نړۍ

مصر: اسکندریه کې ۹۰۹ مسجدونو وتړل شول

د اسکندريې د اوقافو وزرات پرون شنبه /غبرګولی ۳۰مه/ ۲۵۹ نور د لمانځه ځایونه تړلي او ویلي يې دي چې دغه ځایونه د قانون  سره سم نه دي. ددغو ۲۵۹ لمانځه ځایونو د تړلو سره په اسکندریه کې د تړل شوو  جوماتونو او لمانځه ځایونو  شمېر تر ۹۰۹ ورسېد.

د اسکندريې د اوقافو د وزرات معین  محمد نور ویلي چې هغه د لمانځه ځایونه چې د قانون مادې پرې سمې نه تطبیقیږي تړلي دي، دی وايي چې ۱۵ نور خطیبان چې د اوقافو د وزارت اړوند جوماتو کې یې امامت کاوه،  نیولي دي. د نور په وینا د مخالفو خطیبانو شمېر ۷۵ ته رسېدلی دی.

د اوقافو وزرات معین تېره ورځ ۶۵۰ مسجدونو او لمانځه ځایونه د اسکندريې په ولایت کې له دې امله وتړل چې د قانون له مادو سره مخالف وه.

دی وايي چې ۶۰ خطیبان یې له دې امله نیولي چې له دولته یې رسمي اجازت نامه نه درلوده او د ازهر علما نه وه.
هر ځای او هر څوک اعتکاف نشي کولای

په مصر کې  د اوقافو وزرات همدا راز په روژه کې د اعتکاف لپاره نوي شروط او ضوابط ایښي. دې ځل ته روژه کې به اعتکاف د ازهر د خطیبانو او امامانو تر څارنې لاندې ترسره  کیږي او یواځې به په جامع مسجد کې  کیږي.

د اوقافو وزرات په دغه نوي قوانینو کې دا هم راغلي چې اعتکاف کوونکی به د جومات د سیمې اوسېدونکی وي او د جومات اداره به یې پيژني همدارنګه د اعتکاف څخه یوه اونۍ مخکې  له دوی سره نوم ثبت کړی وي.

د جوماتونو تړل او په اعتکاف شروط لګېدلو اجراات تر هغه وروسته پیل شول چې په تېر جولایي میاشت کې جنرال سیسي په منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي کودتا وکړه او له کودتا وروسته مؤقت جمهور رئیس عدلي منصور  نوی قانون تصویب کړ چې جوماتونو امامت او خطابت به د ازهري علماو پرته بل څوک نه کوي، ددغه قانون له تصویبیدو سره یواځې په قاهره کې سلګونه جوماتونه وتړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x