
خوست: د نوم لیکنې پروسه کې د درغلۍ پر ضد لاریون وشو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): خوست کې لسګونو تنو د ځايي ټاکنیز دفتر مخې ته د نوم لیکنې پروسه کې د درغلیو له امله لاریون کړی.
دغه لاریون چې لا هم روان دی، د ټاکنو په پروسه کې درغلې نه مني او له مسؤلینو غواړي چې غږ يې واورېدل شي.
لاریون کوونکي دعوه کوي چې د ټاکنو کمیسیون له ځینو برحاله وکیلانو سره پټې معاملې کړې دي، چې دوی ته د منلو نه دي.
د دوی په وینا د ټاکنو کمیسیون په مندوزیو او اسماعیل خېلو کې هم فعاله حوزې بېرته لرې کړې، چې باید بېرته ځای پر ځای شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې له تېرې اوونۍ راهیسې په غزني کې هم د ټاکنو کمیسیون ځايي دفتر تړلی دی.
د غزني اوسېدونکي هم په یاد کمیسیون کې ګمارنې نا مناسبې بولي او له مسؤلینو غواړي چې بېرته پرې غور وکړي.
د نوم لیکنې پروسه چې د تېرې وري میاشتې په ۲۵مه پیل شوه، له پیله څو ورځې وروسته يې ملي شورا د درغلۍ خبر ورکړ.
د دې شورا ځینو غړو د نوم لیکنې په پروسه کې د جعلي تذکرو د وېش دعوه وکړه او ويې ویل چې د تذکرو د ورکړې لپاره هیڅ جد پوښتنې او وسایل نشته.
یاده دې وي د ټاکنو خپلواک کیمسیون دوه ورځې وړاندې هم پخپلو څرګندونو کې اندېښنه په ډاګه کړه، که د نوم لیکنې پروسه داسې ټکنۍ روانه وي ښايي د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راشي.
د شنونکو په باور د نوم لیکنې روانې پروسې او پر وړاندې يې پرتو خنډونو ته په کتو ګومان کېږي چې ټاکنې به تر اعلان شوې نېټې هم وځنډول شي.
له درې کاله ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ڼېټه د تلې میاشتې ۲۸مه اعلان کړې ده.