افغانستان

کابل: په غبرګو چاودنو کې د خبریال په ګډون ۸ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل په شش درک سیمه کې د دوو پر لپسې چاودنو له امله تر اوسه د ۸ تنو د وژل کېدو او ۲۰ تنو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

لومړۍ چاودنه د ملي امنیت ودانۍ ته نیژدې شوې، کله چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه، ژورنالیستان او خلک را ټول شول، دوهمه چاودنه هم وشوه.

ځیني عیني شاهدان وايي چې دوهمه چاودنه د شش درک سړک په لومړي سر کې شوې او د لومړي چاودني د ځای سره لږ فاصله لري.

ځیني سرچیني وايي چې په چاودنه کې د فرانس پریس انځورګر خبریال شاه مری «Shah Marai Faizi» هم وژل شوی دی.

ویل کیږي چي د ژوندون تلویزون خبریال «توخي» او د یک تلویزون خبریال «غازي» هم وژل شوی او د ازادي راډیو خبریال سباوون کاکړ مرګونی ژوبل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x