د خبریالانو لپاره یوه تر ټولو خونړۍ ورځ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

نن د کابل په یوه تروریستي برید کې د لسګونو نورو ولسي وګړو تر څنګ لس تنه ژورنالیستان هم ووژل شول.

د جنګي لوریو تر منځ په بریدونو کې د ولسي وګړو وژنه یو جنایت دی چې باید په هیڅ ډول نشي تر سره ، خو د یادو ډلو لخوا د ولسي خلګو په منځ کې په یوه ځل د دومره زیاتو خبریالانو په نښه کول پر جنګي جنایت سر بیره د هغوي لخوا  یوه پلان کړې دسیسه ده چې د رسنیو د غږ خاموش کولو په غرض تر سره کیږي.

په کابل کې د محلي رسنیو د (۹) تنو ژورنالیستانو د وژلو ننۍ بوږنوونکې پیښه ، په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه خان او په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند ترور کیدنه له شکه پرته چې په هیواد کې د خبري رسنیو د نشراتي فعالیتونو ګواښولو لپاره یو خونړی اقدام دی چې د ژورنالیستیکې ټولنې لپاره یو ډیر تریخ پیغام له ځانه سره لري.

د افغانستان غوندي په اختناقي فضاء کې همدا ژورنالیستان دي چې حاضر دي د سر په بیه خطرناکو صحنو ته ورشي او په سختو شرایطو کې خپل ولس د حوادثو له عُمق نه خبر کړي.

لهذا د افغانستان د جګړې ښکیل لوري دا انساني او اخلاقي مسؤلیت لري چې باید د ژورنالیستانو ژوند خوندي کړي.

ګډ حکومت چې د ننیو خبریالانو او تر هغو وړاندې د لسګونو نورو خبریالانو د ترور او وژلو دردوونکي پیښې ټولې د دوی تر ولکې لاندې ساحه کې رامنځته شوې په مستقیم ډول د خبریالانو  په تلف کیدو کې سهیم  دی؛ ځکه حکومت دی چې د خبریالانو د تحفظ او خوندیتوب مسؤلیت یې اساسي مکلفیت دی.

ګډ حکومت که ریښتیا هم د بیان آزادي ته ځان ژمن بولي باید د هغو ژورنالیستانو ژوند خوندي کړي چې د خطرونو په قبلولو سره خپل ولس او خلګ د پیښو له واقعیتونو څخه خبر وي.

یواځې د ژورنالیستانو د ترور او وژنې په غندلو سره د حکومت په شمول د هیڅ جهت مسؤلیت هم نه پوره کیږي.

ژورنالیستان د ټولنې سترګې دي د هغوی تحفظ د ټولو انساني او اخلاقي مسؤلیت دی، د هغوی قدرداني که نه کیږي نو ژوند ته خو یې باید په هیڅ ډول ګواښ متوجې نه شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

ظالم دښمن د ګلونو په شان ځوانان شهیدان کړل.ژورنالیستان ،ظالم دښمن ځکه شهیدان کوی ،چه د هغوی ناوړه او غیر اسلامی اعمال خلکو ته په ور ښایی،په ډیره کمه موده کی ډیر زیات شمیر ژورنالیستان شهیدان شول.دافغانستان ژورنالیستانو د عام ولس غږ ډیر ښه منعکس کړ،او ټولو دنیا ته یی د تروریزم ځاله(پاکستان)ور وښود،همدا یی علت دی چه پنجاب اوس په ژورنالیزم پسی راواخیسته.د افغانستان ځوانو ژورنالیستانو ،جذبه ،او روحیه،د وطن دوستی لپاره ژوندی ده،او تل به وی،او انشالله ژورنالیستان به د پنجاب د عمل ته دقلم په نوکه ځواب ورکړی،شهیدانو ته جنتونه او ،وارثانو ته صبر جمیل له الله… نور لوستل »