ورزش

د افغانستان پر وړاندې د ویرات کوهلي نه لوبېدل او د مشر روزونکي څرګندونې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غویي، ۱۳۹۷ل): د هند لوبډلې وتلی ستوری ویرات کوهلي غواړي د انګلستان په غوره لیګ کې د برخې اخیستنې په خاطر د افغانستان په وړاندې لوبه کې برخه وانخلي.

ویرات کوهلي څه وخت وړاندې ویلي وو چې نوموړی غواړي په داخلي لیګونو کې زیات نه زیات ګډون وکړي او نور هم خپله توپوهنه پیاوړې کړي.

دده له دغو خبرو څخه څرګندېده چې نوموړی نه غواړي د افغانستان پر وړاندې په ټیسټ لوبه کې برخه واخلي، ځکه چې د انګلستان غوره لیګ سیالۍ د جولایي میاشتې په څلورمه نېټه پېل کیږي، په همدې لړ کې نوموړی غواړي دغې لیګ ته د تیارۍ لپاره تمریناتي لوبې ترسره کړي.

نوموړی د هند کرېکټ بورډ اجرائیوه کمیټۍ لخوا تر سخت غبرګون لاندې راغلی و، دوی ویلي وو چې ویرات کوهلي د افغانستان لوبډلې ته په ښکته سترګه ګوري او دا یو ډول سپکاوی دی، او باید د افغانستان پر وړاندې د لوبډلې برخه شي.

له بل پلوه د افغانستان ملي لوبډلې مشر روزونکي فیلیپ سیمونز ویلي وو چې که ویرات کوهلي لوبه کې وي یا نه، خو زمونږ هدف د هند لوبډله ماتول دي.

نوموړي زیاته کړه، چې که ویرات کوهلي د افغانستان په وړاندې لوبډله کې ګډون وکړي هم مونږ به د لوبې ګټلو خواري کوو او خپله پوره وړتیا به ثابتوو.

د یادونې وړ ده چې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو نه وروسته افغان ملي لوبډله خپله لومړنۍ ټيسټ سیالۍ د هند په وړاندې په ۱۴م جون د هند په بنګلورو ښار چیناسوامي لوبغالي کې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x