افغانستان

کابل: په ننۍ پيښه کې د ۸ خبریالانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي، ۴۱ ټپيان دي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل په شش درک سیمه کې نن دوه غبرګې چاودنې وشوې چې له امله د عامې روغتیا وزارت په وینا د ۸ تنو خبریالانو په ګډون ۱۸ تنه ووژل شول او د ۴۱ تنه نور ټپيان شول.

په ټپيانو کې هم خبریالان شته چې اکثره یې د دوهمې چاودنې قربانیان دي.

د راپورونو سره سم لومړی د شش درک پر سړک د ملي امنیت یوې پوستې ته نیژدې د موټرسایکل په واسطه سرتیری برید وشو چې له امله یې څلور تنه مړه او یو شمېر نور ټپيان شول، خو وروسته چې د ټپيانو او مړو د انتقال لپاره سیمې ته امنیتي ځواکونه، ځان ژغورونکي او ژورنالیستان ورسیدل، دوهمه چاودنه وشوه چې له امله یې د خبریالانو په ګډون ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله ورسیده.

ویل کیږي چي دوهمه چاودنه هم د یوه سرتیري بریدګر په واسطه را منځته شوې چې ځان یې د ژورنالیست په رکم جوړ کړی وو او یوه کامره هم ورسره وه.

په دغه چاودنه کې تر اوسه د ۸ تنو ژورنالیستانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی چې په هغو کې د فرانس پریس اژانس انځورګر خبریال شاه مری فیضي، د یوه تلویزون خبریال غازي رسولي، د ازادي راډیو خبریال عبادالله حنانزی، د ژوندون تلویزون خبریال «توخي»، د طلوع نیوز یوه عکاس او ځیني نور خبریالان په ټپیانو او وژل شویو کې شامل دی.

د ښه ځنډ وروسته د داعش ډلې ته منسوب د اعماق اژانس د پيښې مسؤولیت په غاړه واخیست.

انځورونه:

 

د یک تلویزون خبریال: غازي رسولي

د ازادي راډیو خبریال: سباوون کاکړ (ټپي).

د فرانس پریس خبریال: شاه مری فیضي
د ازادي راډیو خبریال: عبادالله حنانزی

ځیني نور وژل شوي خبریالان:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf khan sulemankhil

یا اللہ رحم وکڑی

Zadran

دا هم د ظلمونو له لړی څخه یو بل غټ ظلم،دی ته وایی وحشت،دهشت،او سل په سلو کی تروریزم.دا جهاد نه دی،او دا مجاهد کار نه دی.شپی د لوږی قیامت،او د روځی ،تروروستانو قیامت،په موږ افغانانو باندی ،شپه او ورځ قیامت دی.هره ورځ په وینو سره وو.هره ورځ ماتمونه،هره ورځ غمونه،ورور وژنه ده چه جاری ده،او تر څو به جاری وی هیڅ نه پوهیږو.راځی چه ټول الله ج ته لاس په دعا شو،او له الله ج وغواړو چه یا الله نور مو د د ظالیمانو ،(طالیبان.داعش،فاسد دولت)څخه خلاص کړی.ټولو شهیدانو ته جنتونه. او وارثانو ته یی صبر جمیل غواړم

پوپل

تر هغی به جاری وی تر څو دجال ماما او غلامانو کده یی بار شوی نه وی او بیا داعش خو د هماغه دجال اولاده ده

بریالی "سعیدی"

الله دی دافغانستان دحق لاری شهیدان تول وبخی واینده دی الله ج پردی مظلوم خلقو رحم وکری

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x