افغانستان

ارګ د ټاکنو د «تحریم» له امله شیعه علما‌‌‌ء ور غوښتي و

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وروسته له هغه د شیعه علماوو یوه ډله ارګ ته ور وغوښته، چې هغوی له را روانو ټاکنو سره بشپړ پرېکون اعلان کړ.

وروسته له هغه چې د کابل په لوېدیځ کې د نوم لکینې پر یو مرکز چاودنه کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، د شیعه علماوو ټولنې پخپله اعلامیه کې پر خلکو غږ وکړ، چې د نوم لیکنې له پروسې سره دې پرېکون اعلان کړي او د سر په بیه دې دې مرکزونو ته نه ورځي.

په ارګ کې له محمد اشرف غني سره دې علماوو ویلي چې دوی ټاکنې نه دي تحریم کړې، بلکې یوازې نا امنه ساحو کې يې له خلکو غوښتي چې تر نوم لیکنې تېر شي.

د دې ټولنې ویاند محمد علي جاوید ويلي، په مطلق ډول يې له خلکو نه دي غوښتي چې له ټاکنو تېر شي، بلکې یوازې ګواښمنو سیمو کې تر هغو چې امنیت نه وي تامین شوی تر نوم لیکنې باید تېر شي.

محمد اشرف غني له دې ډلې سره په خبرو کې د څوارلسمې امنیتي حوزې د جوړېدو هوکړه کړې ده.

وړاندې تر دې همدا سیمه «دشت برچی» چې د خونړۍ چاودنې شاهده وه، د دیارلسمې امنیتي حوزې تر چتر لاندې وه.

هغه کابل ښاروالۍ ته امر کړی چې د یوې اوونۍ اوږدو کې دې د کابل د لوېدیځ اساسي نقشه تنظیم کړي.

له شیعه علماوو يې غوښتې چې د نوم لیکنې پروسه کې د حکومت ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x