افغانستان

کندهار: په چاودنه کې ملكيانو او بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۷ل): نن غرمه نژدې یوولس بجی د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان سرتيری بريد ترسره شو چې ویل کیږی بهرنيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مشر قسیم افغان تأيید کړې چې د يادې ولسوالۍ اړوند په عبدالله کلي کې پر بهرنيو ځواکونو سرتیری برید ترسره شوی دی. خو هغوی ته د اوښتي مرګ ژوبلې او د هغوی د هویت په اړه یې له تفصیلاتو ورکولو ډډه کړې ده.

بلخوا ځینو ځايي سرچينو د شپږو رومانيايي عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی خو د مړو په اړه چوپه خوله دي.
د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي چې دوی ته د پيښې په تړاو خبرونه رسیدلي خو لا یې په اړه معلومات را ټولوي.

د کندهار امنیتي سرچینو ویلي چې په دغه چاودنه کې ۱۱ تنه ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

یو تن عیني شاهد وایي چې بهرنیو ځواکونو له چاودنې وروسته پر عامو خلکو او ماشومانو ډزې وکړې او تر شلو پورې خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې له امله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د کندهار د پولیسو مرستیال ویاند مطیع الله هلال هم د پيښې په تړاو ویلي چې په پېښه کې ۱۱ تنه ماشومان چې د پيښې ځای ته نیژدې په یوه مسجد کې په سبق ویلو بوخت وه، ووژل شول او د ماشومانو په ګډون ۹ تنه نور ملکیان ټپیان شول.

نوموړي د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د څرنګتیا په اړه څه نه دي ویلي. خو ویلي يې دي چې په دغه پېښه کې ۵ رومانیايي عسکر او دوه پولیس ټپيان شوي دي او د بهرنیو ځواکونو د کاروان یو شمېر موټر هم زیانمن شوي.

تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

#### ورځ د حساب کتاب راتلوونکي ده انشاالله . زه ووايم که دا ماشومان موتر بم شهيدان کړي وي او که بهرنيانو . مسوليت يي د مخامخ طاليب #### ته راجع دي . ووايم. ####

غ.حضرت

د انګریز خبیث عجبه شیطانی نقشه ده، له یوې لخوا د خپلو محلی وسله والو انډیوالانو پواسطه د ناټو غیر انګریزی قواوی په نښه کوی او له بلی خوا د ناټو عصبانی قواوی دې ته اړباسی چه زموږ بېګناه او معصوم کوچنیان او لویان را ووژنی.
هغه کسان چه د امریکائیانو سره د مخامخ جنګ ادعا لری لطفاً دی خپلی حملې د ملکی خلکو د اوسېدو د سیمی څخه لیری تر سره کړی.

اجمل

کشکی د دغه انګریز یهودی بچی خو د افغان مستعار نوم ځآنته نه وی ايښی ، دغه خبیث باید ځانته د ترمپ او اوباما په شان همجنسبازانو او ایجړا ګانو نوم ځآنته غوره کړی وی . دی څومره بی منظقه یادونه کوی : لمړی . وایی د حساب کتاب راتلونکی ده ، مګر دا یی نه ده ویلی چه د دجال او که د الله ج سره ؟ تاسی خو دجال خپل خدای ګڼی ، او په دغه خبیثو ګوتو د (( انشالله سبیڅلی کلیمه ) لیکی . دوهم: څومره ابلهانه او احمقانه لیکی [[ که موتر بم یا بهرنیانو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x