
نبيل: حکومت د خلکو په غولولو بوخت دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي افغان حکومت د خلکو په غولولو او توطیو جوړولو بوخت دی.
هغه په کابل کې د ننیو چاودونو په غبرګون کې ويلي، حکومت ګڼ فرصتونه د خلکو په غولولو له لاسه ورکړي دي.
رحمت الله نبیل دعوه کړې چې د طالبانو د خندق عملیاتو مشري سراج الدین حقاني په غاړه لري او ښايي په ښارونو کې پر بریدونو ډېر تمرکز ولري.
هغه پخپله ټویټر پاڼه حکومت ته مشوره ورکړې چې د حکومت چارواکي باید هغه ۴۴ ماده ایز پلان چې درې کاله وړاندې یې وړاندیز کړی وو تر لاس لاندې ونیسي..
رحمت الله نبیل په داسې حال کې د طالبانو د بریدونو په تړاو اندېښنه په ډاګه کوي چې د نننیو بریدونو مسؤلیت د داعش په نوم ډلې په غاړه اخیستی.
داعش؛ چې ولسي جرګه يې د حکومت له منځه د بریدونو د طرحې لپاره مستعار نوم بولي، تېره اوونۍ هم په کابل کې خونړی برید ترسره کړ، چې پکې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ولسي جرګو ګڼو غړو ویلي، چې د کابل په لوېديځ کې د تېرې اوونۍ برید د حکومت په منځ کې طراحي شوی و او بریدګر د وزارت په موټر کې تر ساحې رسول شوی دی.
یاده دې وي د کابل په ننیو پېښو کې د امنیتي مسؤلینو په ګډون اته تنه خبریالان هم وژل شوي دي.