شعـــــرونه

وزیرستان ته!

زماګرانه محترم وزیـــــــــــــــــــــــرستانه
 کـــــډې بارشوې درنه ځم وزیرستـــــــانه
دزړه سر يې دمظلــــــــــــــــومو مسلمانو
 کافرانوته ماتم وزیرســـــــــــــــــــــــــتانه

 وینځل شوی یې په تړموتړمواوښــــــــکو
 اوس یې پاک لکه حرم وزیـــــــــــرستانه
 زړه لږنه کړې ترقیــــــــــامته درسره یم
 زمازړه یې په قسم وزیرستانـــــــــــــــــه
 اوس دي کاڼي هم دخدای په ذکربوخت دي
 اې په پاک اسلام متهم وزیـــــــــــرستانه
 زموږ دعاوي لکه زغـــري درنه تاودي
 پروامه کړه په اټم وزیـــــــــــــــــرستانه
 ته هم کټ مټ لکه زماافغانســـــتان یې
 ته هم سانده یې دغـــــــــــــم وزیرستانه
 دازخمي زخمي وجود دي خدای ټکورکه
 وران ویجاړ قلم قلم وزیرســــــــــــــتانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x