پاکستان: ایم کیو ایم د حکومت څخه لاس واخیستی

MQM----608(نن ټکی آسیا) د پاکستان ایم کیو ایم پارټی د حکومت څخه لاس پورته کی، او فیصله یی کړې چې نور به په اپوزیشن کی کښینی.. د ایم کیو ایم او پیپلز پارټی چی اوس په اقتدار کې ده د خو ورځی راهیسی مذاکرات روان وه..مګر داسی مالومیږی چی هغه خبری ناکامی شولی … او ایم کیو ایم فیصله کړی چې په اپوزیشن کی کښینی… دا به د پاکستان حکومت کمزوری کې مګر تر اوسه لا نه ده معلومه چې حکومت ته څومره تاوان ورسیږی.. مګر ایم کیو ایم اوس هم د حکومتی پارټی سره په سنده ولایت کې سره یو ځای دی.

 

 ایم کیو ایم د پاکستان یو غټه پارټی ده چې تقریبا په کراچې کې چې د پاکستان تر ټولو مهم ښار دی .. مسلط دی او ټوله اکثریت او زور یی هم هلته دی … او پارلمانی نمایندګان یی د همدې ښار څخه اکثره انتخابیږی..

مشر یی الطاف حسین نومیږی، او هغه تقریبا د ۱۷ کالو راهیسی په جلا وطنی کې ژوند تیره وی.. او کله کله په جلسو کې خپلو عوامو او کارکنانو ته په ټلیفون باندی خطاب کوی..

ایم کیو ایم یا مهاجر قومی مومنټ نه غواړي چې په کراچې کی د هندوستان د مهاجرو څخه ماسیوا څوک اکثریت شی.. نو ځکه یی همیشه د پښتنو سره په دې شخړه وی چې هغوی غواړی په کراچې باندی مسلط شی او مځکی قبضه کوی او خپل وګړی په ښار کی ډیره وی.. او همیشه دوی پښتانه په تروریست او نورو نومانو تعبیره وی..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.