takani aw darghalai

د درغلیزو ټاکنو خطرناکې پایلې – سرمقاله

تیره ورځ د پکتيا والي جمعه خان همدرد په مزارشریف کې تریوه مرګوني برید لاندې راغی چې په ترڅ کې دری تنه ساتونکي مړه او څو نور ژوبل شول .

نن بیا په کابل او ځینو نورو ښارونوکې ډاکټر عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته امر کړی چې په کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه اعتراضي مظاهرې وکړي.

له بلې خوا نن په کابل کې د یوناما دفتر په خپلې یوې رسمې غونډې کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د قسمي پايلو اعلانول وځڼډول.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني د تېرې پنجشنبې په ورځ ويلي وو، چې د دوهم پړاو ټاکنو لومړۍ ٣٥ سلنه قسمي پايلې به د شنبې ورځ اعلان شي.

پورتنیو امنیتي او سیاسي ګډوډیو ته په کتو سره داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې او د هغو متوقعې پایلې له یوه سخت بحران سره مخ شوې دي.

هغه د انتخاباتي پروسي ملاتړي او پلویان کومو چې مخکې یادې ټاکنې دځان په ګټه بللې او د هغوی په ترسره کیدویې ټینګار کاوه نن یې له درغلي ډکې لعنتي ټاکنې بولې او له خپلو پلویانو غواړي چې د هغو د پایلو پرخلاف لاریونونه وکړي.

همداراز د ملګرو ملتونه مؤسسه اوپه هغې پوري اړوندارګانونه چې تر ټاکنو له مخه یې د هغو تر سره کول د افغان ولس یوه تاریخي کارنامه او هغه یې یوه بریالۍ پروسه بلله اوس د خپل مخکیني نظر برخلاف له درغلي ډکې بولي او د پایلو اعلانول یې ځنډوي.

د ټاکنو د جنجالي پروسې په اړه دغه ټولې ناخوالې تصادفې نه بلکې د دغو ټاکنو د تمویلوونوکو لوریو امریکایانو او د ملګروملتونولخوا یوه پلان شوې دسیسه وه چې د عملي کیدو لپاره په دقیقه توګه پلان ګذاري شوی وه.

اوس به د دغه انتخاباتې بحران دهواري لپاره د امریکایانو په دستور او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب داسې یوه معامله کیږي چې د ولسمشریزو ټاکنو ټول ناکام او کامیاب کاندیدان به ورکي رایوځای او ټولوته به ورکي د دوی د پوځي او سیاسي ثقل په اندازه برخه ورکول کیږي چې په دې سره به راتلونکی حکومت یوه منتخب حکومت نه ، بلکې یو ایتلافي سازشي کمزوری حکومت وي چې تر افغاني منافعو مخکې به یې امریکايي مصلحت پالنه اساسي مکلفیت وي ، او د ټاکنو په نوم چې کومې غورځې پرځې وشوې ، کومې ویني وبهول شوې او کومې ګوتې پری شوې هغه به ټولې همداسې د دیموکراسي د تحقق د لارې غیرمثمرې قربانۍ وي چې غم او درد به یې یواځې د قربانیانو په سر تیرشوي اونور به ورباندې هیڅ کومه ګټه نه وي مرتبه.
هغه څه چې امریکایانو او ملګرو ملتونو له دغو مصطنعو او درغلیزو ټاکنو څخه د محصول په توګه ترلاسه کړل هغه د افغانانو ترمنځ د قومي او لساني تعصبونو راپارول وه چې په نتیجه کې یې د هیواد په بیلابیلو برخوکې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول او نوره هم لا دغه خطرناکه دسیسه د افغان متحد ولس په منځ کې د خپریدو په حال کې ده .

هغه څه چې زمونږ د هیواد په دغه حساس پړاوکې مسلم اوثابت حقیقت دی هغه دا چې د یرغلګرو د اشغال تر سیوري لاندې د شفافو او له درغلیوڅخه پاکو ټاکنو ترسره کول یوناشونی کار دی، اوهغه څوک چې د اجنبیانو په دستور د دغه ناشوني کار په ترسره کولو سره لاهم د ملت د تیر ایستلو هڅه کوي هغه به یوه ورځ نه یوه ورځ خامخا دملت له محاکمې سره مخ او بیا به د ملت په محاکمه کې د خپلو اعمالو جزاویني.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د