دې ترسره شي.»

محمد اشرف غني که څه هم پخپلو خبرو کې پر طالبانو یو ځل بیا د «سولې» غږ وکړ، خو له ديني اړخه يې هم د هغوی جګړه ناروا وبلله، هغه چې په دیني معلوماتو کې د کمزورۍ له امله په خواله رسنیو کې طنزي سوژه ګرځېدلې، د افغان امنیتي ځواکونو په اړه وویل، «دوی د بهرنیانو په مرسته د اسلام دفاع کوي او پنځه ورځې لمنځونه کوي.»

یاده دې وي محمد اشرف غني د ثور د اوومې کودتا په مناسبت مراسم هم ارګ کې نیولي و او د مجاهدینو د بریا د ورځې، ستاینه يې هم ارګ کې وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د