نړۍ

پاکستان: پلازمېنه اسلام اباد کې پر هر رنګه غونډو او مظاهرو بنديز لګولی

نن ټکی اسيا: د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پلازمېنه اسلام اباد کې په هر رنګه غونډو او مظاهرو بنديز لګولی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان اسلام اباد کې د يو لوړې کچې امنيتي غونډې ته خپلو خبرو کې و ويل، چې د امنيتي ستونزو له امله پلازمېنه اسلام کې پر هر رنګه غونډو او لاريونونو بنديز دی.

د ډاکتر طاهر القادري په مشرۍ يو مذهبي ګوند “پاکستان عوامي تحريک” له څو ورځو راهيسې د لوموړي وزير ميا نواز شريف د حکومت پر خلاف لاريونونه او مظاهرې پيل کړي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان ستر ښار لاهور کې د پاکستان عوامي تحريک غړيو د حکومت پر خلاف مظاهره کې پوليسو سره د اخ و ډب پر مهال لږ تر لږه اته تنه و وژل شول.

د نوموړو کسانو له وژل کېدو وروسته د لومړي وزير ميا نواز شريف پر خلاف کرکه او نفرت مخ پر زياتيدو دی او د سياسي اپوزيسيون غړي پر حکومت تور لګوي، چې د سياسي اپوزيسيون د مظاهرو زغم نه لري.

د پاکستان عوامي تحريک مشر ډاکتر طاهر القادري په کاناډا کې اوسي او اعلان يې کړی، چې د حکومت پر خلاف يې د يو ستر لاريون تابيا نيولې.

ډاکتر طاهر القادري پرون شنبه اعلان وکړ، چې د جون په ۲۳ نېټه به پاکستان ته ځي او په خپله به د پاکستاني حکومت پر خلاف د لاريونونو مشري کوي.

ډاکتر طاهر القادري وايي، چې د حکومت پر خلاف به د دوی مظاهرې او لاريونونه د حکومت تر نسکورېدو روان وي او د مظاهرو له لارې به انقلاب راولي.

د يادونې وړ ده، چې ډاکتر طاهر القادري پاکستان کې صوفي مشربه مشر دی، چې ډېر پلويان لري او د پاکستان پوځ ته نژدې خلک بلل کيږي.

کارپوهان وايي، ډاکتر طاهر القادري د حکومت پر خلاف دغه لاريونونه د پوځ په سلا او مشوره پيل کړي دي.

د پاکستاني چارو شننونکي وايي، چې د لومړي وزير ميا نواز شريف او پوځ اړيکې ډېرې ترينګلې دي او له همدې امله پوځ د ډاکتر طاهر القادري په ګډون عمران خان او د اپوزيسيون نور غړي د حکومت پر خلاف مظاهرو او لاريونونو ته هڅوي، تر څو حکومت مجبور کړي چې پوځ سره ګوتې ماتې نه کړي.

څه موده وړاندې داسې ګنګوسې هم وې، چې کيدای شي، د نوازشريف پر خلاف پوځي کودتا وشي، خو د د يو شمېر سياسي مخکښانو په هڅو د پوځ او نوازشريف تر منځ حالات په ښه کيدو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x