افغانستان

طالبانو د ننګرهار په هوايي ډګر کې د درنو تاکتیکي چاودنو خبر ورکړ

نن ټکی آسیا: طالبانو په یوه خبرپاڼه کې چې همدا نن ماخستن شاوخوا نهه بجې د ننګرهار هوايي ډګر په دراوزه او په هوايي ډګر کې دننه د امریکايي ځواکونو پر مهم مرکز باندې پرله پسې اته تاکتیکي چاودنې ترسره کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چاودنو د مسؤلیت اخیستلو ترڅنګ ویلي، چې په دغو پرله پسې او منظمو چاودنو کې د سر او مال درانه تلفات اوښتي.

نوموړی زیاتوي، چې د چاودنو سره جوخت ، امنیتي ځواکونو او امریکايي عسکرو په دې ګومان چې ، دا یو ډله یېز برید دی، پر خپلو نورو ملګرو ډزې وکړې او ترمنځ يې خونړۍ نښته را منځته شوه.

ښاغلي مجاهد څرګنده کړې :«دغه انفجارونه چې د میدان له دروازې پيل او دننه په ترتيب سره ترسره شول، د ښمن ته يي د سر او مال درانه زيانونه واړول، دنظام قراول پيردارخونې، دخوب خونې، او ولاړ وسائط يې له منځه يوړل.

ورسره د هوايي ميدان په اول او دوهم قراول کې ولاړ ګڼ شمير امریکايي او مزدور عسکر هم ووژل .
د انفجارونو په ترسره کولو سره دښمن ګمان وکړ چې فدايي بریدونه به پيل شوي وي، يوې ډلې عسکرو په بلې ډلې برید پيل کړ چې په دې سره يې هم ډيری عسکر قتل او ټپيان شول.

له ميدان څخه وروستي راپورونه وايي چې هلته اوس هم اور بليږي، لوخړې پورته کیږي او داسې ښکارې چې د درنو ځاني تلفاتو ترڅنګ ډير مالي زیانونه هم اوښتي دي.»

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار امنیتي چارواکو تر دې مهاله د دغه خبر په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x