نظــر

ديودرانه دوست د ليک دجواب په پلمه !

منلې مبتکرصاحب ! ستاسو سپېڅلی اوملی احساس موږ ټولو افغانانوتر هغه ځايه   چې تاسو پېژنی اويا ستاسو دقلمی هڅوسره اشنايو دقدروړدی . دډاکتر صاحب عبدالله  داټول تلاښونه  ددې لپاره دی چې بېله استحقاق نه دواک پرگدی کښېني ؛وبه یې گوروچې څنگه داکار کولاي سی ؟؟؟

  دا کار دی وکړی، داډيره ښه خبره ده .ترڅوټوله نړۍ پدې پوه اومعتقده سی چې له يوې خوا دوي ځانونه ډموکراسی اودملت ارادې ته ژمن  معرفی  کوی  اودبلې خوا کله چې ملت بل څوک دخپل مشرپه توگه ټاکی، بيانو دوي هرڅېه هيره وی  او دواړی  پښي په يوه موزه منډی وايي، ترموږ بل څوک مستحق ندی اوملت موږ ته رايه راکړې .خودائې هيره ده چې ملت ددوي په خاطر دپاکستان ډيري نوری لوبی ومنلې ،ملت له دوي نه بېزاردی ، خوکه دوي ملت پر خپل حال پرېږدي .  په پښتوژبه کي يومتل دی وايي ،(( بېزاره دي دفقره يم سپی دي درگرځوه )) . تر ټولو جالبه خولاداده چې دټاکنوپر دواړو کمېسينوانتقاد کوی اوهغوي دقانون څخه په سرغړونې متهم بولي اوپردې کمېسېونودخپلي خوښی تورونه لگوی .
که داسي پوښتنه وسی ،ډاکترصاحب ! هغه وخت چې دټاکنوپه لمړی پړاوکي همداتازياتي رايي ترلاسه کړې بيا چوپ واست ، اودادواړو کمېسيونوپرېکړي  درته دمنلو وړوې  .هغه وخت هم ډاکتر اشرف غنی هیڅ خبره ونکړه او پريکړې ته یې درناوی وکړ، اوس هم دډاکتر اشرف غنی له خولې چا يوه خبره نده اورېدلی . تردې وړاندي چې دټاکنو وروستۍ پايلې معلومي سي ،دډاکتر عبدالله چيغې تر آسمانو پورته سوې . دادی اوس دخپلي ډلي دمعرفی په خاطر ،مجبوريم دا ټکی وليکم چې دپنجشير دځوانانوپر احساساتو سوداگری سره زلمی لاريونوته راباسي لاريونونه کوی اوخېمې دروی ،ځينی ساده گان خویې لادجگړې دپيل شعارونه ورکوي . که  دډاکتر عبدالله نه سړی دا پوښتنه وکړی چې  ستاسو اوستاسو دپلويانو ددي ډول افغان دښمنه حرکتونو اوشعارونو وروسته به په کومو سترگو ته دې ملت ته داخبره کوې چي زه ستاسو سره خوا خوږی لرم ؟؟؟؟ جواب به یې څه وي ؟ که يوڅوک عزت ولری جواب نسته .
پوهېږم  چې داڅومعينې کړۍ دی چې دډاکتر صاحب عبدالله  نه دملاتړپه نوم  دځان لپاره په راتلونکی دولتی سيستم کي دمقام پيدا کولوپه موخه دهغه پر احساساتو کار اوسوداگری کوی اوهغه دابدی معنوی مرگ په لور هڅوي .
داسی ښکاری تر اوسه لا چې دټاکنو پايلي معلومي ندي ډاکتر عبدالله  ته به دنړيوالودغير قانونی مداخلې له مخې کومه  چوکۍ ورسېږې ، پدې هڅو هغه دافغان  ولس غوڅ اکثريت غبرگون  دخپل ځان پر وړاندي را وپاراوه .
داچې ما وليکل دملگروملتودسازمان دنماينده گی دغير قانونی مداخلې په مټ ،هدف مي دادی چې دا نماينده گي هم دټولو نړيوالو اصولو له مخې دا مکلفيت لری چي دافغان ولس رايي اوانتخاب ته ياپه بل عبارت دموکرايکو اصولو ته دقدر په سترگه وگتوری . دنړيوالی ټولنې دا ډول بې مسوليته  اودخلکو ارادې ته درناوی نه پرته داډول مدا خلې که غواړو يانه ، دهمدې نړيوالي ټولنې د استازوپه مټ زموږ هيواد يوبل ناورين ته ورټيل وهی ،چي عراق به ترېنه هيرسی .
يوازنۍ هيله مو داده چې پدې پروسه کي دښاغلی کرزی داېښودل سوو لومو  ،زموږ سره يوځاي نړيوال هم قربانی  اوپدي اېښودل سوو لوموکي راښکيل نسي .نړۍ وال بايد دالمر غوندی حقيقت ومنی چې  افغانان نور له کرزی نه ستړی سوی، دده يوه خبره ورته دمنلو وړنده اونه پرې باورلري . نړيواله ټولنه بايد دافغانستان دراتلونکی برخليک ټاکلو پر وړاندي نړيوالو مسوليتونه په نظرکي ولري .دموکراسی ته په رښتيانۍ بڼه ژمن اودهغې پلي کولو لپاره دافغان ولس سره مرسته وکړی ،خيرکه دا نازولي جنگسالار خوابدی سي ،بس ده دومره بلډينگونه یې جوړو کړه او ددومرو ډالرو خاوندان سوه چي يوه یې په خوب نه ليدل .خو بل لورته به دعدالت اودموکراسی نه ددفاع په خاطر  تردېرشو ميليونوزيات افغانان پري خوښ سی . کنه دنړيوال دي  د يوبل ناورين لپاره دې دروازې پرانيزي .دا عبدالله غوندي کسان به يوځل بيا د قلا ترسمڅو ځغلی . په کابل کې دملگروملتونودسازمان استازي بايد پدې پوه وی چې موږ افغانان يو اوبل ډير ښه سره پېژنو او …… يوبل ته معلوم دی .
زموږ  له نظره ښه به داوی چې په هيوادکي دسولي اوثبات راوستو اوپايښت په خاتر دټولو قانونی نهادونوپرېړکړوته انتظار وباسو اوبياهغه په سړه سينه ومنو ،ترڅو افغان ولس ته دا ثابته سی چي ددي کچي سياستوال دملت ارادي ته ژمن دي . ومن الله التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x