آزاد نظم…

مهاجر زاهد ساپي

د دې خاموشې خاموشۍ وشاته

ویدې یوه دنیا کیسې دې غلې

د دې ړنګ شوی کور د ړنګو دېوالونو تر څنګ

د يوې ورکې مینې راز پروت دی

د دغه شاړ کلي دا ورانه کوڅه

چې یې په مخ د دروازې ځوړنده هغه پرده

چې په لمن کې یې ګردونه د وختونو نغښتي

دا چې سیلۍ یې اړوي راړوي

د هجر لمر د فراق تاو سېزلي

د دې پردې دغه شلېدلي پیڅکي

د یوه تلونکي ورکه لاره څاري

د هغو پښو ښکالو ته غوږ غوږ ده

چې زمانه وړاندې به دغه پرده

تر نیمې شپې له انتظار ویښه وه

اوس هم له هغه احساس کله کله

ځانته د خیال یوه دنیا جوړه کړي

په نیمه شپه دروازه ټک ټک کړي

چې څوک په یبلو پښو په منډه منډه

تر دروازې راشي او څنګ ته زما

د هغه شپې د مسافر په نامه غلی غوندې غږ وکړي

دروازه خلاصه کړي او وایي هله

دې وړاندې چم ته د دېوانو ګزمې بیا راغلي

پخپل پلو یې د ستومان وجود خولې وچې کړي

زه یې د هغه ستومانۍ خوږې وږمې حس کړم

زه یې د هغه جدایۍ خوږې شېبې حس کړم

خو داسې ونشي ارمان یې شي نیمګړی پاتې

په دروازه یې انتظار شي ستړی ستړی پاتې

د دې خاموشې خاموشۍ وشاته

ویدې یوه دنیا کیسې دي غلې

غواړم هغه یو څو شېبې انځور کړم

خو په لفظونو یې ژباړلی نشم

چې ورته هغسې په وینو رنګین

په سرو مرمیو غلبیل توري راوړم

د یو شهید طالب د ژوند کیسه ده

دغه طالب یو مهاجر طالب وو

د بل دیار په ماښامونو کې ورک

د خپل وطن له مازیګره لرې

له سپرلي لرې له اختره لرې

په مهجور زړه یې د کلونو ستړیا

بار وه د ډېرو امېدونو ستړیا

د ستومان زړه د دېوالو شاته یې

خپل یو وېده ارمان ویښ شوی وو نن

چې نن به شپه یوسم د کور ترڅنګه

خپلو بچیانو او د مور ترڅنګه

ماښام چې کله تیارې وغوړېدې

په کلي لر او بر چوپتیا خپره شوه

د کلي څنګ ته یوه ړنګه کېږدۍ

چې پکې تت غوندې څراغ بلېده

دغه جونګړه او کمزورې ډیوه

مهجور طالب ته دا احساس ورکوي

لکه چې نن یې یو روښان محل ته شپه راوړې

مور او بچیان یې د خوښۍ له سترګو

ګډې په اوښکو خنداګانې کوي

پاړژنې شونډې یې د وصل نسیم

کړلې ټکور پخپلو نرمو وږمو

تر نیمایي شپې دوی لا ویښ پاتې وو

چې یې تر غوږ شول د بلا غږونه

د ډرون چورلکو د درزا غږونه

وحشي دېوان د دې جونګړې په لور

راغلل د دې څراغ وژنه پسې

ناڅاپه درز شو د جونګړې دېوال

ونړېده

ګوندې چې ډرون وو که، دوی ماین له دېواله لاندې کړ

خو دا وحشي درنده ګان په کور ورننوتل

د مور او ښځې ترڅنګ هغه یو ستومانه طالب

چې یې د خپلو پښو تڼاکې وې راوړې تر کور

پخپل پالنګ په وینو رنګ په کرار وغځېده

خپله ستړیا او بې خوبي یې کړه د عمر ویده

سهار د هغه شهید شوي طالب

پاتې واړه یتیمان شوي بچیان

هغه خولو باندې په لوبو او په جنګ اخته وو

وې چې له کومو خولو وتې مرمۍ

د دوی د خوږ پلار جان سینه کې یخې

د دې خاموشې خاموشۍ وشاته

ویدې یوه دنیا کیسې دي غلې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د