
ټاکنو کمیسیون: که نوم لیکنه همداسې روانه وي؛ درې میلیونو ته به يې شمېر ونه رسېږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي که د نوم لیکنې لړۍ همداسې روانه وي، نو د نوم لیکونکو شمېر به دریو میلیونو ته هم ونه رسېږي.
د ټاکنو د خپلواک کیمسیون ویاند شفیع جلالي وايي دوی هیله لري چې د نوم لیکنې لپاره په اعلان شوې موده کې باید په ۷۰۰۰مرکزونو کې ۱۴ میلیونه تنه نومونه ثبت کړي.
هغه وویل که د نوم لیکنې پروسه په همدې سرعت روانه وه، ښايي تر درې میلیونه تنه کم کسان په ټاکنو کې برخه واخلي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی د عامه پوهاوي لپاره په ګڼو ولایتونو کې د هوا له لارې هم تبلیغاتي پاڼې شيندلې دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د دې کمیسیون یو کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي هم وویل، چې د نوم لیکنې روانه پروسه د ډاډ وړ نه ده.
هاشمي سره له دې چې د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنو لپاره روانه پروسه د اندېښنې وړ بولي، د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند هم څرګندونې وکړي.
هغه وویل د ولسمشریزو ټاکنو لپاره يې سر له اوسه کار پیل کړی او په وينا يې د بودجې په اړه يې اندېشنه نشته.
محمد اشرف غني وړمه ورځ وویل، ولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت ترسره کېږي او په وینا يې تر ټاکنو وروسته به یوه دقیقه هم ارګ کې تېره نه کړي.
عبدالله عبدالله بیا خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ، چې د «جهاد او مقاومت» حوزه به په یووالي سره یو نوماند ولري.
د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د روانې پروسې پر ضد پرون هم په خوست کې ګڼو کسانو لاریون وکړي.
دوی د ټاکنو کمیسیون له برحاله وکیلانو سره پر پټې معاملې او ځينو حوزو پر تړلو تورن کړ.
په ورته وخت کې له تېرې پنجشنبې راهیسې په غزني کې هم د ټاکنو مرکزي دفتر تړل شوی او نوم لیکنه په ټپه ولاړه ده.
پرون محمد اشرف غني د شیعه علماوو ډله هم ارګ ته ور غوښتې وه.
وروسته له هغه چې د کابل په لوېدیځ کې د نوم لکینې پر یو مرکز چاودنه کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، د شیعه علماوو ټولنې پخپله اعلامیه کې پر خلکو غږ وکړ، چې د نوم لیکنې له پروسې سره دې پرېکون اعلان کړي او د سر په بیه دې دې مرکزونو ته نه ورځي.
په ارګ کې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د ټاکنیزو مرکزونو په خوندیتوب کې هڅې ګړندۍ کړي.