
د کمونیزم اصلیت او په افغانستان کې د کمونیستانو تور تاریخ
ا . م . دلسوز
کمونیزم چي اصلي فلسفه او عقیده يې په الحاد او د الله ﷻ له وجود څخه په انکار ولاړه ده، لکه څرنګه چي به لینن او مارکس ویل چي دین، اله او رسول یو داسي أپین دي چي ملایان او خانان پرې د ټولني کمزورې طبقه نشه کوي او تر خپل تسلط لاندي یې راولي، دوی به ویل چي انسانان الله تعالی ندي پیداکړي د دوی د فکر اصلي سرچینه له ډاروین څخه اخیستې ده.
ډاروین چي په أصل کي بیولوژي پوه ؤ ویل به یې: (د انسان په لومړي پیدایښت کي اله هیڅ ګډون نه درلود او نه هم آدم او حواء حقیقت لري، دا په اصل کي د سمندر په تل کي یو ډول میکروب چي د وخت په تېرېدو سره غټېده او د سمندر غاړي ته راغی او د چینجي غوندي شکل یې پیداکړی، چي همدا چینجي بیا وروسته د یو بل حیوان شکل غوره کړ او په وچه کي یې ژوند پیل کړ، د وخت په تېرېدو سره همدا حیوان په بیزو باندي تبدیل سو او لدې بیزو څخه بیا (شمپانزی) هغه ډول بیزو چي لکۍ نه لري او په څلورو پښو او دوو پښو سره هم حرکت کولاي سي او ډېری اشکال او حرکات یې انسان ته ورته دی تبدیله سوه، چي د وخت په تېرېدو سره وېښتان توی سوه او شکل او عقل یې مکمل انسان ته واوښته).
ډاروین خپله نظریه پداسي حال کي اعلان کړه چي دانسان د لومړي خلقت په اړه په تورات، انجیل او قرآن کي د انسان پیدایښت په یو ډول بیان سوی ؤ او ده غوښتل پدې سره همدا دینونه لغوه اعلان کړي او انسانان د دینونو له محدویتونو څخه و خپلسری ته وباسي.
نو پدې ډول دې نظریې ته سیکولر او بې دینه کسانو لکه : لینن، مارکس او داسي نورو انکشاف ورکړ او د روسيې په تعلیمي نصاب کي یې شامله کړه، او په تصویرونو او درواغجن ساینس یې د همدې نظریې پړاوونه ورته واضح کړه.
وروسته یو بل المانی فیلسوف د فریدریش نیچه په نامه باندي داسي نظریه ورکړه :(( کوم وخت چي انسانانو اله ته ضرورت درلود نو اله وجود درلود او د انسانانو پالنه یې کوله، خو د وخت په تېرېدو سره اله هم مړ سو، نو اوس اله وجود نلري او انسان خپله اله دی، عقل یې پختګی او آخري پړاو ته رسېدلی، وچه او لنده یې تسخیر کړې،د بحر تل ته کښته سوی، فضاء ته پورته سوی، د ځان د آسانتیا لپاره یې ډول ډول ماشین آلات جوړ کړي نور انسانان نه پیغمبر او نه هم اله ته ضرورت لري او دی په خپله اله او عقل یې کامل دی. او د انسان ژوند یوه طبیعی حادثه ده مثلا کله چي پسرلی سي پر مځکه باران وسي او واښه خپله راشنه سي بیا څه وخت وروسته همدا واښه ژړ سي او مړه سي نو انسان هم همداسي دی کله چي په دنیا کي پیداسو نو دا هم یوه حادثه وه او کله چي مړ سو نو وروسته بیا ژوند هم نسته او نه هم حساب او کتاب)). العیاذ بالله، یعني دده د نظريې اصل د اله څخه پر انکار ولاړ ؤ او دی خپله یو ملحد ؤ، پدې هم نه پوهېدی چي دا لوي نظام به هم انسان د خپل قاصر عقل په توسط وچلوي او که نه؟
همدا ډول یوه بله نظریه یې هم وړاندي کړه (د وخت په تېرېدو سره به یوه زمانه کي داسي انسان رامنځته سي چي دومره به زورور او عقل به یې دومره پوخ وي لکه زموږ او د پخوانۍ بیزو ترمنځ چي څومره فرق دی او همدا انسان ته به (super man) ویل کیږي چي همدا نظریې د وخت په تېرېدو سره د اروپایانو په ذهنونو کي پخه سوه او د ثابتولو لپاره به یې ډول ډول تحقیقات کول او دروغجن او افسانوي تصویرونه به یې رسمول.) که موږ او تاسي اوس وګورو همدا د (super man) نظریې په غرب کي څومره رشد کړی چي ډول ډول فلمونه ورباندي جوړ سوي یعني داسي انسانان به هم پیداسي چي څوک به یې د زور مخه نسي نیولای او عمرونه به یې هم بې حده زیات وي او د عقل له لحاظه به هم کامل وي. چي هټلر ددې نظريې د ثبوت لپاره ځانته سوپر مین ویل او په زرګونو او میلیونونو انسانان یې وژل او کښتونه یې سوځول خو هیچا هم په سوپر مین تر اوسه ونه مانه پرته له نېشنلیستانو.
د کمونیزم د نظریې أصل خو بیان سو چي د الهي خلقت په نیست باندي ولاړه وه.
د کمونیزم یوه بله پایه داده چي دوی به ویل چي د انسانانو ترمنځ دي درې شیان شریک وي نو بیا هیڅکله هم د انسانانو ترمنځ جګړه نه رامنځته کیږي :
1. شتمني.
2. ښځه.
3. واک او قدرت.
دولت باید د یوه شخص نه وي ټول باید شریک وي او همدا ډول ښځه هم سره شریکه وي هرڅوک چي غواړي او د هرچا د ښځي څخه چي غواړي ضرورت دي رفعه کړي او هرډول استفاده دي ور څخه وکړي، همدا ډول شتمني یا مځکه ، هیڅوک باید شخصي سرمایه او مځکه ونلري د ټولو باید سره شریکه وي.
همدارنګه د ټولني طبقاتي نظام دي لمنځه یو وړل سي نو بیا به مشکلات حل سوي وی یعني فیوډالان، روحانیان او مخورو اشخاص لمنځه یو وړل سي ترڅو ټولنه یو متوازنه ټولنه پاته سي او دا خلګ باید همدا ټیټي طبقې والا خلګ (کارګران) یې لمنځه یوسي. چي په هر ځاي کي به ددوی شعارونه هم د کارګرانو په لفظ شروع کېدل او نښان یې هم د کارګران ؤ.
لکه څرنګه چي موږ په افغانستان کي ولیدل چي کمونستانو او د هغوی مزدورانو په ټولنه کي درې ډوله خلګ نه پرېښودل او خپل شعار یې د (ملا سیدخان) تر لفظ لاندي بدرګه کړ (۱- ملا (روحانیان) ۲- سید (مخور) ۳- خان (فیوډالان) چي د افغانستان اکثره علماء، مخور او خانان یې لمېنځه یووړل او د هغوی مځکي او باغونه یې د هغوی بزګرانو ته ور ووېشل.
خو دوی دې ته هیڅ فکر نه ؤ کړی چي الله تعالی په قرآنکریم کي فرمایي : (… نَحۡنُ قَسَمۡنَا بَيۡنَهُم مَّعِيشَتَهُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَاۚ … ٣٢ [سورة الزخرف,٣٢] ژباړه : موږ د دوی ترمنځ د دنیا ژوند تقسیم کړی دی. څوک مي خان پیداکړی او څوک غریب، غریب د خان سره کار کوي او خان غریب ته مزدوري ورکوي او پدې ډول سره ټولنه پرمخ روانه وي پدې کي د الله تعالی ﷻ لوي حکمت دی.
همدارنګه کمونیستانو به ویل چي په تاریخ کي څومره جګړې سوي دي په ټولو کي حق او باطل وجود نه درلود هرچا د مادیاتو لپاره جګړه کوله، او پیغمبرانو چي کوم جنګونه کړي دا د باطل او د حق معرکې ندي، دا د فرشتو او شیطانانو ترمینځ جګړې ندي، دا د آسماني وحیو او وثني عقایدو ترمینځ جکړې ندي بلکه دا د مادیاتو جګړې دي او دوی هم د مادیاتو او دنیا پخاطر سره جنګ کاوه. العیاذ بالله
او اصل هم ماده او مادیات دي او مقدسه هم ماده ده، مادیات باید جمعه او لاسته راوړل سي او ددې لپاره چي انسان له خپل ژوند څخه پوره خوند واخلي د حلال او حرام حکم هیڅ أصل نسته، هرشی چي دي لاسته راوړل له هغو څخه استفاده کولاي سې او هر کار چي دي زړه وغواړي کولاي یې سې او حرام کارونه حقیقت نلري.
همدارنګه د کمونیزم لفظ د انګلیسي له (Common) څخه اخیستل سوی چي د عام معنی ورکوي، یعني هرڅه عام دي نه زما او نه ستا د دواړو شریک دي.
نو پورته ټول نظریات مارکس او ملګرو یې په روسیه کي ښه په پوره اندازه په نصاب کي داخل او د خلګو په منځ کي یې دا افکار رایج کړل، چي وروسته د لینن د راتګ سره سم یې په رسمي ډول په حکومت کي هم داخل کړل او د شوروي اتحاد یې جوړ کړ چي ډیری هیوداونه یې تر خپل تسلط لاندي ونیول.
کمونستانو د خپل فکري او اقتصادي اهدافو د تحقق لپاره چي اقتصادي اهداف یې :
1. د هند سمندر ته لار.
2. د غرب سره ټکر.
3. د تیلو منابع او ذخیزې تر لاسه کولو.
پخاطر او پر افغانستان باندي د حملې کولو پخاطر، خپل دغه مفاهیم په ځینو بې دینه افغانانو کي هم رایج کړه او د (خلق دموکراتیک افغانستان) د نامه لاندي یې یو ګوند هم جوړ کړ. چي خپل رسنیز فعالیتونه یې هم شروع کړه ترڅو خپل عقاید نور هم پراخه او ځانته خلګ راجلب کړي، او لومړی ځل یې د پرچم او خلق په نامه ورځپاڼي شروع کړې خو د څه وخت وروسته په خپل مینځ کي د اختلاف له امله په دوو برخو خلق او پرچم ووېشل سوه ، د خلق ډلي مشر نورمحمد تره کی ځکه اخبار یې د خلق په نامه ؤ او د پرچم ډلي مشر ببرک کارمل ؤ ځکه چي اخبار یې د پرچم په نامه یادېده، مګر رسمي نوم ددواړو د (خلق دموکراتیک افغانستان) په نامه یادېده.
دوی د ظاهرشاه په نظام کي په تدریجي ډول ور دخیل سوه او د نظام اکثریت برخه یې تر خپل پوښښ لاندی راوستل.
دوی لومړی خپل تبلیغات په لیسو او پوهنتونو کي شروع کړل، حلقې به یې جوړولې، دلینن افکار او کتابونه به یې ژباړل او خلګو ته به یې رسول، په جرایدو او اخبارونو کي یې خپل افکار نشرول، د روسانو ناولونه او کتابونه به یې ژباړل او بیا به یې په ټولنه کي په پراخه اندازه خپرول.
کله چي دوی خپل افکار او فلسفه په نوو ځوانانو کي خپاره کړل نو بیا به یې په خپلو افکارو فخر کاوه او ځانونو ته یې کمونیستان ویل. همدې کمونیستانو بیا له ملا، منبر، محراب، حاجي، سید، خان، مخور، قرآن، مدرسې او هرچا سره دښمني شروع کړه چي د خپلي دښمنۍ له امله یې په الله، پیغمبر، قرآن، اسلام، لنګوټه، ږيره، رواج او هر څه ملنډي او پسخندونه وهل او د خپلو مجلو، اخبارو، کتابونو او جرایدو له امله یې ټولو افغانانو ته اصلیت ښکاره سو.
چي دوی په همدې جریان کي وه چي په ولس کي ددوی پر ضد حساسیتونه راوپارېدل، ملا په مدرسه او محراب کي ، معلم په مکتب کي، محصل او استاد په پوهنتون کي راپورته سول او ددوی پر وړاندي یې مبارزه شروع کړه.
د لومړي ځل لپاره د کابل پوهنتون کي د یو شمېر ویښو ځوانانو او اسلامپالو استادانو لخوا چي د شرعیاتو پوهنځۍ رئیس پوهاند غلام محمد نیازي چي لوړي زده کړي یې د مصر په الازهر پوهنتون کي کړي وې او خپل افکار یې د اخوان المسلمین څخه اخیستي د اسلامي نهضت تر نامه لاندي خپل مبارزه شروع کړه، چي پدې نهضت کي ځینو سترو علماؤ هم ګډون درلود او خپل پوهاند نیازي هم له همدې علماؤ سره ناستي درلودې.
د داؤد خان له کودتا وروسته ددې نهضت اکثره غړي د اعدام او د زندانونو سره مخ سول او مشران یې په مرموزه ډول په شهادت ورسېدل او ځیني پاکستان ته مهاجر سول، ځکه د داؤد خان په حکومت کي کمونیستانو په پوره ډول نفوذ کړی ؤ او د پوځ او خاد اکثره لوړ رتبه بستونه ددوی په واک کي وه.
داؤد خان د خپلي واکمنۍ په وروستیو کلونو کي د شوروي له مشر بریژنیف سره اړیکي خرابي سوې، کله چي هیواد ته راستون سو نو ذهني ويښ سو او فکر یې وکړ چي کمونیستان زما د زوال لامل ګرځي خو دا وخت ډېر ناوخته ؤ، روسانو د دولت په دستګاه کي لوړ رتبه کمونیستان د داؤد پر ضد تحریک کړل، دا وخت داؤد خان له دولتي دستګاه څخه د کمونیستانو د تصفیې اراده وکړه، کله چي یې حفیظ الله أمین باندي چاپه ووهله چي د کودتاه نقشه هم له حفیظ الله امین سره وه ، نو حفیظ الله أمین پدې وخت کي د کودتاه نقشه د یوې نوي زېږېدلي ماشومي په کالیو کي ننه ایستل او ترنورو کمونیستانو پوري یې ورسول.
خو کمونیستانو وار ترمخه کړ د خلق ګوند په مشرۍ یې د نظام دننه د ۱۳۵۷ه ش کال د غوايي په اوومه نېټه بدمرغه او خونړۍ کودتاه وکړه. چي د کابل د بګرام له میدان هوائي او د کابل له فرقې څخه کمونیستي پوځیان راووتل او ارګ یې محاصره کړ او داؤد خان یې وواژه، زندان یې مات کړ او خپل ګوندي ملګري یې راوویستل.
د کمونیستانو وحشت په افغانستان کي:
کمونیستانو خپله کودتاه د ثور په میاشت کي ترسره کړه او خپل نوي رژیم ته به یې د ثور انقلاب وایه.
دوی د اصلاحاتو تر نامه لاندي ځیني داسي فرمانونه صادر کړل چي د خلګو په شرعي او شخصي ژوند کي ښکاره لاسوهنه وه نو همدا اصلاحات ددې لامل سوه چي خلګ ددوی پر ضد راپورته سي.
د اصلاحاتو تر نامه لاندي د ځینو بیلګي :
1. د ښځو لپاره یې ۳۰۰ افغانۍ مهر وټاکه. که چا به تر ۳۰۰ زیات مهر اخیستی ؤ هغه به د قانون مطابق مجرم ګڼل کېده.
2. د خلګو شخصي مځکي یې په زوره ځني واخیستې او د هغه شخص بزګرانو ته به یې ور ووېشلې او څوک چي به ډېر خان نه ؤ او متوسط ژوند به یې درلود نو که به یې تر ۳۰ جریبه ډېره مځکه درلوده ټوله به یې ځني واخیسته.
3. په مختلیفو بهانو شرعي قوانین تر پښو لاندي کول او د حجاب لمنځه وړل.
4. د مخورو کسانو بې عزته کول او په سپين ږیرو باندي رقصونه کول، په عام محضر کي د انجونو رقصول، د مکاتبو شاګردان به یې راوویستل او د (حرا حرا) نارې به یې په کولې.
5. د هیواد په مختلیفو ساحو کي د تکړه او مشهورو علماؤ ترور او په ډلییز ډول وژني.
6. ژوندي د انسانانو ښخول.
7. د ټولني په ټیټ رتبه خلګو د عزتمندو او مخورو کسانو بې عزتي او وهل ډبول.
8. کله چي د خلګو عزتونه لوټ سوه، شرعي قانون تر پښو لاندي سو، مالونه یې ضبط سوه، نو په همدې خاطر خلګو پاڅون وکړ چي ددې پاڅونونو په مقابل کي کمونیستانو په توپک باندي ځواب ورکړ : د کابل په ښار کي خلګو د تکبیر چغي شروع کړې خو کمونیستانو په یوه ورځ په ښار کي قتل عام شروع کړ او ۵۰۰۰ کسان یې په شهادت ورسول.
9. په هرات کي د خلګو د پاڅون او ویې ویل چي موږ کمونیستي نظام نه غواړو، موږ شرعي نظام غواړو، طاغوتي قانون نه غواړو، الهي قانون غواړو، خو کمونیستانو بیا هم عام وژنه شروع کړه او په یوه ورځ یې د هرات په ښار کي په دوو ورځو کي ۲۴۰۰۰ انسانان ووژل.
10. ژوندي انسانان به یې په طیارو کي پورته کړل او بیرته به یې له فضاء څخه پر ځمکه یا غرونو باندي راوغورځول.
11. د کنړ په ولایت کي یې په یوه ولسوالۍ کي په یوه ورځ ۱۲۰۰ کسان ووژل.
12. په لغمان ولایت کي د الیشنګ په ولسوالۍ کي په سوونو انسانان ژوندي ښخ کړل سوه.
13. د اسلامي شعائرو لرونکي خلګ یې وژل او زندانونه یې ترې ډکول.
14. په زندانونو کي بېله محاکمې څخه انسانان ووژل سول.
15. په زرګونو انسانان ژوندي ورک سوه چي وروسته بیا هیچا ونه لیدل.
16. لوي لوي کلي او ښارونه په لوټو بدل سول.
17. شنه شنه باغونو او فصلونو ته اور واچول سو.
18. د اوبو بندونه ونړول سول.
19. په میلیونونه بمونه یې د افغانستان پر ځمکه باندي وکرل. چي تر اوسه پوري همدا بمونه پر انسانانو باندي چوي.
20. په لکهاوو انسانانو معیوب سول.
21. ۵ میلیونه افغانان مهاجر سول، ۲ میلیونه افغانان شهیدان سول.
همدا کمونیستان وه چي په هیواد کي یې یو ځل بیا د چنګیز ظلمونه راژوندي کړل او همدا بې شرمه کمونیستان دي چي اوس هم په زندانونو کي بېګناه او مظلوم انسانان په مخفي توګه وژني او ډول ډول شکنجې ورکوی.
محترم ا . م . دلسوز صاحب! الله تعالی د ې د تکليف وېستلو او د صوتي درس د پياده کولو ډېر اجر درکړي، خو کاشکې مو دومره ورسره ليکلي وای چې: (د کمونيزم او کمونستاتو په اړه د مولوي عبدالهادي مجاهد د صوتي درس تلخيص شوی متن). نو هم خبره د هغې ويونکي ته منسوبه شوې وه ځکه تاسو کوم مختصر اقتباس ندی کړی بلکې ټول درس مو پياده کړی، او هم به نورو خلکو له تاسې دواړو څخه يو د بل د وينا او ليکنې په خپل ځانته منسوبولو نه ملامتاوه. بيا هم ډېره مننه. که خبره مې… نور لوستل »
ستاسو ټولی خبری بیګټی ندی مونږ پوهيږو دلته موږ لیکنې هم وږدی شوي ځکه چی ځینی ملګري بيا په اصلي مطن دلیکونو نه پوهیدل وهغوته موځینی معلومات ورکړل چې دلته زموږ هيواد کښی هرڅوک دخپلو ګټو لپاره جنګیږي
سلامت خان وروره سلامت اوسې.
مهمه نده چه پورته لیکنه اقتباس دی او که د لیکونکی ابتکار او که کوم بل څه بلکه مهمه داده چه ګټه ترې پورته شی.د یو مؤمن د عیب ( البته که د عبدالهادی مجاهد د نوم نه ذکر یو عیب وی) سَتر او پټیده د مؤمن خاصه ده.
دیر په زره پوری معلمات ول الله ج دی ژوندی لره گله
د منفي خلګو اذهان ټول عمر منفي نظر ورکوي.
د موضوع اهمیت ته باید په درنه سترګه وکتل سي، مهمه نده چي لیکنه د چا ده.
بله دا چي مولوي عبدالهادي مجاهد ته هم څه الهام ندی سوی، هغه به هم د کوم کتاب څخه اخیسته کړي وي.
قدرمنو ناپېژاند او ياسر صاحبانو! تل په خير اوسئ. محترمو راځئ چې د خدمت او دعوت تر څنګ خلک امانتدارۍ اورښتيا ته هم راوبولو، تاسو د موضوع د اهيت او له هغې د استفادې خبره کړې ده هغه په هر صورت پر خپل ځای ده، خو داسې هېڅکله نده چې که محترم رانقلوونکي دلسوز صاحب خبره د هغې ويونکي ته منسوبه کړې وای نو بيا به موضوع اهميت له لاسه ورکړی وای. ليکوالي او دعوت يو ډېر شريف عمل دی، هغه چې څومره په اخلاقي ډول او په امانتدارۍ ترسره شي هغومره يې تاثير او برکت زيات وي، او د… نور لوستل »
سلامت خان او نورو ټولو ملګرو ته ! لومړی السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، استاد عبدالهادي مجاهد موږ ته د یوه درانه او خوږ استاد حیثیت لري، موږ یې په درسونو او لیکنو ویاړو. موږ به یې هم د یوه شاګرد په صفت د همدې استاد د خولې ملغري به تر هر چا رسوو. د اسلامیاتو او دیني درسونو حلقې چي به هرځاي د اسلام په اوایلو کي جوړېدلې نو ټولو شاګردانو به یې د خولې خبري په ښه غور لیکلې تر څو ضایع نسي. نور په خپل مېنځ کي د منازعې او مناقشې هیڅ ضرورت نسته، چي تاسو یو… نور لوستل »
دلسوز صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی زه ستاسی د لیکنی ستاینه او مننه کوم ، حقایق دی په ښکلو او ساده چملو کی بیان کړی د سترګو لیدلی حال دی د کاغذ په مخ بیان کړی ، که د سترګو لیدلی حال بل کوم کس هم بیان کړی وی کومه ګناه نه ده هغه پوری سترګی وی او مونږ پری هم سترګی دی ، ښه یی دا چه دواړو یو ځه لیکلی یعنی د سترګو دلیدلی حال د رشتونولی تصدیق کوی او بلفرض څوک له نورو کتابو څه ولیکی او بل هم د نورو کتابو او حتی د… نور لوستل »