روغتیا

له خوبه ناوخته پاڅېدل مو عمر لنډوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د شپې لخوا د ناوخته بيده کېدو ډېر لاملونه کیدی شي، خو اکثر خلک د ورځیني کارونو پوره کولو لپاره د شپې ناوخته ویخ پاتې شي، خو باید خبر اوسئ چې د شپې لخوا ناوخته بیده کېدل او د ورځې ناوخته پاڅېدل به مو ژوند له خطر سره مخ کړي.

د بیولوژي علماو د انګلستان په سوری Surrey پوهنتون کې د یوې څيړنې له مخې ویلي، هر هغه څوک چې د شپې لخوا تر ناوخته ویخ پاتې کیږي، پر سګریټو څکولو روږدي وي، ډېره ډوډۍ خوري، خپه وي او یا هم د مخدره موادو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د ډوډۍ په استعمال کې ناسم خواړه خوري.

په نړیوال ژورنال Chronobiology International کې د یوې خپرې شوې مطالعې په ترڅ کې ویل شوي چې هغه کسان کوم چې ناوخته راپاڅیږي نسبت نورمال کسانو ته ۳۰ سلنه د شکر ناروغۍ، ۲۲ سلنه د تنفس ستونزې او ۹۴ سلنه رواني ناروغي ورته پیدا کیږي.

په دغه مطالعه کې ویل شوي چې څیړونکو د ژوند ژغورلو په اړه بحث کولو کې وموندله چې له وخت وړاندې مړینې بنیادي لامل د شپې لخوا د خوب څخه محرومیت دی.

د عربي ۲۱ ورځپاڼې راپور وایي چې په ۲۰۱۲م کال کې د امریکې په یوه پوهنتون کې هغه وخت یوه څیړنه ترسره شوې وه کله چې دغه هېواد یو ساعت وخت وړاندې کړی و، دغه مهال هغه ناروغان چې د زړه حملې پرې راغلې وې د خپلو وختونو د ګډوډیدو له امله ۱۰ سلنه زیات شوي وو.

خو، د ښه ژوند تېرولو لپاره په کار دي چې مونږ پخپل ورځیني کارونو کې ژور بدلون راولو، قرباني ورکړو او اضافي کوښښ وکړو، که چیرې د شپې لخوا ناوخته بیده کیږو او د ورځې ناوخته راپاڅیږو لومړی باید دغه ناوړه عادت ورک کړو، ځکه چې دغه عادت مو عمر لنډوي او هیڅوک نه غواړي عمر یې لنډ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx