د مرګونو ځاله؛ د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د جګړې په تړاو محرم اسناد

لیکوال: جرمي سكاهيل 

ژباړن: نورالحق حيدر

د مرګونو ځاله؛ د امريكايي بې پيلوټه الوتكو په تړاو د پنټاګون محرم سندونه دي چې د پنټاګون يوه چارواكي «انټرسېپټ» انلاين رسنۍ ته وركړي دي. د «بلك واټر» شهكار اثر ليكوال «جرمي سكاهيل» او د انټرسېپټ نورو ژورناليستانو دغه سندونه ارزولي او تحقيقي راپورونه يې پرې ليكلي دي. دغه راپورونه د كتاب په شكل هم چاپ شوي دي. په نړۍ كې د دې كتاب او راپورونو تود هركلى شوى دى.

دا سندونه د بې پيلوټه الوتكو د بريدونو په تړاو ډېرې ناويلې بې پردې كوي. اوس چې په افغانستان كې د امريكا د پوځي سټراټېژۍ غومبر جوړ دى، بې پيلوټه او نورې الوتكې يې د هېواد كلي او بانډې بمباروي او اردليان يې دې سټراټېژۍ ته څڼې غورځوي؛ نو د دې سندونو لوستل افغانانو ته بې ګټې نه دي.

(د ویسا اداره)

لومړۍ برخه:

بې پيلوټه الوتکې یوه وسيله ده، پاليسي نه ده؛ پاليسي یې ترور او وژنې دي. امریکايي ولسمشر جرالډ فورډ د ځانګړي فرمان پر بنسټ د امريکايانو له‌خوا پر ترور بنديز لګولی و، تر ده را وروسته ټولو ولسمشرانو دا فرمان منلی دی. خو کانګرس لا تر اوسه تصويب کړی نه دی، آن د «ترور» کلمه يې هم نه ده تعريف کړې. دې خلا د بې پيلوټه الوتکو د جګړو پلويان خلاص مټ پرېښودل چې په نوي نوم وژنې او ترور پيل کړي.

د اوباما ادارې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په تړاو په عام محضر کې ويل: د جګړې ډګر ته د عسکرو لېږلو ډېر ښه بديل بې پيلوټه الوتکې دي. دوی ويل، يوازې هغه مهال د بې پيلوټه الوتکو بريدونو ته اجازه ورکوي چې د امريکايانو ژوند ته «جدي ګواښ» وي او موږ تقريباً په دې ډاډه يو چې هدف به په دې بريد کې ځپل کېږي. خو دا شرایط له ابهامه ډک دي، د امریکایانو په اوړو کې شګه ده، ځکه د دوی د دې پالیسي او کړنو تر منځ خورا لوی توپیر شته.

د اعلان شویو جګړو له ډګرونو بهر، بې پيلوټه الوتکو کابو ۱۵ کاله وړاندې لا بريدونه کول؛ خو سپېنې ماڼۍ د ۲۰۱۳م په مې کې د دې بريدونو له‌پاره اصول او کړنلارې اعلان کړې. دا اصول پوره مشخص او روښانه نه دي. په دې اصولو کې ويل شوي چې امريکا به يوازې هغه مهال د اعلان شوې جګړې له ډګرونو بهر بريد کوي چې تر هدف لاندې شخص امريکايي وګړيو ته پر له‌پسې جدي ګواښونه پېښ کړي. د دې اصولو له مخې يو کس له قانوني تعقیب او محاکمې پرته بايد ووژل شي. د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په تړاو د اوباما د ادارې پيغام ښکاره و؛ دوی ډاډه دي، تاييدولو ته اړتيا نشته.

د ۲۰۱۵م د اکټوبر پر ۱۵مه انټرسېپټ د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په تړاو پټ اسناد خپاره کړل. دغه اسناد له ۲۰۱۱ــ ۲۰۱۳ (چې د بې پيلوټه الوتکو په جګړې کې د بدلون مهم وخت دی) د امريکايي پوځ د وژلو/نيولو عملياتو روڼ انځور وړاندې کوي.

په دې اسنادو کې د ځانګړو عملياتو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د پروګرام پر نيمګړتياوو خولې خلاصې کړې دي. دا اسناد د امريکا د استخباراتو يو کارکوونکي انټرسېپټ ته ورکړي دي. ده په‌خپله د همدې عملياتو او پروګرامونو په جوړولو کې لاس درلود. انټرنسېپټ له دې سرچينې سره منلې ده چې هويت به يې نه افشا کوي؛ ځکه لومړی خو دا اسناد محرم دي او بل دا چې د امریکا حکومت پر افشاګرو زړه نه سوځي او سخته سزا ورکوي. له همدې امله په دې لړۍ کې موږ د ده نوم نه ليکو، يوازې «سرچينه» يې بولو.

سرچينې انټرسېپټ ته ويلي؛ دا اسناد يې ځکه افشا کړي چې عام خلک حق لري پوه شي چې د يوه انسان نوم د وژنې په لېسټونو کې څنګه ليکل کېږي او بيا څنګه د لوړ پوړو امريکايي چارواکو په امر ترور کېږي. سرچينه وايي: «په دې ظالمانه ترور او وژنو کې – يو کس څارل، دوی ته د شمېرې ټاکل، کارټ ورته جوړول، له محاکمې پرته د مرګ سزا ورکول، په داسې یوه جګړه کې چې ټوله نړۍ يې ډګر دی- دا عمليات آن له هماغه پيله غلط روان دي.»

«موږ په دې ګناه کې شریک يو. له موږ نه زما موخه هغه امريکايي وګړي دي چې اوس دې معلوماتو ته لاسرسی لري، خو بيا هم د خير په غونډۍ ناست دي او د دې ترور او وژنو د مخنيوي لپاره نه لاس په کار کېږي.»

پنټاګون، سپينې ماڼۍ او د ځانګړو عملياتو قومانداني ټول په دې تړاو له ويلو ډډه کوي. د پنټاګون يو وياند وويل: «موږ پر محرمو اسنادو او د هغو پر جزياتو نظر نه ورکوو.»

دوام لري …

له ویسا ورځپاڼې نه په مننې!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د