fbpx

څیړنه: د شپې لخوا مبایل رڼا ته په ځیر کتل د کینسر ګواښ دوه چنده زیاتوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ غويي، ۱۳۹۷ل): نوې څیړنې ښيي چې د مبایل، کمپیوټر، لیپټاپ، ټیبلیټ او خوبي ګروپ څخه راوتلې شنه رڼا په انسان کې د سرطان رامنځته کېدو ګواښ دوه چنده کوي.

په نړیواله کچه د یوې ترسره شوې څیړنې څیړونکي وایي چې د په ځانګړي ډول د شپې لخوا ځیرک مبایلونو څخه راوتلې رڼا ته ډېره شېبه کتل د انسان روغتیا ته ځښت زیات زیان رسوي.

دوی ادعا کوي چې دغه رڼا (Blue light) چې د ځیرک مبایل یا له دې ورته بریښنایي شیانو څخه راوځي، د سینو سرطان ګواښ زیاتوي، او همدا ډول په دې سره د مثانې (پروسټات) سرطان ګواښ دوه چنده زیاتیږي.

د پاریس هېواد په بارسلونا ښار کې د روغتیا نړیوال انستیتوت څیړونکو د یوې څیړنې له مخې د ۱۱ سیمو په ۴۰۰۰ کسانو ازموینه ترسره کړه، په پایله کې څرګنده شوه چې د ایل اي ډي او مبایلونو څخه راوتلی شنه رڼا د سرطان په څېر مرګ ګواښونکې ناروغۍ زیاتولو کې مرسته کوي.

د څیړنې پر اساس، له دغې شیانو (ځیرک مبایل، ایل اي ډي، ټيبلیټ یا بریښناني ګروپونه) څخه راوتونکې رڼا پر بدن بد اغیز کوي، په دغه رڼا کې د کور او کوڅو هغه ګروپونه هم شامل دي (لکه د خوب ګروپ) چې د ایل اي ډي څخه جوړ شوي وي.

په څیړنه کې ویل شوي چې دغه ډوله رڼا د بدن هغه هورمونونو په نښه کوي کوم چې د سرطان لامل ګرځي.

هغه څوک چې د خوب پر وخت د خوب ګروپ د اوږدې مودې لپاره لګیدلی پریږدي، یا د شپې لخوا خوب ته نیږدې وخت ځیرک مبایل یا لیپټاپ استعمالوي له دغې ستونزې سره ډېر مخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د