نبوي حدیث

د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – پنځمه برخه)

مولوی فضل ربي (کوه صافی وال)

۱. مَنْ أَكَلَ نَاسِيًا وَهُوَ صَائِمٌ فَلْيُتِمَّ صَوْمَهُ فَإِنَّمَا أَطْعَمَهُ اللَّهُ وَسَقَاهُ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې په هېره سره خوراک وکولو نو خپله روژه د پوره کړي بېشکه دا الله تعالی ده ته خوراک او څښاک ورکړی دی.

۲.من اصبح وهمه التقوي ثم اصاب فيما بين ذلك ذنبا ، غفر الله له .كنز العمال

ترجمه : څوک چې په سحر کې پداسې حالت کې را پاڅېدل چې قصد یې تقوا وه (اراده یې وه چې ګناه به نه کوي) خو بیا هم پدې دوران کې په ګناه واوښت هغه ګناه به ده ته وبښله شي .

۳. مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې روژه له ایمان سره او د ثواب په نیت ونیوله د هغه تېر ګناهونه به وبښل شي.

۴. مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا. صحیح البخاري

ترجمه : څوک چې د الله تعالی په لاره کې یو غازي مجهز کړی (هغه ته د جنګ او نور اسباب تیار کړي) نو بېشکه ده هم غزا وکوله .

۵. من اراد ان يعلم ما له عند الله ، فلينظر ما لله عنده .كنز العمال

ترجمه : څوک چې غواړي پوه شي چې د الله تعالی په وړاندې به دده مرتبه څه وي نو و د ګوري چې د الله تعالی مرتبه دده په وړاندې څه ده؟ (دی له الله تعالی سره څومره مینه کوي الله تعالی له ده سره تر هغه زیاته مینه کوي دی د الله تعالی لپاره څومره قرباني ورکولی شي الله تعالی له ده سره تر هغه نه زیاته مرسته کوي) .

۶. من آذي المسلمين في طريقهم ، وجبت عليه اللعنة .كنز العمال

ترجمه : چا چې مسلمانانو ته ددوی په لاره کې ضرر ورسولو په هغوی باندې لعنت واجب دی .

۷. مَنْ رَأَى مِنْ أَمِيرِهِ شَيْئًا يَكْرَهُهُ فَلْيَصْبِرْ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې له خپل امیر نه څه داسې شی ولیدل چې دده نه وو خوښ نو صبر د وکوي (له اول ځل داسې شي لیدلو څخه د کوښښ نه کوي چې د خپل مشر په مقابل کې سلاح را پورته کړي او بغاوت وکړي).

۸. مَنْ رَآنِي فَقَدْ رَأَى الْحَقَّ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې زه په خوب کې ولیدم نو دا یې حق لیدلی (شیطان په خوب کې ځان د رسول الله صصص په څېر نشي ښکاره کولی).

۹. مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلَاحَ فَلَيْسَ مِنَّا. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې په مونږ (مسلمانانو پسې) سلاح را واخیسته دا له مونږ څخه نه دی.

۱۰. لكل شيء مفتاح ومفتاح الجنة حب المساكين والفقراء .كنز العمال

ترجمه : د هرشي لپاره کلۍ وي او د جنت کلۍ د مساکینو او فقراوو سره مینه ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx