افغانستان

ننګرهار چارواکي: مافيايي کړۍ د طالب او داعش په نوم وژنې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰غويي، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي د دوی موندنې ښيي، ګڼې امنیتي پېښې مافيايي کړۍ د طالب او داعش په نوم ترسره کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا‌ءالله خوږياڼی وايي څو داسې پېښې شوې، چې مسؤلیت يې داعش یا طالبانو ته منسوب شوی دی، خو عاملین يې نور څوک ثابت شوي دي.

هغه د نمونې په توګه وویل، څو ورځې وړاندې جلال اباد ښار کې یو موچي او دوه عسکر په جلا جلا پېښو کې ووژل شول، چې دواړه پېښې د مافیايي کړیو له لوري د پیسو په بدل کې ترسره شوې دي.

خوږياڼي دعوه وکړه چې طالبان یا هم داعش وسله وال کله کله د داسې پېښو مسؤلیت هم په غاړه اخلي، خو په وینا يې «دروغ وايي.»

سرچینې وړاندې زیاته کړه چې د پورته پېښو درې عاملین د دوی د ځواکونو له لوري ونیول شول، چې دوی اعتراف وکړ، د وژل شویو کسانو په بدل کې ورته ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

عطاءالله خوږياڼی وايي دې کسانو اعتراف کړی چې دوی ته پیسې ورکوونکي نه داعشیان دي او نه هم طالبان؛ د ده په وینا دا مافیايي کړۍ دي چې د دې ادارې د «بدنامولو لپاره کار کوي.»

یاده دې وي ننګرهار په دې وروستیو کې پرلپسې د چاودنو شاهد پاتې شوی دی، چې نن هم په غبرګو چاودنو کې د بهسودو ولسوالۍ جنايي امر او ګڼ امنیتی منسوبین وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x