افغانستان

د عبدالله پلویانو ولسي موټر زیانمن کړي

نن ټکی آسیا: د ولسمشرۍ نوماند، عبدالله عبدالله پلویانو پرون په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې د عامو خلکو موټرو ته زیان رسولی.

د عبدالله لسګونه پلویان د کابل په ځینو کوڅو کې ګرځېدل او د ټاکنو له کمېسونه یې غوښتل چې امرخیل لرې کړي.

دوی ویل چې درغلیزې ټاکنې هیڅکله ورته د منلو وړ نه دي.

دغه لاریون که څه هم ځينې رسنیو داسې خپور کړ چې په سوله ییزه توګه ترسره شوی، خو په کابل کې د نن ټکی آسیا همکار او په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې لاریون کې عامه شتمنیو ته سخت زیان رسېدلی.abdullah muzahara 1

زموږ همکار وايي چې که څه هم د لاریون کوونکو شمېر تر له سلګونو نه زیاتېده، خو له دوی سره تمانچې، چړې او بوکس پنجې وې او خلک يې پرې ګواښل.

خیرخانه کې دوکاندار عبدالحکیم نن ټکی آسیا ته وویل چې لاریون کوونکو دوی ته ویلي چې دکان دې بند کړي که نه دوی به یې وسوځي.

ده زیاته کړه: «دوی تېر تاریخ بیا ژوندی کوي، هغه وخت يې کابل لولپه کړ اوس يې بیا ورته ملا تړلې».

همدا راز هوايي ډګر ته تللې لار کې ټیکسي چلوونکي چې د موټر ټایرونه یې ورته لاریون کوونکو پنچر او شیشې يې ورماتې کړې وې، نن ټکی آسیا ته ویل چې د خپل موټر پوښتنه له چا وکړي؟

ده زیاته کړه: «ټوله ورځ کې دوه حلالې افغانۍ ګټم، هغه به اوس په دې موټر خرڅ کوم».

ټیکسیوان په ژړغوني غږ وویل: «بېګا ته مې ماشومانو ته څه ویسم؟ »

عبدالله ادعا کوي چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې درغلۍ شوي او د ټاکنو له کمیسونه یې غوښتي چې د رایو شمېرلو بهیر وځنډوي.

د عبدالله په اند د ټاکنو په دوهم پړاو کې د خلکو ګډون خورا کم و، څو میلیونه رايې په درغلۍ د ده سیال ته اچول شوي.

د یادولو ده چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې کمېسیون عبدالله مخکښ ښودلی و، ده پایلې منلې وې.

abdullah muzahara 4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x