د چین نوې جنګي الوتکه چې په سترګو نه لیدل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ غويي، ۱۳۰۷ل): د نوې ټکنالوژۍ په برخه کی ورځ تر بلې په نړیواله کچه نوي شیان وړاندی کیږی، چه یو له دغو نویو شیانو څخه جنګي وسایل دي، چې هر هېواد له بل څخه د وړاندې والي کوښښ کوي او د ځان تکړه والی او وړتیا ښودل ثابتوي.

په همدې اساس د چین هېواد هڅه کوي چې په جنګي وسایلو کې له هر بل هېواد مخکي شي او داسې شی جوړ کړي چې په نړۍ کې ساری ونه لري، او ددې مخالف هېوادونو ته سخت ټکان ورکړي.

د میل آن لاین ورځپاڼې د راپور پر اساس چین داسې جنګي الوته جوړه کړې چې په سترګو نه لیدل کیږي او نه هم د رادار له لارې نېول کیدلی شي. رادار داسې آله ده چې د الوتکې د لوړوالي، ګړنديتوب، الوتنې لوری او موقعیت څرګندوي.

په دغې جنګي الوتکه کې چې J-20 نوم یې ورکړی، چینایي ساینسپوهانو داسې میتابولیزم مادې (Metamaterial) استعمال کړي چې د هوا بنیادي څپو او موجونو سره د لګېدلو په حالت کې خپله بڼه او د تګ انداز بدلولی شي، همدا ډول د وړانګې څپې هم ددې په کشف کولو کې ناکامیږي.

د راپور پر اساس ویل کیږي چې، د میتابولیزم مادې (کوم چې په دغې الوتکه کې کارول شوي) د چین په نن ژنګ جنوب ختیځ پوهنتون کې یوه لابراتوار جوړه کړې ده، او د چین په یوه ځايي پوځي تولیدي اډه کې يې ددې کامیابه تجربه هم ترسره کړې ده.