fbpx

ننګرهار: د نوم لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې اوه تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نوم لیکنې یو مرکز ته څېرمه چاودنې د یو پولیس په ګډون اوه تنه ټپيان کړي دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې چاودنه نن غرمه مهال د ۱۶ فامیلي ساحه کې وشوه، چې پکې یو پولیس او شپږ نوم لیکوونکي ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطا‌‌ءالله خوږياڼی وايي دغه پېښه په څلورمه ناحیه کې له یو مسجد سره څېرمه شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا مسؤلین هم مني چې د چاودنې له سیمې ورته د یو پولیس په ګډون اوه ټپیان ور وړل شوي دي.

د عامي روغتيا ویاند انعام الله میاخېل وايي، د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه ده اخیستی.

دا په جلال اباد کې پر ټاکنیزو مرکزونو دویم برید دی، چې لومړی هغه تېره اوونۍ وشو، چې پکې دوه پولیس ځای پر ځای ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د