
غزني: اندړو کې طالبانو د نجونو او هلکانو لپاره مدرسې جوړې کړې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني په اندړو کې د نجونو او هلکانو لپاره درې بابه مدرسې جوړې کړې دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه مدرسې د یادې ولسوالۍ په کولي، کمال خېلو او ناکام کلیو کې جوړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې دا کار «د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کمیسیون» تر نظارت لاندې شوې دي.
په کمال خېلو او کولي کلیو کې جوړې شوې مدرسې د «شهداءکندز» په نوم نومول شوې چې نهاریه بڼې لري او لومړنۍ داخله يې ۱۷۵ تنو رسېږي، چې نجونې او هلکان پکې درسونه لولي.
په ناکام کلي کې جوړه شوې مدرسه د شرف المدارس په نوم نومول شوې، چې لیلیه هم لري او تر اوسه ۸۰ تنه زده کوونکي لیلیه کې شپې کوي.
د دې مدرسو د نظم او اهتمام چارې د سیمې مشهورو علماوو خلیفه عبدالسلام او مولوي شیرمحمد ته سپارل شوې دي.
یاده دې وي اندړ په ۲۰۱۲ م کال د اربکیانو له پیدا کېدو وروسته د خونړۍ جګړې شاهد پاتې شوی، په تېره بیا کمال خېل کلی د اربکیانو د محکم سنګر په توګه پېژندل کېده.