نظــر

ټاکنې کېږي، که مسخره کېږي!؟

مسیر ورځپاڼه

د ټاکنو لپاره د نوملیکنې او نورو تیاریو په تړاو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي. له یوه اړخه د خلکو کمه نوملیکنه او له بله اړخه د ټاکنو پر څرنګوالي او پروسیجرونو جدي نیوکې شته چې نه ورته د ټاکنو کمېسیون وړ ځواب لري او نه هم حکومت په دې تړاو واضح دریځ لري. دغو اندېښنو ته په پام سره اوس پوښتنه دا ده چې د راتلونکو ټاکنو برخلیک به څه وي؟

د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د پروسې دوې اونۍ پوره کېږي، خو لا هم خورا کمو خلکو نوملیکنه کړې ده. که څه هم ولسمشر، اجرائیه رییس، نورو چارواکو او ځینو سیاسیونو پر خلکو په ټاکنو کې د ګډون غږ کړی، خو بیا هم خورا کم خلک نوملیکنه کوي. حکومت د دې لپاره چې وښيي دوی مرسته کوي، حکومتي ادارې د یوې ورځې لپاره رخصت کړې چې کارکوونکي یې نومیلکنه وکړي، خو دې چارې هم مثبته ګټه نه ده کړې. تر دې حیرانوونکې یې دا ده چې په ځینو ولایتونو کې دا شمېره خورا ټیټه ده. د بېلګې په ډول په وردګو ولایت کې یوازې ۱۶ سوه کسانو نوملیکنه کړې ده. همداسې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم دا شمېره خورا ټیټه ده چې د حل لپاره یې هېڅ کارنده لاره نه ده وړاندې شوې. حکومت او کمېسیون یوازې خلک هڅوي، خو په دې تړاو د خلکو اندېښنو، نیوکو او غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي.

خلک څو جدي اندېښنې او غوښتنې لري. موږ پر هغو لاملونو بحث نه کوو چې اوس بېرته نه جوړېږي. یوازې هغه یادوو چې بېرته جوړېدلی شي. لومړی خلک د ټاکنو کمېسیون پر خپلواکۍ باور نه لري او دا کمېسیون پوره حکومتي ګڼي، تر هغو چې کمېسیون خپله خپلواکي ثابته نه کړي، ستونزه به دوام لري. له بله اړخه حکومت باید په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې ثابته کړي چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنه نه کوي. د دې تر څنګ خلک په جدي او قصدي ډول غواړي چې ټاکنې حوزوي شي، ځکه په ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو له امله په لوی لاس د یوې برخې استازي ولسي جرګې ته لاره نه شي موندلی. همدا اوس په غزني کې دا ستونزه جدي ده او خلکو د کمېسیون دروازه تړلې ده او په دوولسو ولسوالیو کې یې ټاکنې تحریم کړې دي. د دې تر څنګ په وردګو کې چې خلک نوملیکنه نه کوي، دلیل یې روښانه دی چې هلته خلک د حوزوي ټاکنو غوښتنه کوي. په ګڼو نورو ولایتونو کې هم همدا حال دی. له بله اړخه امنیت لا هم جدي ستونزه ده او پکار ده چې په دې برخه کې پیاوړي ګامونه واخیستل شي. دغه راز د نوملیکنې پروسیجر باید نور هم اسانه شي.

اوس خلک نوملیکنه نه کوي او د نوملیکنې لپاره مشخصې غوښتنې لري، خو کمېسیون او حکومت د خلکو د غوښتنو د منلو پر ځای یوازې هڅونه کوي. دا په دې مانا ده چې دوی نه غواړي خلک نوملیکنه وکړي. د ټاکنو لپاره د کمېسیون او حکومت اوسنۍ کړنې د ټاکنو د مسخره کولو په مانا دي. که خبره همداسې وي لکه اوس نو په ځینو ولایتونو کې تر لسو زرو کم کسان په ټاکنو کې برخه اخلي، لویې برخې به ټاکنې تحریم کړي وي او له دېرشو میلیونو وګړو به یوازې دوه میلیونه په ټاکنو کې برخه اخلي. دا چاره په رښتیا د ټاکنو مسخره کول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x