د نارېندرا مودي هند به پر سیمې څه اغیزې وښندي؟

کالم: زما هم واورئ،( لیکوال: احمد بلال خلیل) – د نړۍ تر ټولو سترې ډيموکراسۍ او د بشري پرګنو دویم ستر باروړونکي هېواد خپل نوی لارښود خوښ کړ. هغه هم یو متنازعه لارښود. هغه چې د هندي ناسیونالیست ګوند لارښود دی او تر کانګرسیانو ډېر جدي او پاریدلی.

په هند کې دی د صفر فساد او په ګجرات کې د مثبتې اقتصادي ودې له امله ډېر نومیالی دی؛ خو د دې ترڅنګ به د ده د جسد ایرې،  د ۲۰۰۲کال  د ګجرات د فسادونو له امله، تر ګنګا پورې تورې وي.

دی د ګجرات د یو چای پلورونکي په کور کې زیږیدلی، وروسته یې د بمبۍ په رېل سټیشنونو کې له پلار سره یوځای چای پلوره. دی د راشتریا سوایامسیواک سنک (Rashtriya Swayamsevak Sangh RSS)، چې یو هندي نشنلېست ګوند دی، غړی دی. په ۲۰۰۱کال د ګجرات وزیر اعلی شو. او اوس- اوس یې د هند تر ټولو زوړ ګوند کانګرس ته په ماتې ورکولو سره  نه یوازې دا چې د نهرو د کورنۍ اقتدار ته د پای ټکی کېښود بلکې کانګرس ګوند ته یې د تاریخي ماتې خوند هم ور وڅکه. کانګرس اوس په پارلمان کې تر ټولو لږو څوکیو سره ده (۴۳) او اپوزیسون جوړولو ته پکار (۵۳) څوکۍ هم نلري!!

د بهارتیه جنتا ګوند پخپله مرامنامه کې داسې څه نه دي لیکلي، چې د سیمې پر بل هېواد (پاکستان) دې خولې راماتې کړي؛ خو د بهارتیه جنتا ګوند په مرامنامه کې دوه ځایه داسې څه راغلې دي، چې شاید پاکستاني ډيپلوماتانو ته د پاملرنې وړ وي.
لومړی، مونږ(هند) له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو؛ خو که چېرې اړتیا محسوسه شوه، نو له سخت دريځ نیولو څخه به هم ډډه ونکړو.

دویم، د تروریزم پرخلاف به یو نړیوال غږ راپورته کړو.

وروستۍ جمله هرګوره پاکستان ته متوجې ده، او د تجربې پر مټ شوې ده؛ ځکه، خپله د سرتاج عزیز په اند د کارګل جګړه د مشرف لخوا پېل شوې وه، چې وروسته د نړۍ په لوړ ځای کې د هند-پاکستان جګړې ته اورلګید شو؛ په ۲۰۰۲کال کې هند پر پارلمان د بریدونو په غبرګون کې خپل ډيری پوځیان د پاکستان پر پولو راټول کړل، چې د نوې جګړې ترانه یې غږوله خو د نړیوالو فشارونو او د دواړو هیوادونو لخوا د بلې جګړې د نه زغملو له امله تم شوه.

یاده دې وي چې دغه هر څه د بهارتیه جنتا ګوند په تېره ۱۹۹۸-۲۰۰۴ دوره کې وشول؛ ځکه خو یې له تجربې څخه د زده کړې څرک په دې نوي مرامنامه کې هم ځلیږي.

بل څه، چې د پاکستان د پاملرنې وړ به وي، هغه د پاکستان پرخلاف د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال د مودي سخته تېره او تېزه ژبه ده. ترڅنګ یې د بهارتیه جنتا ګوند دا ادعا، چې د انتخاباتو په ګټلو سره به په اساسي قانون کې د جمو او کشمیر خصوصي status هم ختم کړي او د هند یوه تلپاتې برخه به یې وګڼي. د دغو هر څه پرته پاکستان د ټاکنو-نه-وروسته ډيپلوماسي (Post-Poll Diplomacy)غوره کړه او نه یوازې دا چې نارېندرا مودي ته یې مبارکي وویله بلکې پاکستان ته یې د راتللو بلنه هم ورکړه.

بهارتیه جنتا ګوند، چې یو هندي ناسیونالیست ګوند دی، د ۲۰۰۲کال د ګجرات تاوتریخوالي په اړه د ډېرو نیوکو لاندې نیول کېږي، وېل کېږي چې د ګجرات په یوه سیمه کې یو چا رېل ګاډۍ ته اور واچاوه، له امله یې ۵۹ یا ۶۰ هندوان وسوځېدل، چې پړه یې پر مسلمانانو ولویدله. په غبرګون کې هندوانو د دوو زرو مسلمانانو د وینو په تویولو سره خپلې وینې سړې کړې. نغوتو داسې برېښوله، چې په ګجرات کې د بهارتیه جنتا ګوند د هغه مهال وزیر اعلی نارېندرا مودي پر دې تاوتریخوالي ځان چوپ نیولی و او د تاوتریخوالي مخه یې نه نیوله؛ خو په ۲۰۰۹کال کې د هند سترې محکمې مودي له دې بد او تور تور څخه خلاص کړ. نیوکې کوونکي یوازې پر دې خلاصون نارېندرا مودي سپین چرګ نه بولي بلکې په دې اړه هغه خبرې هم رامخته کوي، چې ده په ۲۰۰۹کال کې د مسلمانانو پرخلاف مظاهرې ولې ونه غندلې؟

د دې ترڅنګ دې ګوند د ۱۹۹۲کال د بابري مسجد په شهیدولو کې هم لاس درلود، د ۲۰۰۹کال راپور له مخې چې د هند د سترې محکمې قاضي منموهن سنګ لېبرهان جوړ کړی و تقریباً ۶۸کسان د دې مسجد په شهیدولو کې ښکېل ول، چې ډېری پکې د بهارتیه جنتا ګوند رهبران ول، لکه اېل کی ایډواني، واچپايي، او مورلې مانوهر جوشي.

پورته شالید مو د دې لپاره ورکړ، چې که چېرته ورته پيښه خدای مه کړه بیا تکرار شي نو د بهارتیه جنتا ګوند او اسلامي نړۍ به له یو څه پيچلي کړکیچونو سره مخ شي.

که څه هم په یوه داسې نړۍ او د نړیوال سیاست پر یو داسې ستیژ، چې د اډيالوژیو ځای ګټو نیولی دی، ستونزمنه ده، چې اسلامي هیوادونه دې خپلې اقتصادي او تجارتي ګټې د یو څو مسلمانانو پر وژلو لکه ماڼو لوګی کړي.

خو بیا هم، داسې کړه وړه به تر لږه کچه د پالیسي جوړونکو او تر ډېره بریده د ملتونو پر زړونو بدې او تلپاتې کرښې راکاږي او د همدې له امله به هند په اسلامي نړۍ کې خپل نرم ځواک او وزن  وبایلي.

له هند سره افغانستان لرغونې اړیکې لري، د سړې جګړې په پېل کېدلو دواړه هېوادونه د نړۍ له نورو هېوادونو نه جلا درېځ ونیوه او ځان ته یې یو بېل بلاک د ناپېیلو هېوادونو غورځنګ په نوم جوړ کړ. د شورویانو پر یرغل دا ډول اړیکې د ولیدنې په لور ولاړلې. د افغان کورنۍ جګړې پر مهال د هند تګلارې لاسوهنیزه بڼه خپله کړله او د طالبانو په ولیدلو او د کرزي په کيښناستلو یې چارو یوه بله جامه راونغاړله: د نرم ځواک او د زړونو او دماغونو ګټل. هغه چې په دې موخه کې تر ډېره بریده بریالۍ هم شوه. هم د هند نرم ځواک زیات شو او هم یې په افغانستان کې زړونه او دماغونه وګټل.

که چېرې مونږ د پاکستان د ستراتيژيکې ژورتیا تګلارې پسې د مشعل رڼا واچوو نو روښانه به شي، چې پاکستان دا تګلاره ځکه خپله کړې، چې پالیسي جوړونکي یې پر دې وېره اخته وو، چې هسې نه د هند او افغانستان ترمنځ «سېنډوېچ» شي.
د پاکستان دا تګلاره تر دې مهاله روانه ده؛ او اوس به د نارېندار مودي له راتګ سره دا تګلاره پر کومې خوا ولاړه شي؟ یوازې د وخت تېریدا ته اړتیا لري.

د نارېندرا مودي راتګ به د سیمې درېیو هېوادونو ته: چین، پاکستان او بنګله دیش، ته د ډېرې پاملرنې وړ وي.

پاکستان ته ځکه، چې یو داسې هندي نشنلیست ګوند واک ته رسیدلای دی، چې د اعلامیو تاریخ یې د پاکستان پرخلاف ډک دی.

چین ته ځکه، چې وار له مخې یې ورته اخطار ورکړی، چې د هند د امنیت په خاطر دوی د هر ډول دریځ نیولو ته چمتو دي. او پای دوی به د بنګله دیش په لور مایګریشن (مهاجرت) بند کړي، ځکه د بهارتیه جنتا ګوند په اند دا په آسام او نورو ولایتونو کې بې ثباتۍ او امنیت ته لمن ووهي.

ترڅنګ یې، که پاکستان د هند لخوا له ډېر خطر سره متوجه شي، نو شاید د خپلې پخوانۍ ویرې— چې هسې نه د افغانستان او هند ترمنځ سېنډوېچ شي— له امله په افغانستان کې لاسوهنه پېل کړي.

هند هم، چې مثبتې اقتصادي ودې ته اړتیا لري؛ ځکه د ۲۰۱۰کال راهیسې یې اقتصادي وده مخ پر ځوړ روانه ده، شاید د مخامخې جګړې تحمل ونکړي، او بهارتیه جنتا ګوند د خپل تعرضي سیاست له مخې، چې د پاکستان په لور یې لري، په افغانستان کې د پاکستان پرخلاف او پاکستان هم په همدې روانه نیابتي جګړه کې د یو بل پرخلاف سم مصروف شي.

ځکه د هند لپاره انرژي یوه امنیتي ستونزه ده، او په دې تکل کې افغانستان او منځنی اسیا  مهم رول لوبوي، هند به د همدې موخې لپاره دلته خپلې پښې نورې هم ټینګې کړي؛ خو په بل اړخ کې به د پاکستان پخوانۍ وېره، چې هسې نه د کابل او دهلي ترمنځ حصار شي، د خپلې بدنامې ستراتیژیکې ژورتیا پسې مټې رالوڅې کړي او پای به پر روانې پراکسي (نیابتی) جګړې تېل ورواړوي.

کالم: زما هم واورئ،( لیکوال: احمد بلال خلیل) – نن ټکی آسیا