ټاکنو کمیسیون: د نوم لیکنې پروسه د ډاډ وړ نه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمیشنر سیبد حفیظ الله هاشمي وايي د نوم لیکنې روانه پروسه د ډاډ وړ نه ده.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، که څه هم تر لومړیو ورځو د نوم لیکونکو شمېر يو څه ښه شوی، خو لا هم د قناعت وړ نه دی.

هاشمي سره له دې چې د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنو لپاره روانه پروسه د اندېښنې وړ بولي، د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند هم څرګندونې وکړي.

هغه وویل د ولسمشریزو ټاکنو لپاره يې سر له اوسه کار پیل کړی او په وينا يې د بودجې په اړه يې اندېشنه نشته.

محمد اشرف غني پرون وویل، ولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت ترسره کېږي او په وینا يې تر ټاکنو وروسته به یوه دقیقه هم ارګ کې تېره نه کړي.

عبدالله عبدالله بیا خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ، چې د «جهاد او مقاومت» حوزه به په یووالي سره یو نوماند ولري.

د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د روانې پروسې پر ضد نن هم په خوست کې ګڼو کسانو لاریون وکړي.

دوی د ټاکنو کمیسیون له برحاله وکیلانو سره پر پټې معاملې او ځينو حوزو پر تړلو تورن کړ.

په ورته وخت کې له تېرې پنجشنبې راهیسې په غزني کې هم د ټاکنو مرکزي دفتر تړل شوی او نوم لیکنه په ټپه ولاړه ده.

د را روانو ټاکنو لپاره چې ویل کېږي د تلې په ۲۸مه به ترسره شي، د تېرې وري میاشتې په له ۲۵مې د نوم لیکنې لړۍ پیل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د