نړۍ

واشنګټن پوسټ: له ۴۰۰ زياتې امريکايي بې پيلوټه الوتکې بېلابېلو پېښو کې له منځه تللي

نن ټکی اسيا: له امريکا څخه خپرېدونکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې ۲۰۰۱م کال را په دېخوا د امريکايي پوځ له ۴۰۰ زياتې بې پيلوټه الوتکې د بېلابېلو پېښو له امله له منځه تللي دي.

په دغو بې پيلوټه طيارو کې بريډاتور، ريبر او ګلوبل هاکس نومې بې پيلوټه شاملې دي.

واشنګټن پوسټ زياتوي، چې د يو کال پرله پسې تحقيق او پلټنې وروسته د ۵۰زره پاڼو ليکل شوي راپور کې ويل شوي، چې ۲۰۰۱م کال را په دېخوا د امريکايي پوځ ۴۱۸ بې پيلوټه طيارې د بېلابېلو پېښو له امله له منځه تللي دي، خو بشري زيانونه نه لري.

راپور زياتوي، چې د پيلوټانو د تخنيکي تېروتنو، د هوا د خرابۍ، او ګڼو نورو ستونزو له امله افغانستان، امريکا، عراق، پاکستان او ګنو نورو هيوادونو کې د بې پيلوټه الوتکو د پرېوتو سلګونه پېښې شوي دي.

واشنګټن پوسټ د خپلو معلوماتو پر اساس وايي، چې د بې پيلوټه طيارو د پريوتو له نيمې زياتې پېښې افغانستان او عراق کې شوي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د بې پيلوټه الوتکو د پريوتو دومره شمېر سړی حيران کړي او د امريکا لپاره د ميلونونو ډالرو زيان دی، چې د بې پيلوټه په ټول تاريخ تر ټولو زيات عسکري او مالي زيان ګڼل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x