پاکستان نه غواړي افغان پریمیئر لیګ عربي اماراتو کې ترسره شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو او د هندي کمپنۍ لخوا د افغان غوره لیګ سیالۍ تړون لاسلیک شو چې د اکتوبر په میاشت کې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

کرېکټ بورډ چارواکو په دې لړ کې د عربي اماراتو مشرتابه سره خبرې کړې وې او ددې خبرې پخلی یې کړی و چې دغه غوره لیګ به په عربي اماراتو کې د شارجه په لوبغالي کې ترسره شي.

خو اوس تازه راپورونه وایي چې پاکستان نه غواړي افغان پریمیئر لیګ عربي اماراتو کې ترسره شي او ددې لپاره یې عربي اماراتو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې دوی دې پخپلو لوبغالو کې له ۲۰۱۸م اکتوبر میاشتې څخه تر ۲۰۱۹م مارچ میاشتې پورې هیڅ کومې نورې لوبې نه ترسره کوي.

دوی د عربي اماراتو چارواکو ته اخطار ورکړی چې نورو لوبو ته باید اجازه ورنکړل شي، که چیرې داسې وي دوی به خپلې لوبې له عربي اماراتو څخه مالیزیا ته انتقال کړي.

ویل کیږي چې عربي اماراتو پاکستان ته «هو» کړې، د پاکستان کرېکټ بورډ غواړي په دې لړ کې له عربي اماراتو څخه لیکلی خط واخلي، او ددې لپاره یې دوی ته ۴ ورځې وخت ورکړی دی.

اټکل شوې ده چې د افغان پریمیئر لیګ لومړی پړاو سیالۍ به په عربي اماراتو کې د روان کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شي، چې ددې ترڅنګ به د لس اوریزو سیالۍ هم په دغه وخت کې پيلیږي.

پاکستان کرېکټ ځکه په عربي اماراتو کې نورو لیګونو او سیالیو ته اجازه نه ورکوي چې ددوی د پي ایس ایل او د خپل کوربه توب لوبې په عربي اماراتو کې ترسره کیږي، او په دې سره به ددوی مینوال کم شي او ددوی تجارتي سیالیو ته به سخت ټکان ورسیږي.

ویل کیږي چې د همدې لامله پاکستان کرېکټ بورډ مالیزیایي چارواکو سره په دې اړه خبرې هم روانې کړي، او اټکل کیږي چې ددوی راتلونکې پي ایس ایل لیګ څو سیالۍ او د استرالیا او نیوزېلنډ سره پخپل کوربه توب سیالۍ هم په مالیزیا کې ترسره کړي.

پاکستان هېواد کې چه له ۲۰۰۹م کال راهیسې د خراب امنیت له کبله هیڅ کومې سیالۍ نه دي ترسره شوي، تر دې دمه خپلې کوربه سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کوي چې د نورو لیګونو په زیاتوالي ددوی د لوبو بازار خراب شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د