افغانستان

امنیتي ځواکونه د غزني ښار څنډو کې له ګڼو پوستو تښتېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): غزني کې ځايي اوسېدونکي وايي، د ښار په څنډو کې ګڼې پوستې تېره شپه خالي پاتې شوې دي.

غزني کې مدني فعالان وايي طالبانو په تحویلدار کلا، سنجتک، خاک غریبان او امام حداد صاحب سیمو کې پر پوستو بریدونه کړي او د دولت له واکه يې ویستې دي.

د ولی الله وقار په نوم یو تن پخپله فیسبوک پاڼه لیکي چې که وضعیت داسې دوام وکړي نو غزني به له سقوط سره مخ شي.

طالبانو هم په یادو سیمو کې د پوستو د نیولو خبر ورکړی دی، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، په یادو یسمو کې يې اوه پوستې نیولې چې پراخه سیمه د دوی واک ته ورغلې ده.Ghazni-qalaeKhakighariba

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ هم طالبانو د غزني ښار شمال ختیځه څنډه کې روضه کلي کې د امنیتي ځواکونو د څو پوستو د نیولو خبر ورکړ او د ګڼو عسکرو د وژلو دعوه يې وکړه.

د غزني ځايي چارواکو تر اوسه د یادو سیمو له واکه وتلو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x