badi

مصر: د اخوان المسلمين ۱۸۳ مشران په اعدام محکوم شول

نن ټکی اسيا: د مصر يوې محکمې د اخوان المسلمين د مشر دکتور محمد بديع په ګډون ۱۸۳ مخکښ مشران د يو شمېر تورونو له امله په اعدام محکوم کړل.

د نوموړو مشرانو مدافع وکيلانو نن شنبه محکمه کې و ويل، چې د محکمې پرېکړه د عريضې په واسطه بدليدای شي.

د نوموړو کسانو مدافع وکيلانو له قوله تر اوسه د ټولو هغو کسانو کره شمېر نه دی معلوم، چې د اعدام پرېکړه پرې شوې، خو د اټکل له مخې د نوموړو کسانو شمېر له ۱۸۳ تر ۱۹۷ ښودل شوی دی.

سرچينې وايي، چې د ترافيکو پرمخ د لارو بندول، مظاهرو او تاوتريخوالي ته خلک رابللو له امله ۱۸۳ کسان په اعدام ، څلور په عمر بند محکوم شول او ۴۹۶ تنو محکمه لا پاتې ده.

د عبدالوهاب په نوم يو مدافع وکيل وايي، چې په اعدام محکوم شويو کسانو کې يو قبطي عيسايي او يو په دواړو سترګو معذور انسان هم شامل دي.

له دې وړاندې د اخوان المسلمين پر ۶۸۳ غړيو د اعدام امر صادر شوی و.

وړمه ورځ مصري رسنيو خبر ورکړی و، چې د اخوان المسلمين د مشرانو د اعدام پرېکړه د مصر مشر مفتي ته لېږل شوې او د هغه له پرېکړې وروسته به د نوموړو کسانو د اعدام په پرېکړه عمل کيږي.

په دغو کسانو کې اخوان المسلمين مشر دکتور محمد بديع، محمد البلتاجي، عصام العريان، عاصم عبد الماجد، صفوت حجازي، عزت جودة، أنور شلتوت، الحسيني عنتر محروس، عصام رشوان، محمد جمعة حسين حسن، عبد الرازق محمود عبد الرازق، عزب مصطفى مرسي ياقوت، باسم عودة، محمد علي طلحة رضوان په ګډون د اخوان المسلمين ګن مشران شامل دي.

محکمې پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته به د اخوان المسلمين مشر دکتور بديع سرې جامې په تن کوي او محکمې ته د حاضريدو پر مهال به هم سرې جامې اغوندي.

د بشري حقونو ګڼو ټولنو د مصري محکمې په پرېکړه نيوکه کړې او زياته کړې يې ده، چې مصر له خپلو سياسي مخالفينو خپل کسات په مرګ اخلي او دا د ټولو بشري قوانينو خلاف عمل دی.

د اخوان غبرګون
اخوان المسلمين لخوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د کودتاچي نظام ظلمونه او تيري دوی د حق له لارې نشي منع کولای او دوی به د شهيدانو، بنديانو او ځوريدلو خلکو له قربانيو سره هيڅکله خيانت ونه کړي او دوی به خپل سپين انقلاب پر مخ بيايي.

اعلاميه زياتوي، چې د کودتايي رژيم له ظلم او تېري ښکاري، چې شپې ورځې يې کمې دي او ډېر ژر به  د مصر د شريفو خلکو پاڅون رنګ راوړي.

اعلاميه کې د کودتايي رژيم ټولو پلويانو ته ګوتڅنډنه شوې، چې هر څوک په دې جرمونو کې شريک وي، ډېر ژر په خپله سزا ورسيږي او دوی به د خپلو مشرانو په قصاص اخيستو کې هيڅ سستي ونه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د