fbpx

د پلار وصيت

ژباړه: غنچه ګل ارمان

وايي چې د يوه کلي د مشر څلور زامن وو. کله يې چې د ژوند پاڼه ژېړه شوه، خپل خادم يې راوغوښت او ترې ويې غوښتل چې څلور صندوقونه او ور سره قفلونه راوړي. خادم صندقونه او قفلونه راوړل او د مشر مخې ته يې کېښودل. مشر په هر يوه صندوق کې پټ څه شی کېښودل، بيا يې په صندوقونو کې د خپلو زامنو د يوه، يوه نوم پر کاغذ ليکلی واچاوو او خپل زامن يې راوغوښتل. مشر خپلو زامنو ته وويل:

“زامنو! دا نړۍ تېرېدونکې ده او له هيچا سره وفا نه کوي. مرګ يو حتمي حقيقت دی چې پر هر چا راځي. ما خپل شته ستاسې تر مينځ په عادلانه ډول ووېشل. د هر يوه برخه مې په دې صندوقونو کې ايښې. ما چې کله رخصت واخيست، هر يو دې خپل صندوق واخلي او څه شی مې چې ورکړي، په همغو دې صبر وکړي. که بيا مو هم په مينځ کې پر څه شي شخړه راغله، نو د هغې فلانۍ سيمې قاضي ته به ور شئ، هغه به مو په مينځ کې پرېکړه وکړي. نور تاسې ته سوکاله او ښېرازه ژوند غواړم او له تاسې هم هيله لرم چې په دُعاګانو کې به مې نه هېروئ”.

د خدای کارونو ته ګوره چې څو ورځې وروسته مشر پور پرې کړ. د پلار له مړينې څو ورځې وروسته په څلورو وروڼو کې مشر ورور وويل چې راځئ هغه صندوقونه راواخلو، خلاص يې کړو او هر يو خپله برخه واخلو. وروڼو صندوقونه را واخيستل او خلاص يې کړل.

د مشر ورور په صندوق کې توره، د مشرۍ ټاپه او بيرغ ايښي وو.

د دوهم ورور په صندوق کې شګې او تيږه ايښې وې.

د درېيم ورور په صندوق کې هډوکي ايښي وو.

او د څلورم او کشري ورور په صندوق کې سره زر او سپين زر ايښي وو.

د پلار دا عجيبه وېش چې زامنو وليد، جوړ پرې را نه غلل. لومړيو درېوو وروڼو فکر کاوو چې پلار يې هر څه کشر زوی ته ورکړي. په دې وخت کې يې د پلار هغه وصيت ور ياد شو چې ويلي يې وو چې که په مينځ کې مو څه خبره راغله، نو د هغې فلانۍ سيمې واکمن او قاضي ته ورشئ. هماغه وو چې څلورو واړو پرېکړه وکړه چې هغه قاضي ته ورشي. که څه هم هغه سيمه ډېره لرې وه، مګر د پلار وصيت يې همداسې وو او بله چاره يې نه وه. د سفر توښه يې له ځان سره واخيسته، هر ورور خپل څوری پر شا کړ او د قاضي د سيمې په لور وخوځېدل.

څلورمه برخه لاره يې چې ووهله، ګوري چې په لارې کې يو کوچنی مار پروت دی. کشري ورور يې چې وار پرې وکړ، ترې خطا شو. مار په غوسه شو او د دوی په لور را روان شو. مار خوله خلاصه کړه او خوله يې دومره لويه شوه لکه ښامار. دوی هم دوه خپلې کړې او دوه پردۍ او په تېښته يې ځان ترې خلاص کړ.

لاره يې چې نيمايي ته ورسوله، ګوري چې هلته يوه شاړه او وچه ولخه ځمکه ده او يو چاغ اوښ پکې ګرځي راګرځي چې د وچې او بې وښو ځمکې هېڅ نښې نه پرې ښکاري. لږ مخکې چې لاړل، هلته په هر ډول شنو وښو پوښلې ورشو وه مګر يو داسې ډنګر اوښ پکې ګرځي ته به وايې چې په ژوند کې يې واښه په سترګو نه دي ليدلي. دا هم ډېره عجيبه ور ته ښکاره شوه چې څنګه هلته ډکی واښه نه وو او داسې څورب اوښ پکې ګرځېده ته به وايې چې د باچا په اخور لوی شوی او دلته دغسې شين څړځای دی او داسې خوارينجی اوښ پکې ګرځي ته به وايې چې په مياشتو دې نهار تړلی.

لږ نور هم چې مخکې لاړل، ګوري چې هلته يو مرغه دی چې د دوو بېرو تر مينځ الوځي را الوځي. پر يوې بېرې چې کښيني، دا تکه شنه شي او هغه بله مړاوې شي او چې له دې والوځي دا مړاوې شي او هغه بله شنه شي. دې پېښې ته هم هک پک شول.

په تګ، تګ کې د هغه قاضي کلي ته ورسېدل. هلته يې د قاضي د کور پوښتنه وکړه او چې د کلا ور يې ټک، ټک کړ، يو سپين ږييييری سړی ور ته راووت چې په سترګو يې هم سم څه شی نه ليدل. دوی پوښتنه ترې وکړه چې قاضي صيب شته؟ هغه وويل چې هو کور کې دی، هغه زما مشر ورور دی او هاغه يې کور دی. په خپلو مينځونو کې يې وويل چې دا يې لا کشر دی چې دومره سپين ږيری او بې سېکه دی، هغه مشر به يې څنګه وي او زمونږ جرګه به څنګه وکړي. بيا يې وويل چې راځئ اوس خو دومره راغلي يو، يو وار خو ور شو. د قاضي د کور ور يې چې وټکاوو، يوه ښځه وره ته راغله او ستړي مه شي يې ور سره وکړل. دوی ترې د قاضي پوښتنه وکړه چې کور کې دی، هغې وويل چې هو کور کې دی تاسې دې مېلمستون کې کښېنئ اوس به راشي. ښځې دوی ته چای راووړ او ور ته ويې ويل چې د قاضي صيب لږه سترګه سره ورغلې او چې تاسې تر څو چای څښئ، هغه به هم راپاڅيږي. دوی لا چای نه وو خلاص کړی چې يو شين غاړی خو ښه تندرست سړی راغی. سلام يې واچاوو، جوړ په خير يې ور سره وکړل او نور مخامخ ور ته کښېناست.

له روغبړ وروسته قاضي وويل چې د پوښتنې عيب دې نه وي ورېرو څنګه مو پېښه راکړې وه؟

مشر ورور وويل چې اکا مونږ له هاغه فلاني ځايه راغلي يو او د هغه فلانۍ قبيلې د مشر بچيان يو. پلار مو دا څه وخت مخکې پور پرې کړ. له مرګه مخکې يې وصيت را ته کړی وو چې که په مينځ کې مو څه خبره راتله نو فلاني قاضي صيب ته يې ور وړئ. بيا يې وويل چې مونږ خو له هغه ځايه يوه مسئله له ځان سره راوړې وه، مګر په لارې کې څلور نورې هم پيدا شوې.

قاضي وويل چې راځئ اول دغه د لارې مسئلې رامخې ته کړئ. خدای دې وکړي چې زما د وسې خبره وي.

مشر ورور خبره شروع کړه:

په لارې چې راتلو، يو کوچنی مار مو رامخې ته شو او زمونږ دې کشري ورور چې وار پرې وکړ، يو وار مار په غوسه شو او خوله يې دومره خلاصه کړه چې نږدې يې څلور واړه خوړلي وو. څه په قسمتونو ترې خلاص شوو.

قاضي وويل: بچيانو دا شر دی. له لرې ځايه وړوکی ښکاري، او هر څوک کولی شي چې په څنګ ترې تېر شي. مګر که څوک ور پورې ولګېد، بيا غټيږي او سړی خوري.

قاضي وويل چې بله څه مسئله ده؟

بل ورور وويل: په لارې کې چې راتلو دوه اوښان مو وليدل، يو يې په ډېرې وچې ولخې کې ډېر چاغ وو او بل يې په شنې ورشو کې ډېر ډنګر. بيخي ور ته ګوته په غاښ شوو چې دا څنګه امکان لري.

قاضي ور ته وويل: چې دا چاغ اوښ هغه سړی دی چې ډېر څه نه لري، د ژوند ظروف يې ډېر ښه نه وي، مګر په هغه څه قانع وي چې خدای ورکړي، د خدای په ورکړو شتو کې که لږ هم وي، پر ځان او کورنۍ سپيره توب نه کوي او سره له دې چې ډېر څه نه لري، مګر ښه ژوند تېروي او زړه يې پکې خوشاله وي.

او دغه ډنګر اوښ هغه سړی دی چې خدای تعالیٰ پرې ډېر شته لورولي وي، مال او اولاد يې ورکړی وي، مګر دی د خدای شکر نه باسي، او داسې ژوند تېروي ته به وايې چې کاشکې مې لږ خيرات ورکړی وی. ټوله شپه دا چورتونه وهي چې څنګه يې نوره هم ډېره کړي. ټول وخت يې په راټولولو تيريږي او خوړلو ته يې وخت نه لري. د ځان او بچيانو غم خو څه کوې چې د لمسيانو، کړوسيانو، کوديانو، او کَوْسيانو په غم کې وي. لنډه دا چې هر څه لري مګر دی پکې خوار او زار وي.

قاضي وويل چې درېيمه مسئله وايئ:

يوه ځواب ورکړ چې په لارې کې مو يو مرغه وليد چې د بېرې د دوو ونو تر مينځ الوت را الوت. په يوې ونې کې به چې کښېناست هغه به شنه شوه او هغه بله به وچه شوه او بيا به چې هغې بلې ته ورغی هغه به شنه شوه او دا به وچه شوه.

قاضي وويل چې دا خو د دوو ښځو څښتن دی چې يوې ته ورشي هغه خوشاله شي او هغه بله بړوسه او بيا چې دې بلې ته راشي دا خوشاله شي او هغه بله بړوسه، بس د دوو ښځو والا دغسې ژوند وي.

په دې کې يې يوه ورور وويل چې هغې بلې مسئلې سره خو دلته ستاسې د کور مخ کې مخ شوو. چې د کلا ور مو وټکاوو، ستاسې ورور راووت مګر هغه ډېر سپين ږيری وو. چې ستاسې پوښتنه مو ترې وکړه، هغه وويل چې قاضي صيب زما مشر ورور دی او دغه يې کور دی. ته مو چې وليدې، ماشاءالله زمونږ د هيلې خلاف ته بيخي ځوان وختې. اوس پوښتنه دا ده چې د روغتيا راز مو څه شی دی چې ته له مشرتوب سره، سره ځوان يې او هغه له کشرتوب سره، سره سپين ږيری او ډېر کمزوری.

قاضي وويل چې زما د کشر ورور د سپين ږيرتوب لامل د هغه ښځه ده. د ښځې يې يو ګز ژبه ده او داسې تېره ده لکه توره. ورور مې ټوله ورځ کار وکړي او ماښام مې ورېنداره خپله چاړه ژبه ورپسې راوباسي. هره ورځ يې د جنګ له پاره يوه موضوع پيدا کړې وي. که تازه څه موضوع پيدا نه کړي، يا د تېرو پنځو کالو لانجې راسپړي او يا د راروانو پنځو کلو، خو د جنجال له پاره يوه موضوع خامخا پيدا کوي. خدای دې دی په خير سره ترې خلاص کړي.

او زما ښځه ډېره ښه ښځه ده. نه مې په خوشې تاويلي ماويلي زړه خوري او نه په هر کار کې کار لري. پاک لمنې او امينه ښځه ده او خوشې، خوشې لانجې نه را ته ګوري او زړه مې ساتي. دا اوس چې تاسې راغلئ، زما لږې سترګې سره ورغلې وې، هغې زه نه وم راويښ کړی او تاسې ته يې چای راوړی وو. زه هم راويښ شوم او دا دی اوس ښه په دمې کې تاسې ته راغلم. بيا يې وويل چې زما د نېکمرغۍ راز په دې کې دی.

بل ورور وويل چې پنځمه مسئله زمونږ هغه اصلي مسئله ده چې له کوره مو راوړې. بيا يې وويل چې مونږ د فلانۍ قبيلې د مشر زامن يو او پلار مو په ژوندينې مونږ ته برخې راکړې وې او په صندوقونو کې يې ايښې وې. پلار مو را ته ويلي وو چې دا صندوقونه به يوازې د هغه له مړينې وروسته خلاصوئ. کله مو چې د هغه له مړينې وروسته صندوقونه خلاص کړل، هغه څه عجيبه غوندې وېش کړی وو.

د لومړي ورور په صندوق کې توره، د مشرۍ ټاپه او بيرغ وو.

د دوهم ورور په صندوق کې شګې او تيږه وې.

د درېيم ورور په صندوق کې هډوکي وو.

او د څلورم ورور په صندوق کې سره او سپين وو.

پلار مو دا هم را ته ويلي وو چې که په مينځ کې مو څه خبره راغله نو تاسې ته يې بايد راوړو. اوس مونږ د پلار له وصيت سره سم تاسې ته راغلي يو. تاسې زمونږ په مينځ کې د خدای له پاره يوه عادلانه پرېکړه وکړئ او چې تاسې څه پرېکړه وکړه، مونږ يې په سر او سترګو منو.

قاضي وويل: ستاسې پلار ډېر هوښيار سړی وو. هر يوه ته يې هغه برخه ورکړې چې وړ يې وو.

د چا په برخې چې توره، ټاپه او بيرغ رسېدلي، هغه د پلار پر ځای د قبيلې مشر دی. تاسې ټول يې بايد مشري ومنئ او په غټو او برخليکي مسائلو کې يې بايد د قبيلې لوی او واړه خبره ومني.

چا ته يې چې شګې او تيږه ورکړي، هغه ته يې ځمکې او کورونه ورکړي.

د چا په برخه چې هډوکي رسيدلي، هغه ته يې څاروي، آسونه، اوښان، غواګانې، مېږې او اوزې ورکړي.

چا ته يې چې سره او سپين ورکړي، هغه ستاسې تر ټولو کمزوری دی. د ده برخه په ټولو کې کمه ده، له ده سره به وخت په وخت مرسته کوئ.

د دې خبرو په اورېدو سره څلورو واړو وروڼو په دې پرېکړې لاسونه پورته کړل او قاضي ته له کور-وداني ويلو وروسته روان شول.

درس:

انسان په ژوند کې له ډول، ډول پوښتنو او معماګانو سره مخ کيږي. د دې پر ځای چې سړی يې په اړه د شخصي انګېرنو پر بنسټ پرېکړه وکړي، بايد په اړه يې د موضوع له متخصصونو څخه وپوښتي. د هرې موضوع په اړه يوازې پر خپل عقل بسوالی د هوښيارۍ نه، بلکې د سرتمبګۍ نښه ده. د دې معنیٰ دا نه ده چې سړی بايد خپل عقل ته په ټيټه سترګه وګوري، بلکې معنیٰ يې دا ده چې سړی بايد د خپل عقل تخصصي مجال وپېژني او په هرې لويې او وړې پوښتنې کې يې قاضي نه کړي. ډېر کسان، ان غټ، غټ فيلسوفان، له دې کبله د بې لارۍ کندو ته غورځيدلي چې تخصصي نظر يې بابيزه ګڼلی او په خپله يې د هر شي په اړه د پوهېدو هڅه کړې. ډېر کله عادي انسان ته يو شی يو ډول ښکاري، مګر د هغه مجال متخصص ته بيخي بل ډول. ماشوم ته سکروټه ډېر ښايسته شی ښکاري او زړه يې غواړي چې لوبې پرې وکړي، مګر لويانو ته بيخي بل ډول ښکاري. کټ مټ همدا ډول عادي انسان ته کېدی شي يو کار خير ښکاره شي، مګر هغه به په اصل کې شر وي.

ځکه نو، سړی بايد په ژوند کې د داسې جنجالونو او معماګانو په اړه چې د تخصص له ډګره يې باندې وي، د اړوند ډګر د متخصص نظر تر لاسه کړي. همدا هوښياري ده، او د دې خلاف کار ناپوهي او سرتمبګي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د