نړۍ

عراقي پاڅونوالو د عراق او شام سرحدونه ونړول

نن ټکی آسیا: امنیتي چارواکي وايي چې عراقي پاڅونوالو  د عراق- سوريې پوله د عامو خلکو پر مخ خلاصه کړې، دوی وايي چې دغه پولې او سرحدونو د استعماري ځواکونو لخوا پېړۍ مخکې جوړې شوې چې دوی ونړولې.

پاڅونوال په وینا دوی هدف له مدیترانې بحر څخه تر ایرانه د اسلامي خلافت جوړول دي.

د جمعې په ورځ پاڅونوالو د مالکي ځواکونو څخه د «القائم» ښار ونیولو.

رویټرز خبري آژانس د یوې سرچینې له خولې لیکلي کله چې د مالکي ځواکونو دا واورېدل چې القائم سقوط کړی، له پوځي قرار ګاه څخه وتښتېدل.

د تروریز خلاف د مبارزې ځواکونو د مطبوعاتو مشر سمیر الشیوالي رويټرز ته ویلي چې د «القائم» ځينې سیمې ددوی له لاسه وتلې وې خو د ښار په ځینو برخو لا هم دوی حکومت کاوه چې د جمعې په ورځ يې ښار هم له لاسه ووت.

«القائم» ښار د سوريې د «ابوالکمال» سیمې سره نښتې چې د څو کلونو راهیسې په کې د سوريې ازادي غوښتونکي حکومت کوي. اوس دغه پوله د عامو خلکو په مخ خلاصه شوې، خلک بې پاسپورته او بې تابعیته تګ راتګ کوي، پاڅونوال وايي چې دوی پولې نه مني، اسلام کې پولې او سرحدونه نشته.

شننونکي وايي چې شیعه ګان د عراقي پاڅونوالو له دغه پرمختګه په سخته ویره کې دي. ایران مستقیما په عراق کې مداخله وکړه او عراقي شیعه ګانو بیا ددغه پاڅون خلاف نظامي تربیت پیل کړ.

پرون مقتدی الصدر خپلو پلویانو ته امر وکړ چې د بغداد لارو ته دې په پوځي یونیفارمونو کې  راووځي.

د عراقي پاڅونوالو پرمختګ لویديځه نړۍ هم ویرولې، امریکا ۳۰۰ ځانګړي ځواکونه عراق ته ولیږ او د برتانیا لومړي وزیر تېره ورځ ویره ښوولې چې دغه پاڅونوال د برتانیا ملي ګټو ته خطر جوړیدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x