نړۍ

ټيليګراف: سنيان د اسلامي دولت ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګيږي

نن ټکی اسيا: له لندنه خپريدونکې “ټيليګراف” ورځپاڼې ليکلي، چې عراقي سنيان د پلازمېنې بغداد د نيولو په موخه د عراقي پوځ پر خلاف د اسلامي دولت ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګيږي.

ورځپاڼه د يو سني مشر أحمد الدباش له قوله ليکي، چې د دوی وسلوال د اسلامي دولت ځواکونو تر څنګ د عراقي پوځيانو پر خلاف جنګيږي.

الدباش وايي، سره له دې، چې د دوی او اسلامي دولت ځواکونو تر منځ فکري جوړښت نشته، مګر د بغداد د نيولو لپاره يې د اسلامي دولت د ځواکونو ملاتړ کړی دی.

دباش زياتوي، داسې ښکاري، چې نوري المالکي له واکه لاس نه اخلي او دوی به ډېر ژر د پلازمېنې بغداد پر لور چټک حرکت وکړي.

وروستي راپورونه وايي، چې نوري المالکي د يوازېتوب پر لور دی، ځکه چې عراقي او نړيوالو ټولنو له المالکي غوښتي، چې له واکه لاس پر سر شي او عراق کې بايد يو پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

پرون شنبه علي السيتاني، چې عراق کې د شعيه مذهب تر ټولو ستره فقهي مرجع او د المالکي ملاتړی بلل کيږي له نوري المالکي وغوښتل، چې خپله چوکۍ پريږدي او بايد عراق يو نوی پراخ بنسټه حکومت جوړ شي.

مګر نوري المالکي ټينګار کوي، چې دی به هيڅکله د خلکو په غوښتنه له واکه لاس وانخلي او تر اخري سلګۍ به داسلامی دولت او عراقي پاڅونوالو پر خلاف خپل مقاومت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x