fbpx

زابل: د شاه جوی پرامنیه قوماندان سرتیری برید شوی 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل):  د زابل د سیمه ییزو چارواکو په وینا، نن د ورځي شا وخوا یوه بجه د دغه ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د امنیه قومندان عبدالعزیز توخي پرموټریز کاروان سرتیری برید ترسره شو چې له امله یې خپله قومندان عزیز توخی او د امنیت مدیر لالی سخت ټپیان شول.

امنيتي چارواکي وایی، يوه سرتيري بریدګر په خپل موټرسيکل پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته داسي مهال چاودنه ورکړه چې د نوموړي قومندان موټریز کاروان د تیریدو په حال کې وو.

د شاه جوی ولسوال وزير محمد جوادي پېښه تاييدوي او وايي، په دې چاودنه کې د ولسوالۍ د امنيه قومندان عزیز توخي ترڅنګ د امنيت آمر او دوه ساتونکي يې د سخت ژوبل شوي دي . چې وروسته د قلات مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د پیښې مسئولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی خو د یادې ولسوالۍ پر ۹۰٪ سلنه خاوره یې طالبان واکمن دي. او ډيری وخت پر دولتي چارواکو بریدونه د دوی له لوري ترسره کیږي.

څه موده وړاندي د سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو مشر عطاؤالله چې تازه یې په سیمه کې په فعالیت شروع کړي وه؛ د طالبانو له لوري د کمین په ترڅ کې ووژل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د