fbpx
ارشیف

طالبان: د دوو قومندانانو په شمول ۲۶ تنه دولتي سرتیري له دوی سره یوځای شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): سیمیزو سرچینو د طالبانو هغه ادعا تائید کړی چې ویلي وو د بادغیس ولایت، قادس ولسوالۍ په زهریانو سیمه کې د دوو تنو قومندانانو په ګډون ۲۶ تنه امنیتي سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي دي.
سرچیني ویلي چې یاد ځواکونه که له یوې خوا د طالبانو تر بریدونو لاندي وو؛ له بلي خوا د طالبانو د دعوت څانګي هم هغوی هڅولي چې دولت پریږدي او له دوی سره یو ځای شي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې تایید کړې چې د دوو تنو قومندانانو «رئیس ابدال» او «ګل امین» په شمول ۲۶ تنه سرتیري ددوی سره یو ځای شول.
دولتي چارواکو د یادي پیښې په تړاو تر اوسه رسمي څرګندوني نه دي کړي.
باید وویل شي چې ۹ میاشتې وړاندي په فاریاب ولایت کې د کوهستان ولسوالۍ تر سقوط وروسته د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې خواوشا ۱۳۰ تنه دولتی سرتیري چې په هغوی کې ځانګړی افغان ځواکونه، ملی پولیس، ملی پوځ او سیمه‌ ییز پاڅون کوونکی شامل وو؛ له طالبانو سره یوځای شوی وو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د