
خوست کې د بې بې سې خبریال وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰غويي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د اتو خبریالانو له ډله ییزې وژنې وروسته، نن مازیګر مهال خوست کې هم د بې بې سې خبریال وژل شوی دی.
احمد شاه خان چې په خوست کې يې له بې بې سې سره کار کاوه، نن مازیګر مهال د نامعلومه وسله والو له لوري په نښه شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هغه یو «ښه مسلکي خبریال» یاد کړی او پر وژنه يې خواشيني ښوودلې ده.
هغه رسنیو ته په لنډ لیکلي پیغام کې د کابل د خونړیو چاودونو او خوست کې د دې خبریال د وژل کېدو په اړه لیکلي: «د کابل د نن ورځې چاودنې د اسلامي امارت پورې اړه نه لري، همدا راز نن مازدیګر په خوست کې هم د بي بي سي یو ښه مسلکي خبریال احمدشاه وژل شوی چې د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې ربط نه لري او موږ پرې خواشیني یو.»

احمدشاه خان هغه خبریال و، چې څو اوونۍ وړاندې يې په خوست کې د کمپاین په نوم ځواکونو له لوري د ملکي وژنو راپور هم لومړی ځل رسنیز کړ.
خواله رسنیو کې د احمد شاه خان نږدې ملګري د هغه پر وژنه د خواشينۍ تر څنګ دغه راپور بې اغېزې نه بولي، د حضرت الله ستومان په نوم یو تن لیکلي، چې د دې راپور له تیارېدو وروسته احمدشاه خان ورته ويلي«ستومانه لکه چې مرګ مې نږدې شو او له کمپاین ځواکونو سخت ويرېږم.»
تېره اوونۍ په کندهار کې هم د کابل نیوز خبریال هم د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شو.