ورزش

آی پي ایل: د راشد لوبډلې پرلپسې درېیمه بریا هم خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ غویي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان لوبډلې پرلپسې درېیمه بریا خپله او په جدول کې په لومړي نمبر شوه.

دغه سیالۍ چې نن یکشنبه د راجهستان رائلز لوبډلې پر وړاندې ترسره شوه په کې د راشد خان لوبډلې مخالف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

ننۍ لوبه کې لومړی د راشد خان لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۱ منډې کړې.

په ځواب کې د راشد خان او نورو توپ اچوونکو لخوا غوره توپ اچونه ترسره شوه او په کامیابۍ سره یې د ټاکلي هدف دفاع وکړه.

راشد خان په ننۍ لوبه کې پخپلو ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او یوه مهمه ویکټه یې ترلاسه کړه، چې دا د نوموړي لخوا د آی پي ایل په روانو سیالیو کې نهمه ویکټه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x