افغانستان

ننګرهار: طالبانو کشفي الوتکه سلامته نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي ننګرهار کې يې د بهرنیانو کشفي الوتکه سلامته نیولې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی ځواکونو پرون غرمه مهال د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې دغه کشفي الوتکه را وغورځوله، خو تخریب شوې نه ده.

«یاده الوتکه چې ویجاړه شوې نه ده، مجاهدینو په خپل واک کې واخیسته او مصئون ځای ته یې ورسوله.»

د خبرپاڼې له مخې دې الوتکې د دوی په ساحه کې د څار په موخه الوتنې کولې چې د دوی د برید ښکار وګرځېده.

تر اوسه بهرنیانو یا هم د ننګرهار ځايي افغان چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

طالبانو خپل سږني عملیات د خندق په نوم نومولی، چې افغان امنیتي مسؤلین دعوه کوي له پرمختللیو وسلو او مهماتو پکې استفاده کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x