میسي په یوه لوبه کې درې ګولونه ووهل او د لا لیګا لیګ اتلولي يې وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ غويي، ۱۳۹۶): د هسپانیا په مشهور الکلاسیکو لا لیګا (La liga) سیالیو کې د نړۍ وتلي ستوري او د بارسلونا کلب لوبغاړي لیونل میسي په یوه لوبه کې درې ګولونه ووهل او لوبډلې ته یې ددغې سیالیو اتلولي وګټله.

د یکشنبې په ورځ د بارسلونا لوبډلې د دیپورتیو لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه چې د ۴-۲ په توپير دیپورتیو لوبډلې ماتې وخوړه، چې په دغه لوبه کې لیونل میسي درې پرلپسې ګولونه ووهل.

د لوبې په لومړۍ نیمایي شپږمه دقیقه کې فیلیپ کوانتینو د بارسلونا لخوا لومړی ګول وواهه، چې له هغه وروسته په ۳۷مه دقیقه کې میسي خپل لومړی ګول وواهه، ورپسې دوه دقیقې وروسته د دیپورتیو لوبډلې لوکاس فیریز لخوا ګول ووهل شو، همدا ډول د لومړي نیمایي لوبه په ۲-۱ ودریده.

په دویم نیمایي کې د دیپورتیو لوبډلې لخوا ایمرې شولاک په ۶۳مه دقیقه کې ګول وواهه او لوبه یې ۲-۲ مساوي کړه، همداسې لوبې جریان درلود چې په وروستۍ برخه کې میسي د سواریز په مرسته په ۸۱مه دقیقه کې خپل دویم او په ۸۴مه دقیقه کې خپل درېیم او د لوبډلې ۴م ګول وواهه.

په پای کې بارسلونا لوبډلې دیپورتیو لوبډلې ته په ۴-۲ ماتې ورکړه او د ۲۵م ځل لپاره یې د لا لیګا جام اتلولي پخپل نوم کړه، بارسلونا لوبډلې ددغې لیګ په تېرو لسو پړاوونو کې د اوم ځل لپاره اتلولي خپله کړه.

په دې بریا سره لیونل میسي لومړی لوبغاړی شو چې د لا لیګا په اوه لیګونو کې یې په هر پړاو کې ۳۰ یا له دیرشو څخه زیات ګولونه ووهل، او دده لوبډله «بارسلونا» په دغه لیګ کې تر دې دمه ۳۴ لوبې ترسره کړي چې یوه کې یې هم ماتې نه ده خوړلې.

په دغه لیګ کې له دوی څخه وروسته په دویم نمبر اتلیتیکو مدرید او په درېیم نمبر ریل مدرید لوبډله ده، که دغه دواړه لوبډلې خپلې وروستۍ ټولې لوبې هم وګټي له بارسلونا څخه نشي وړاندې کیدلی.

لا لیګا د اسپانیا هېواد غوره لیګ دی چې په ۱۹۲۸م کال کې پېل شو، په دې کې د مختلف کلبونو لوبډلې ګډون کوي، او هره لوبډله ټولې ۳۸ سیالۍ ترسره کوي چې په پای کې د ډېرو پواینټونو لوبډله دغه جام خپلوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د