نظــر

کمونيزم او د افغاني کمونستانو جناياتو ته يوه کتنه

د مولوي عبدالهادي (مجاهد) ليکنه

کمونيزم پر الحاد ولاړ يو فکري مکتب دی، ماده د هر څه اساس بولي، تاريخ د بشر د طبقاتو تر منځ د جګړې او کشمکش او د اقتصادي عامل پر اساس تفسيروي. دغه فکري مکتب په آلمان کې د مارکس او انګلز له لوري رامنځته شو که څه هم چې کمونيزم ته ورته افکار په تاريخ کې پخوا هم په بېلابېلو شکلونو ليدل شوي او کار ورته شوی دی. دمارکس او انګلز افکارو ته بلشويکانو د لېنن په مشرۍ په روسېه کې هغه وخت د عمل جامه ورورواغوستله او د هغهو پر اساس يې په روسيه کې نظام او ټولنه جوړه کړه چې کله يې په ۱۹۱۷م کال کې د کمونيست انقلاب د بريالي کېدو په نتيجه کې د روسې شاهي حکومت له منځه يو ووړ. کمونستانو د زور له لارې نور ولسونه لاندې کړل او د هغوئ هېوادونه يې ونيول او د شوروي اتحاد په شکل کې يې يو لوی زورور دولت قائم کړ.

د کمونيزم د فکري مکتب مهم او مشهور شخصيتونه لاندې خلک دي:

۱- (کارل مارکس) د مشهور يهودي حاخام مردخای مارکس لمسي وو چې په ۱۸۱۸م کې زېږېدلی او په ۱۸۸۳م کې مړ شوی دی.

۲- (فردرېک انګلز) په ۱۸۲۰م کې زېږېدلی او په۱۸۹۵م کې مړ شوی. انګلز د کمونيزم د فکر په رامنځته کولو او خپرولو کې د مارکس ملګری وو او د مارکس د ژوند تر پايه يې د هغه او دهغه د کورنۍ مصارف ورکول.

۳- (لېنن) چې اصلي نوم یې (ولادېمير الېچ بوليانوف) وو په ۱۸۷۰م کې زېږېدلی او په ۱۹۲۴م کې مړ شوی دی. لېنن کمونيزم له نظريې څخه تطبيق ته راووېست، او د شوروي اتحاد دولت يې رامنځته کړ.

۳- (سټالين) چې اصلي نوم يې (جوزېف واديونوېچ) وو. هغه په ۱۸۷۹م کې زېږېدلی او په ۱۹۵۴م کې مړ شوی. جوزېف سټالين د کمونست کوند سکرتر او او تر لېنن وروسته د شوروي اتحاد مشر شو. سټالين په قساوت، ظلم، استبداد، دېکتاتورۍ او او د خپلو مخلفينو په وژلو او شړلو کې نړيوال شهرت کتلی وو.

۴(تروتسکې) چې حقيقي نو یې (بروشتاين) او د مارکس او لېنن په څېر يهودي الأصل وو. هغه په ۱۸۷۸م کې زېږېدلی او په ۱۹۵۴م کې د سټالين په تدبير ووزل شو. هغه د کمونست ګوند د بهرنيو چارو مسؤول او بيا وروسته د ګوند د چارو مسؤول ټاکل شوی وو چې وروسته بيا له ګوند په خلاف په فعاليت تون شو او سټالين له ګونده وشاړه.

کمونيزم د زور د استعمال، پراخ او مؤثر دعوت او په نړۍ کې د کاپيټاليزم په مقابل کې د عکس العمل په ډول په ډېرو لږو کلونو کې د نړۍ په هېوادونو کې خپور شو او په شوروي اتحاد، چين، چکسلواکيا، بلغاريا، شرقي المان، يوګوسلاويا، پولنډ، رومانيا، البانيا، هنګري او کوبا کې يې نظامونه او حکومتونه جوړ کړل، او د اسلامي نړۍ او نورې نړۍ په هېوادونو کې هم احزاب او د مارکسيزم پلوي حکومتونه رامنځته کړل.

د کمونيزم اساسي عقائد او افکار په لاندې ډول وو:

۱- پر مادياتو ايمان درلودل او له غيبياتو انکار کول.

۲- انساني تاريخ يوازې د مادې پر اساس تفسيرول.

۳- د دين او دينپالنې له منځه وړل او د الحاد او اباحيت خپرول.

۴- د شخصي ملکيت له منځه وړل.

۵- د کورنۍ د نظام له منځه وړل .

۶- د اخلاقو له منځه وړل او پدې نامه ټول هغه بندونه ماتول چې د انسان او د خوند اخيستلو تر منځ مانع ګرځي.

کمونستانو په نړۍ کې تر سلو مليونو زيات خلک ووژل چې په دوئ کې تر څلوېښتو مليونو يوازې مسلمانان ول چې په کريميا(قرم)، قوقاز، منځنۍ اسيا(غربي ترکستان)، شرقي ترکستان يا نننی د چين (سينګ کيانګ) البانيا، مصر، عراق، سوريه، اندونېزيا، افغانستان او نورو هېوادو کې د کمونستو نظامونو او انقلابيانو لخوا ووژل شول.

کمونستانو په نړۍ کې د اسلام او مسلمانو په خلاف په خپله جګړه کې له لاندې تګلارو او اساليبو کار واخيست:

۱- د موقتې مودې لپاره په درغو د اسلام په مقابل کې نرم درځ نيول تر څو د دوئ د کمزورۍ په مرحله کې مسلمانان د دوئ په خلاف راونه پارېږي.

۲- د اسلام علماء او متدين مشران بدنامول او هغوئ د استعمار او صهيونيزم اجيران ګنل.

۳- د خپل تسلط په ځايونو کې د تعليمي نصاب په ټولو مراحلو کې د کمونيزم عقائد په لازمي ډول ور داخلول.

۴- د اسلامي حرکتونو د رامنځته کېلو مخنيوی، د موجودو اسلامپالو په ډېرې بېرحمۍ له منځه وړل، تېښتې ته يې اړ کول او خلک له هغوئ څخه متنفر کول.

۵- الحاد پلوو ليکوالو او مفکرينو ته د بيان ټول فرصتونه په لاس ورکول، او د هغوئ په توسط نويو نسلونو ته دا ورتلقينول چې اسلام نور د منلو او تطبيق وړتيا نه لري، او دا چې نور بايد مسلمانان د اسلام احکامو او عقائدو ته د تسليمېدو پر ځای دې له خپلو عقلونو کار واخلي.

۶- د مسلمانو ولسونو تر منځ د هر ډول اسلامي تړاو له منځه وړل، او پر ځای يې د ولسونو تر منځ د کمونيزم تړاو تقويه کول.

۷- په مسلمان ميشتو سيمو کې د مساجدو او ديني مراکزو د بندولو تر څنګ د مسلمانو ټولنو د افرادو په ضمير کې د عقيده ورانوونکو کيسو، ناولونو، ډرامو، لکچرونو، سيمينارونو، کتابونو، جريدو او نورو نشریو د خپرلو له لارې د اسلامي عقيدې او باورونو له منځه وړل.

۸- ساينس او د هغه اکتشافات د دين په مقابل درول، او خلکو ته دا ورتلقينول چې ساينسي موندنې حقائق او ديني باورونه خرافات دي.

۹- اسلامي نصوص له خپل اصلي روح او معنی څخه خالي کول او پر ځای يې د کمونيزم روح او معنی ور اچول.

۱۰- په ډله ييز ډول مسلمانان له منځه وړل او يا يې له خپلو سيمو په زور شړل او په پاشلي ډول يې په نورو سيمو کې پداسې ډول ژوند ته مجبورول چې خپل ديني او قومي هويت ونه لرلی شي، او د يو څه وخت له تېرېدلو وروسته په نورو ولسونو کې ور جذب شي.

۱۱- د دين د علماوو وژل او يا يې په شاقه کارونو مصروفول.

۱۲- د شرعي محکمو او قوانينو له منځه وړل، او خلک کمونستي محاکمو ته په ورتللو مجبورول.

۱۳- د جسدي تعذيب بېلابېل ډولونه لکه: پر سر مېخکوب کول، په اور سوځول، په ټوپک د نښې د پخولو لپاره د هدف په حيث کارول، تر مرګه په زېر زمينيو کې بنديانول، په برقي آلاتو تعذيبول، په دوو مختلف الجهته څرخونو پورې تړل او بندونه يې يو له بله سره جلا کول، د نوکانو وېستل، د بدن د غوښو پرېکول، په سخته يخنۍ او واوره کې لوڅ ساتل، د بنديانو په خولو، پوزو او سترګو کې کيمياوي مواد اچول او د روحي او جسمي تعذيب په نورو مېتودونو تر هغه وخته ربړول چې د کمونستانو مقصد به ورڅخه حاصل شو.

کمونستانو (اِله)، (پيغمبر) او (دین) د ټولنې اپين بلل. له غيبياتو يې انکار کاوه، له يهوديته پرته نور يې له ټولو دينونو سره دښمني وه، او په دې نظر ول چې ملایان او دیني طبقه په دې اپینو خلک بې حسه کوي او د ځان تابع يې ګرځوي.

کمونيزم دانسان د پیدایښت په اړه د (ډاروین) نظریه منلې وه، هغه نظریه چې انسان د الله تعالی مخلوق نه بولي، بلکې پدې نظر دي چې انسان له اوله د اوبو په تل کې د يوې جرثومې په شکل پروت و، د وخت په تېرېدو سره یې د چنجي شکل ونیو او د سمندر څنډي ته راغی چې دې جرثوم وروسته د بل حیوان شکل ونیو، او دې حیوان بيا تر ډېرو مراحلو له تېرېدلو وروسته د بیزو شکل اختیار کړ، وروسته د تکامل بل پړاو ته داخل شو او د بیزو شکل يې ونيو او بيا وروسته په چمپانزې بدل شو. چمپانزې چې د بيزوګانو يو ډول دی انسان ته ورته حرکات اجراکوي له څه وخت وروسته یې لکۍ او ویښته توی شول، او د اوسنۍ زمانې انسان تری جوړ شو.

د اروپايي فیلسوف (چارلس ډاروین) د دې نظریې له وړاندې کولو هدف دا وو تر څو هم د مخلوقاتو له خالق څخه انکار وکړي، او هم هغه عقيده تکذيب کړي چې انسانان د الله تعالی په قدرت د آدم او حوا له ذاته پيدا شوي دي چې د ټولو دينونو هم پر همدې متفقه عقيده ده، او هغه داسې چې آدم علیه السلام د الله تعالی له لوري لومړی خلق شوی انسان دی، له ده یې حوا خلق کړه، او بیایې د دوئ دواړو له تولد او تناسل څخه د انسانانو لړۍ پیل کړه.

د ډاروین همدا نظریه د (کارل مارکس)، (انګلز) او له هغه وروسته د (لینن) لخوا خپره شوه، او هغې ته یې انکشاف ورکړ، تر دې چې دې نظریې په تعلیمي نصابونو کې ځای وموند او د مکتب او پوهنتون شاګردانو ته به ديوې منل شوې عقيدې په حيث تدریسېده.

تر مارکس او انګلز وروسته د (فردريک نیچه) په نوم بل المانی فیلسوف چې له ۱۸۴۴م تر ۱۹۰۰م يې ژوند کړی راغی، له ټولو اديانو يې د انکار فلسفه وړاندې کړه، او دا نظریه وړاندې کړه چې ـ نعوذبالله ـ‌ (إله) مړ شو، او اوس انسان په خپله (اِله) دی. که څه هم چې د نيچه د وينا مقصد دا نه وو چې د نړۍ او د ټول عالم خالق مړ شوی، بلکې د هغه مقصد په هغه وخت کې د اروپا په هغو ميتافيزيکو (ماوراء طبيعت) باورونو باندې چې اروپايي تدين (اله) ته منسوبول نقد کول وو، خو کمونستانو د هغه له نظريې داسې تفسير واخيست چې دا چې انسان د سمندر، غرونو او وچې تر تسخيرولو وروسته تر فضا پورې ټول تسخیر کړي دي او د خپل عقل پوخوالي ته رسېدلې دی، نو د دې پر ځای چې انسان دې د (اله) وجود ته ضرورت ولري نور پخپله د الوهیت مرتبې ته رسېدلی دی. او هغه څوک چې عقلي تکامل ته رسېدلی وي او پخپله (اِله) وي هغه نور (نعوذبالله من ذلک) نه پیغمبر ته ضرورت لري، او نه کوم اسماني کتاب ته.

همدارنګه یې دا نظریه هم وړاندې کړه چې پر انسانانو باندې داسې یوه زمانه راتلونکې ده چې د اوسنیو انسانانو او د هغې زمانې د انسانانو ترمنځ به دومره فرق وي لکه د ننني انسان او پرونۍ بیزو ترمنځ چې وو. ده دا ډول انسان د (Super Man) په نامه یاد کړ، هغه چې غرب یې اوس ديوه تصور په توګه مني او په اړه یې ډول ډول خیالي فلمونه جوړوي.

کمونستانو د انسانانو تر منځ درې شیان ( زر (دارایي)، زور (حکومت)، زن (ښځه) شریک بلل، او دا نظریه یې لرله چې هېڅوک باید په يوازې او شخصي توګه د دې شیانو مالک نه وي، که څه هم چې وروسته بيا کمونستانو په عملي لحاظ پدې نظرياتو کې تر ډېره حده ترميمکاري وکړه.

کمونستانو د دې نظریې د تطبیق لپاره د ټولنې د طبقاتو تر منځ د مساوات راوستلو په مقصد طبقاتي مبارزه لازمي ګڼله. د کارګري انقلاب په نامه یې د ټولنې د بانفوذه خلکو، خانانو، سرمایه داره او روحانینو پر ضد مبارزه شروع کړه، او هر ځای به یې همدا شعار بدرګه کاوه چې (د نړۍ کارګرانو سره يو شئ). دوئ غوښتل تر څو ټیټه او کارګره طبقه راپورته شي، خانان او ملکان، ملا او محراب، قران او پیغمبر او ټول ټولنیز او الهي اصول له منځه يوسي، او بیا دې د کارګري انقلاب په نامه د کارګرانو داسې یو نظام رامنځته شي چې پر هر څه حاکمیت ولري، او د دوئ دولت دې بيا هر څه پر دوئ په مساویانه توګه مصرفوي. نور به نه خانان خاني کوي، او نه به غریب غریب پاتې کېږي. دوئ د الله تعالی له دې تقسيمه منکر ول چې فرمايي: (أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ (32)) (سورة الزخرف:۳۲).

ترجمه: (آيا دوئ ستا د رب رحمت وېشي؟ (داسې نده بلکې) موږ وېشلی په منځ د دوئ کې معيشت د دوئ په ژوندون لږ کې او پورته کړي مو دي ځينې د دوي پر ځينې نورور په مرتبو کې چې ونيسي ځينې د دوئ (چې غنيان دي) ځينې نور (چې فقيران دي) تابعان کارکوونکي).

كمونستانو به ویل چې په تاریخ کې چې څومره جګړې تېرې شوې دي هېڅ یوه یې هم حق او باطل نه لري، بلکې ټول د مادیاتو د لاسته راوړلو لپاره ترسره شوي دي. که پيغمبرانو د پیغمبرۍ دعواوې کړي نو هم يوازې او يوازې د دې لپاره يې کړي چې په خلکو کې خپل حیثیت لوړ کړي، شتمنۍ یې قبضه کړي، او پر ملتونو خپل حاکمیت قائم کړي. نه ورکې د کفر او اسلام موضوع هدف وه، او نه هم د حقپالو او باطل پرستو موضوع، بلکې ټول له یوه سره د ماده پرستۍ پر بنا را منځته شوي دي.

کمونستانو د تاريخ دغه ډول تفسير ځکه کاوه چې دوئ په نړۍ کې تر ټولو ارزښتمن شی ماده بلله، او پدې نظر ول چې يوازې باید همدا وپالل شي.

کمونستانو د حرام په نامه کوم څه هم په خپل قاموس کې نه لرل، او ټول څه یې حلال ګڼل. دا ځکه چې دوئ د (حرام) تصور له ژوند څخه د پوره خوند اخیستلو پر وړاندې خنډ ګاڼه. له همدې امله خو کمونیزم ته اباحیت هم ويل کېږي يعنې هر څه ورکې مباح دي.

کمونیزم د لاتيني د ( (communisله لفظ څخه چې د انګلیسي د(Common) يا (universal) په معنی دی اخستل شوی چې د عام او شایع معنی لري چې له همدې امله یې په عربي کې (الشیوعية) بولې. او دا ځکه چې هر څه یې د پلویانو تر مینځ خپاره، مشترک او شایع دي.

دا نظریات په لومړي ځل د مارکس او د هغه د ملګري انګلز لخوا وړاندې شول، او وروسته د لینن لخوا د یوه نظام او حکومت په شکل کې تطبيق شول.

په افغانستان کې د کمونيزم خپرېدل:

شوروي اتحاد د کمونيزم نظریات افغانستان ته هم راصادر کړل، تر څو لدې لارې افغانستان تسخير کړي، افغانان په خپل کتار کې ودروي، د عربو بحر ته په رسېدو د عربو د تېلو منابعو او نورو اقتصادي اهدافو ته ځان ور نيږدې کړي، او هم پدې ټوله سيمه کې د غرب د نفوذ مخه ونيسي.

د دې عقائدو له خپرېدلو وروسته په هېواد کې (د افغانستان ډېموکراټيک ګوند) په نامه د کمونستانو حزب رامنځته شو. دې ګوند په افغانانو کې د خپلو نظریاتو د خپرولو لپاره جريدې رامنځته کړې چې په هغو کې یوه د نور محمد ترکي د څانګې لخوا د بارق شفيعي په مشرۍ د (خلق) او (بله) د ببرک کارمل د څانګې لخوا د سليمان لائق په مديريت د (پرچم) په نامه ونومول شوې. له څه وخت وروسته د نور محمد ترکي او ببرک کارمل تر منځ اختلافات رامنځته شول چې د دې ګوند د تقسیمېدو سبب شول. د نور محمد ترکي پلویان د خلق په نامه سره را غونډ شول، او د ببرک کارمل پلویان د پرچم په نامه، خو دواړو ډلو به په رسمیاتو کې ځان (حزب ډېموکراټيک خلق افغانستان) نوماوه.

دوئ د ظاهر شاه د حاکمیت په وخت کې په ښکاره په فعالیت پيل وکړ. په افغاني مکاتبو، لیسو او تعلیمي مراکزو کې یې فعالیتونه شروع کړل، او د ځان لپاره د پلویانو د روزلو په مقصد يې تقریبا په ټول افغانستان کې فکري او تربيوي حلقې تأسيس کړې. دوئ په دې فعالیتونو او حلقو کې د کمونستو ادیبانو، فيلسوفانو، ليکوالو او سياسي رهبرانونو په تېره د لینن فکري ادبیات او کتابونه تدریسول، روسي او کمونستي ناولونه، مقالې، فلسفه، عقاید او کتابونه به یې ژباړل او بیا به یې د خپلو پلویانو په واک کې ورکول.

دا فعالیتونه تر دې ورسېدل چې یوه لویه برخه د هېواد خلک چې زیات یې ځوانان ول په خپل صف ور داخل کړي.

دې نویو او پر جوشه ځوانانو د دې نظریاتو په خپلولو له ملا، اسلامپالي، حاجي، مخور او ولسي مشر سره دښمني شروع کړه، او الله تعالی، قرانکریم، پيغمبر او دین ته په سپکاوي یې پیل وکړ . تر دې چې د دې ګوند ټول نظریات د کفریاتو په توګه په ټول هېواد کې د خلکو تر منځ علني شول، او د خلکو حساسیتوتونه او له دین څخه د دفاع احساسات یې راوپارول.

د دې ګوند د نظرياتو او پیروانو په خلاف د خلکو اسلامي احساسات راوپارېدل، او د مخالفت لپاره يې د مسلمانانو فکري او سياسي بهير په جوړېدو او ځوانان ورکې په منظمېدو شول چې ځینو یې له مدرسې، مسجد او محرابه سر راپورته کړ، او ځینو یې له لیسو، پوهنتونو او تعلیمي مراکزو. په پوهنتونو کې محصلین له خپلو هغو اسلامپالو استادانو څخه چې په مصر کې یې زده کړې کړې وې او د مصر له مسلمانانو دعوتګرانو په خاص ډول له (الاخوان المسلمون) څخه یې اسلامي فکر اخیستی وو متأثر شول، او د ګروپونو او تنظیمونو په شکل یې د کمونستانو په خلاف لوری ونیو.

اسلامپالو استادانو به د اسلامي فکري ادبیاتو په ژباړلو د ځوانانو افکار جوړول، او هغوئ به یې له کمونستانو څخه د خپل دین او وطن د دفاع په روحیه روزل. دې سرشاره او با احساسه ځوانانو چې د انجينير حکمتیار، استاد رباني او استاد سیاف په څېر خلک هم پکښې ول، عملاً د کمونستانو خلاف مبارزې ته داخل شول او د هغوئ د مخنیوي فعالیتونه یې پیل کړل.

ظاهر شاه چې د اسلامپالو راپورته کېدل ولیدل نو هغوئ یې تر فشارونو لاندې راوستل چې دې کار د کمونستانو تقويه کېدلو ته نوره هم زمینه سازي وکړه. دوئ په دولتي ادارو کې د خپل فکر او تګلارې خلک پیدا کړل، او په پوځ کې یې د خپلو عقائدو په نشرولو پیل وکړ چې له امله یې زیات ټيټ رتبه او ځينې لوړ پوړي پوځیان هم ورخپل کړل.

هغه وخت چې د ظاهر شاه د تره زوی او اخښي داود خان پر ظاهر شاه سپينه کودتا وکړه او واک یې تر لاسه کړ، نو په خپله کابینه کې یې کمونستانو ته هم ځای ورکړ. دا ځکه چې له یوې خوا کمونستانو زیات نفوذ درلود، او له بلي خوا شوروي اتحاد د هېواد په څنګ کې قرار درلود چې له کمونستانو سره یې ټینګي اړیکي لرلې. داود خان غوښتل د کمونستانو په توسط له شوروي سره اړیکي لا ټینګې کړي، تر څو یې له اقتصاد، تخنیک او قدرت څخه استفاده وکړي چې په دې کار کې يې ځانته د کمونستانو ورنژدې کول مناسب ګڼلي وو.

داود خان د خپل حاکمیت په وخت کې د بریژنف د ملاقات لپاره شوروي ته په سفر لاړ. خو هلته برژنف د ده د توقع خلاف رویه ورسره وکړه چې دې کار داود خان ته غوسه وروسته او د مجلس له جريانه راووت. دی که څه هم دین ته ډېر وفادار او متقي انسان نه وو، خو دې پېښې ده ته ټکان ورکړ، او په دې یې پوه کړ چې روسان د ده د زوال سبب کېدای شي.

له ماسکوه له راستنېدو وروسته پدې فکر کې شو چې د شوروي پر ځای بايد له نورو سيمه ييزو او په خاص ډول له عربي او نورو ګاونډيو هېوادونو سره خپل روابط ښه او اقتصادي تعامل ته وده ورکړي، نو هماغه وو چې لومړی یې سعودي ته سفر وکړ او هلته یې له ملک فیصل سره وکتل، بیا پاکستان ته وروګرځېد او له بوټو سره وکتل چې له امله یې لدې هېواد سره خرابي شوي اړیکي بېرته ترمیم کړې. وروسته پر نورو اسلامي هېوادونو وګرځېد او د هغو هېوادونو له مشرانو سره یې وکتل. لده سره په دې سفر کې د ده د تجارت کمونست وزیر محمد خان جلالر هم ملګری وو چې دا ټول جریانات یې څارل. جلالر چې له داود خان سره د روسانو په بده وضع خبر وو د داود خان په نويو عزايمو پوه شو، او هم یې تر دې وروسته د کمونستانو خرابیدونکی برخلیک درک کړ.

داود خان چې کله د دې هېوادونو له سفره هېواد ته راستون شو، سمدسي یې د کمونستانو مشران زندان ته ولېږل. دا کار یې له دین او اسلام سره د خواخوږۍ پر بنیاد نه وو، بلکې د دې پخاطر چې هغوئ د ده په خلاف راپورته نه شي او کودتا ونه کړي. خو کمونستانو تر دې وخته خپلې ریښې په ټولو تعلیمي او پوځي مراکزو او دفاترو کې غزولې او ټینګي کړي وې. حفيظ الله امین او ملګري یې ترکي مخکي له مخکي د داود خان په خلاف د کودتا نقشه او پلان طرحه کړی وو. کله چې داود خان ترکی او ببرک زندان ته ولېږل، په امین پسې یې هم پولیس ولېږل.

د لېږل شويو پوليسو مشر جګړن عبدالغني ته وظیفه ورکړل شوې وه چې حفیظ الله امین ونیسي او توقیف خانې ته یې واچوي. هغه د ثور د شپږمې په شپه د حفیظ الله امين کور ته ورغی، د هغه کور یې تلاشي کړ، خو د دې پر ځای چې امین له ځان سره توقیف خانې ته ورسوي، تر سهاره یې په خپل کور کې نظر بند کړ چې ځينې خلک دا دهغه وظيفوي غفلت بولې او ځينې نور يې بيا د چپيانو لوري ته د هغه د تمايل له امله قصدي کار بولي.

د جګړن عبدالغني دا کار چې امین یې په شپه کې بندي نه کړ بلکې تر سهاره په خپل کور کې دپاتې کېدو فرصت ورکړ د د کمونستانو د کودتا د عملي کېدو زمينه برابره کړه، ځکه د همدې شپې په سهار وختي امین خپل زوی عبدالرحمن ته یو کوچنی خط چې د کودتا د عملي کولو امر و ورکړ چې د ګوند د مرکزي کمیټې غړي سید محمد ګلاب زوی ته یې ورسوي. دا ليک په حقيقت کې د ګوند د نظامي مسؤول حفیظ الله امین لخوا د کودتا فرمان و، سید محمد ګلاب زوی د ثور د شپږمې له سهاره بیا د شپې تر یوې بجې پورې په اردو او ټولو ادارو کې خپلو کسانو ته د سبا ورځې د کودتا پیغام ورساوه. د ثور په شپږمه حفیظ الله امین توقیف خانې ته واچول شو، خو په داسې حال کې چې هغه لا سهار وختي له خپله کوره د کودتا فرمان جاري کړی و. د کودتا نقشه د ده د ګوند د پاتې مسؤولینو په واک کې ورکړل شوه. ګوند هم د نقشې د عملي کولو بېړنی اقدام وکړ. د کابل د زره دارو له فرقې، د بګرام له هوايي میدان او د ښار له نورو عسکري قرارګاوو پوځي افسران راپورته شول، ارګ یې محاصره کړ، بیا یې بمبار پرې وکړ او داود خان یې له خپلي کورنۍ سره یو ځای وواژه.

د داود خان له وژلو وروسته کمونستانو زندان مات کړ او د ګوند ټول کمونست مشران یې له زندانه راووېستل. سم دستي وروسته اسلم وطنجار په راډیو ټلویزیون کې اعلان وکړ چې داود خان او د یحیی د کورنۍ حاکميت له منځه ولاړ، انقلاب کامیاب شو، او نور به په هېواد کې ډېموکراټيک ګوند حاکم وي.

د کمونستانو له راتګه وروسته په هېواد کې یو نوی عهد پیل شو. په هېواد کې ۱۴ کاله جنګ او وینې تویېدل، د (۲ میلیونه) افغانانو وژل کېدل، د ( ۵ میلیونه) افغانانو مهاجر کېدل او ټول هېواد په کنډواله بدلېدل د دې عهد لويي مادي لاسته راوړني دي. دا چې د افغان ولس معنویاتو ته یې څومره لويه ضربه ورکړه هغه نه اټکلېدونکې ده.

په افغانستان کې دکمونستانو جنایات:

د ۱۳۵۷هـ ش کال د ثور پر ۷ چې کله کمونستانو پر دواد خان کودتا وکړه، داود خان یې وواژه او واک یې په لاس کې واخیست نو خپل نوي رژیم او د داود خان د نظام له منځه وړلو ته یې (د ثور د انقلاب) نوم ورکړ. دغو ثوریانو په هېواد کې د اصلاحاتو په نامه په یو لړ داسې اقداماتو لاس پورې کړ چې د د دوئ د نظام په خلاف يې د ټول ولس احساسات راوپارول او پر وړاندې یې راپورته شول. هغه اقدامات اوږد نوملړ لري چې دلته یې د ځینو یادونه کوو.

کمونستانو له حاکمېدلو سره سم د کمونیزم د نظريې عملي کول پيل کړل، او بیا يې د دې په خاطر چې د شریعت اصول او احکام یې د خلکو له ژونده وېستلي وي کرار کرار یې په مختلفو بهانو او توطيو د خلکو په شخصي چارو او شرعي امورو کې لاسوهنه پیل کړه.

مثلاً: لومړۍ لاسوهنه چې دوئ د خلکو په شخصي امورو کې پيل کړه دا وه چې د ښځو لپاره یې فقط ۳۰۰ افغانۍ مهر وټاکه، که هر چا به د خپلي خور او یا لور لپاره تر دې زیات مهر ټاکلی وو، هغه به د دوئ د قانون له مخې مجرم ګڼل کېده او دا پداسې حال کې چې د شريعت له مخې د مهر لپاره آخري حد ټاکل شوی ندی بلکې د جانبينو ترمنځ توافق ته پرېښودل شوی دی.

همدا ډول یې د بل فرمان په صادرولو د خلکو د شخصي ملکیت او د زمکو په قبضولو کولو پيل وکړ. که هر چا به له دیرش جریبه زیاته زمکه درلوده ټوله به حکومت ترې قبضه کړه. دولتي ملکي او امنيتي مامورین به د یوه مارش په توګه هغو زمکو ته لاړل، بیا به یې د زمکي مالک په ډېره ذلیله توګه راوست، ښځينه او نارينه خلقيانو به هلته اتڼونه او ګډاوې وکړې، د کليو سپين ږيري به یې هم وګډول، له درې، څلورو مکاتبو به یې شاګردان راوستل، بیرغونه به یې په لاس کې ورکړې وو، سرې جامې به یې وراغوستي وې، ټولو به د (هورا) (هورا) نارو په وهلو لومړی خوشحالي وښوده، او وروسته به یې که کوم چا د دوئ له ټاکلي حده زياته زمکه درلوده نو له هغې به یې ۳۰ جریبه ور پرېښوده او نوره ټوله به یې ورڅخه مصادره او د همدې مالک پر دهقانانو او بزګرانو ور تقسیم کړه.
د یو چا شخصي ملکیت په دې توګه بل چاته ورکول د شريعت له مخې جائز کار نه دی. د اسلام سپېڅلی دین د هر څه لپاره عادل نظام لري. که هر څوک هر څومره ډېره زمکه ولري اسلام یې په زوره ورڅخه د اخیستلو اجازه نه ورکوي، البته اسلام بیا د همدې ډېرې زمکې په حاصل کې د مسکینانو خپله حصه ټاکلې ده. الله تعالی فرمايي:
(وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ (24) لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ (25))[سورة المعارج: ۲۴، ۲۵]

ژباړه:(او هغه خلک (هم بې صبره او حرصناکه ندي) چې په مالونو کې يې (د زکات او صدقاتو په شکل کې) معلوم حق دی د فقيرو غوښتونکو او هغو فقيرانو لپاره چې غوښتنه نه کوي).

الله تعالی د مالدارو په مال کې د نادارو خلکو لپاره معلوم حق ټاکلی چې هغه د عشر، سرسایې، زکاة او د صدقې نور مختلف حقونه دي. خو کمونستانو په دغه طریقه باندې نه بلکې د کمونیزم د نظريې مطابق له مالدارو څخه کارګرانو ته ورکړه کوله، او د دې لپاره چې د کارګرې طبقې خلک د مالدارو پر وړاندې راوپاروي، نو له مالدارو خلکو څخه به د هغوئ شخصي ملکیت قبضه کاوه او داسې چاته به يې ورکاوه چې هغه به يې په شرعي لحاظ مالک نه وو. کمونستانو دا کار ځکه کاوه چې دوئ نه (اِله) مانه، نه يې د هغه دین او قران مانه، نه يې سنت پېژندل، او نه یې هم شریعت ته په درنه سترګه کتل.

الله تعالی د زکاة، عشر، سرسایې او صدقې په ټاکلو سره د مالداره او ناداره خلکو تر منځ نور هم د اخوت، ورورولۍ او صمیمت فضا پراخوي، خو د دې خلاف کمونیزم له مالدار څخه په زوره د شخصي ملکیت په اخیستلو او بیا هغه چاته په ورکولو چې د دې زمکي لپاره کارکوونکی ټاکلی شوی وي، د مالدارو او نادارو ترمنځ د دښمنۍ او خصومت فضا رامنتځه کوي.

کله چې کمونستانو د شخصي ملکیت د لغوه کولو په هدف پدې ډول اقداماتو پیل وکړ، نو متنفذ، مالداره او د زمکو اصلي مالکان د ټیټي طبقې په لاس ذلیل او سپک شول، چې دې کار په ټولنه کې د کارګرې طبقې او د زمکو د اصلي مالکانو ترمنځ جنجالونه، جنګونه او حتی وژني رامنځته کړې.

دا چې مالداره طبقه محکومه وه، نو یې بهرنیو او همسایه هېوادونو ته يې هجرتونه پیل کړل. په هېواد کې جنګونو زور واخيست، دهقانان او غريبان هم د کمونستانو او بيا وروسته د روسانو د وحشيانه بمباريو له لاسه د وطن پرېښودلو ته اړ شول چې له امله یې زمکي شاړې پاتې شوي. د اوږدې مودې جګړې له امله په هېواد کې زمکي بې خاونده شوې، او د هېواد او خلکو اقتصاد ته نه جبرانېدونکې ضربه ورسېده.

کمونستانو د خپل حاکمیت د بقا لپاره د ولس په ځپلو پيل وکړ. په دې برخه کې حاکم نظام د ډېرو لویو او بې رحمانه جرمونو مرتکب شو چې ځیني یې د نمونې په توګه په لاندې ډول دي:

د کابل په ښار کې ولس د کمونستانو په خلاف راپورته شو، د الله اکبر نارې يې وهلې، او دا یې ویل چې پر خپله خاوره د کمونستانو تسلط نه غواړو، له کمونیزم څخه بیزاره یو، او د خپلې خاورې آزادي غواړو. کمونستانو یې پر وړاندې عکس العمل وښود او د دې پاڅون ۵۰۰۰ ګډون کوونکي یې ووژل چې له امله یې د کابل جادې ټولې د ولسي خلکو له شهيدانو ډکې شوې.

څه وخت وروسته په هرات کې خلکو په پاڅون لاس پورې کړ، ویل موږ له کمونیزم څخه بیزاره یو، نه د هغو ظلمونو زغم لرو چې کمونستان یې پر ولسي وګړو کوي، او نه هغه الحادي عقاید منو چې کمونستان یې پر خلکو تپي، او نه هم د دغه ډول نظام د برداشت توان لرو چې په مکمله توګه د ولس له اسلامي مزاج سره په ټکر کې دی، موږ يوازې د اسلام سپېڅلی دین غواړو. کمونیست نظام د دې خلکو پر وړاندې هم عکس العمل وښود، طیارې، ټانګونه او نور جنګي وسایل یې راوستل او په دوو ورځو کې یې نيږدې ۲۴ زره انسان له ووژل. داسې هم پيښ شول چې ژوندي انسانان یې له زمکي پورته کړل او له فضا یې زمکي ته راوغورځول اوشهيدان شول.

د کمونستانو د تسلط په وخت کې خو به داسې ډېر پېښېدل چې په زرګونو روسان به پر یوه ولایت یا ولسوالۍ ورغلل او په یوه ځل به یې په زرګونو کسان ووژل چې د ساري په ډول يې څو لاندې پېښې يادوو:

د کنړ د اسعد اباد شمال ته له پله ورهاخوا د (کیرالې) کلی واقع دی، دې کلي ته پرلاره د کونړ د سيند پر سر له پله لږ ور تېر په چپ طرف کې یوه سیمه چې اوس پکې د لرګيو د خرڅولو ځايونه دي له دوو لویو قبرونو لویي کلاوي راتاو دي. یو یې ۳۶ متره اوږد او بل یې ۵۲ متره اوږد دی. ما ( لیکوال مولوي عبدالهادي مجاهد) ته د دې قبرونو په اړه د دېپېښې عیني شاهد د (کيرالې) د کلي اوسېدونکي مامور (سيد احمد) چې زه ورسره د همدې قبرونو پر سر ولاړ وم دا واقعه داسې بیان کړه: ((… په هغه وخت کې مجاهدینو له حکومت سره تر جکړې وروسته د کیرالي کلي ته پناه راوړه او پټ شول، د کنړ والي کلي ته راغلی او امر یې وکړ چې د کلي ټول خلک دي را غونډ شي تر څو والي ورسره خبري وکړي. خلک ټول دې سیمي ته راغلل، زه هغې وني (یوې وني ته په اشاره) سره نژدې د ښځو په مینځ کې پټ وم او صحنه مي له نژدې په خپلو سترګو لیدله. کله چې کمونستان مطمئن شول چې ټول خلک راغلل، نو پوځیانو ته یې د خلکو دويشتلو امر وکړ، پوځيانو په بې رحمۍ پر بې وسلې خلکو یې ډزي پیل کړې، او په یوه څو لحظو کې یې یوولس سوه او دري اویا (۱۱۷۳) تنه په شهادت ورسول)).

د لغمان د ولایت د اليشنګ ولسوالۍ د نجیلو د کلا په سیمه کې کمونستانو د شپې لخوا تقريبا ۶۰۰ ولسي خلک راټول کړل، په بلډوزرونو او ماشینونو باندې یې کندي ورته و اېستلې او ټول یې ژوندي تر خاورو لاندې کړل. دا ټولې واقعې د استاد محمد زمان مزمل د (أسباب الإحتلال و أبعاد المقاومة في افغانستان) په کتاب کې هم ثبت دي.

همدارنګه به کمونستانو په ښارونو، کلو او اطرافو کې تقواداره، متدین او دینداره خلک چې یا به یې ږیره پر مخ درلوده، یا به پنځه وخته لمانځه ته تلل، او یا به یې کورنۍ د دیندارۍ تاریخ درلود په زندانونو کې اچول او شکنجې به يې ورکولې. کمونستانو به بې له محاکمې خلک وژل او د بتخاک او يا د پلچرخي خوا ته د پولېګون په سیمه کې به یې په ټوپکو ويشتل، او تر وژلو وروسته به یې خاورې پر ورواړولې. په ځینو حالاتو کې به یو دوه له خاورو ژوندي هم را وتل. زما (عبدالهادي مجاهد) څو کاله مخکې د لغمان د اليشنګ له يوه داسې مجاهد سره کاته وشول چې د مرګ له کندي بېرته ژوندي راوتلی وو. هغه ته به د سيمې خلکو د (ملا شهيد) نوم اخيست. هغه خپله ټوله واقعه راته بیان کړه. هغه راته وویل: ((کله چې یې ډزې راباندې وکړې، خاورې یې راباندې واړولې او را څخه ولاړل، ما ځان ژوندی احساس کړ، خاورې مي له ځانه واړولې ومې کتل چې زخمي هم نه وم، له کندي راووتم او یوه کلي ته مي پناه یووړه).

په دغه ډول به کمونست دولت په زرګونو او په لسګونو زره افغانان ووژل. خلک به یې د اخواني، ملا او د انقلاب ضد عناصرو په نامه نیول، زندانونو ته به يې اچول، او په شهادت به يې رسول.

کمونستانو په افغانستان کې د مسلمان ولس د عقيدې، شريعت او معنوي ارزښتونو سپکاوی وکړ، او د خلکو د ديني هويت د مسخ کولو اقدامات يې ترسره کړل. د هېواد ځوانان به يې په زوره د مجاهدينو په خلاف جګړې ته سوق کول چې له همدې امله به ځوانان د حکومت د تسلط له سيمو وتل، چې په نتيجه کې يې کلي له ځوانانو خالي شول او د هجرت لار يې ونيوله.

په ۲۰۱۳م کال کې د سپتمبر په ۱۹ تاريخ د هالېڼد لويې څارنوالۍ د شاوخوا پنځه زره کسانو یو لست خپور کړی دی چې په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ م کلونو کې په افغانستان کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (اګسا) له خوا وژل شوي ول. دې ادارې د امان الله په نوم د یو افغان پنا غوښتونکې په اړه د څېړنو په بهیر کې چې یو مهال د (اګسا) نومې پلټونکې ادارې مشر وو، دا لیسټ تر لاسه کړی و.

امان الله په ۱۹۹۳م کال کې هالینډ ته پنا وړې وه. نوموړي د هالېنډ د کډوالو ادارې له چارواکو سره په مرکه کې منلې وه چې د اګسا د تحقیقاتي څانګې مشر وو او د هغو کسانو پر اسنادو یې لاسلیک کړی وو چې باید اعدام شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي ول چې دا یې د دندې برخه وه او که یې دا کار نه کاوه نو پر دومره لویه او حساسه دنده نه شوای ټاکل کېدای. په تر لاسه شویو اسنادو کې دا کسان بنسټپاله مسلمانان، متفکرین، محصلان، د عامه خدمتونو مامورین، پوځي افسران، دکانداران او اشرار بلل شوي ول. د دغو شهيدانو وارثينو او خپلوانو یې څو دیرش کاله وروسته د خپلو شهيدانو فاتحې واخیستې.

کله چې د کمونستانو د الحادي عقایدو، مظالمو او وحشتونو پر وړاندې د مجاهدینو په شکل افغان ولس راپورته شو نو دوئ ورته د اشرارو نوم ورکړ چې وروسته بیا د دوئ په مطبوعاتو او رسنیو کې مجاهدینو ته رسمي نوم وګرځېده.

کله چې روسان راغلل نو بیا به روسانو او افغاني کمونستانو په شریکه خلک بمباردول او وژل. دوئ به پوره کلي ورانول او او اوسېدونکي به يې وژل. ځوانان، سپين ږیری، ماشومان، ښځې، ناروغان، ضعیفان، حیوانات او هر څه به چې په مخه ورتلل له یوې مخې به یې فېرونه پرې کول او وژل به یې. يو ځل روسان او کمونستان زموږ خپل کلي ته راداخل شول او چې کله یې له بل سره وتل نو ۵۲ کسان یې وژلي ول.

روسانو او کمونستانو په ټول افغانستان کې پراخ وحشتونه او او زړه بوږنوونکي جنايات تر سره کړل، د هغه جناياتو شاهدان لا تر اوسه ژوندي دي چې د ترسره شويو جناياتو کېسې بايد ورڅخه وليکل شي او د تاريخ په حيث خوندي شي.

ما ته يو وخت په پېښور کې د لغمان د ولايت د مرکز اړوند د (برې ډوپۍ د ملايانو) د کلي اوسېدونکي یوه مجاهد قومندان قدرت الله چې په پاچا مشهور و د روسانو د ظلمونو یوه پخپلو سترګو ليدلې واقعه داسې بیان کړه: (( يوځل د (شلټک) سيمې ته د روسانو قوه راغله، موږ ورسره په جنګ بوخت شوو، وروسته نور روسان هم د هغوئ مرستې ته راغلل، موږ غره ته وختو ، دوئ هلته هم راپسې راغلل خو ماتي یې وخوړه او بېرته کلي ته پر شا شول. څه کسان یې هم وژل شوي ول، په جنګ کې تر ماتې خوړلو وروسته کلي ته ور وګرځېدل او هلته يې بد حال شروع کړ، زښت ډېر فيرونه یې وکړل او له کلي لوګي پورته شول او يوساعت وروسته له هغه ځايه هم لاړل.

موږ ورځ او شپه په غره کې تېره کړه، څه کسان مو شهیدان او زخمیان شوي ول، کله چې سهار شو غوښتل مو له کلي څخه څو کټونه راوړو او له غره څخه خپل زخمیان او شهيدان راکښته کړو، زه له ځینو نورو مجاهدینو سره له غره راکښته شوم، خو کله چې کلي ته راغلم هېڅوک مي پیدا نه کړل. پر لاره کې مي یو کس د غنمو په کرونده کې ولید چې په زخمي حالت کې پروت و او زګیروي يې ختل، پوښتنه مې ترې وکړه چې څه حال دی؟

ځواب یې راکړ چې خبر نه یم، په کلي کې پوښتنه وکړه. کلي ته چې ورغلم او کورونه مې وکتل هېڅوک ورکې نه ښکارېدل. په هغه وخت کې عادت داسې وو چې کله به روسان کوم کلي ته ورغلل نو ټول ماشومان او ښځي به له وېرې د کوم سپین ږیږي او يا سپين سرې په کور کې سره راټول شول تر څو يې هم یو پر بل زړه ډاډه وي، او هم د روسانو له لوري له بې عزتۍ وراړولو په امن وي. روسانو به په هغو وختو کې د کلي د خلکو تورسرو ته بې عزتۍ هم ور اړولې. موږ همداسې په کلي کې روان وو تر دې چې یو کور ته ورنژدې شوو او د سوځېدلو او پخو شویو غوښو بوی مو تر پوزي شو. کور ته ورننوتو چې کتل مو د کلي ماشومان، ښځي او سپینږیري چې د همدې کور په لومړي منزل کې سره راټول شوي ول لومړی روسانو وژلي وو او بیا یې کور ته اور هم وراچولی وو. د کور تر سوځېدلو وروسته ټول انسانان همدلته پاخه شوي ول، او دوهم چت هم ورباندې له پاسه راغورځېدلی وو. له نورو مجاهدینو سره به مو چې له جسدونو خاورې اړولې او د کوم چا لاس یا پښه به مو چې پیدا کړل نو چې راکش به مو کړل هغه به پاخه شوې وو، د لاس یا پښې هډوکی به یې راووت او نور به هلته ښخ پاتې شو. هېڅ د راوېستلو امکان یې نه وو، همداسې مو پر ټولو کسانو د کور دیوالونه راونړول او همدلته مو د يوه اجتماعي قبر په حيث تر خاورو لاندې کړل چې وروسته يې شمېر معلوم شو چې ۷۳ کسان ول)).

د ۱۳۶۴ کال د حمل په ۲۵ تاريخ د لغمان د قرغیو ولسوالۍ ته روسان او ورسره کمونستان ورغلل او په یوه ورځ یې درې زره کسان ووژل. د دې درې زرو کسانو جنازې په یوه ورځ پرتې وې چې د ښخولو یې څوک نه ول.

روسانو او کمونستانو دې ته ورته لوی لوی جنایات د هېواد په مختلفو نورو ولایتو کې هم ترسره کړل. دا ټول ظلمونه یې په دې نیت ترسره کړل که ګوندې دا ولس به له جهاده لاس واخلي، د دوئ خبره به ومني، دوئ به دا هېواد تسخیر کړي او دلته به د دوئ عقاید او نظریات عملي شي، او بیابه له دې لارې تودو اوبو او د خليج تېلو ته لاره پيدا کړي.

دې جنایاتو دومره زور واخیست چې نور یې خلکو زعم نه درلود. خلکو خپل فصلونه، زراعتونه، کورونه او دارایۍ پرېښودې او مهاجر شول. د ۵ میلیونو په شاخوا کې خلک مهاجر شول چې څوک یې پاکستان ته لاړل، چا د ایران لاره ونیوه، څوک سعودي ته کډه شول، او څوک د نړۍ نورو هېوادونو حتی اروپا او امريکا ته کډوال شول.

روسانو او کمونستانو يو بل ستر جنايت هم تر سره کړ او هغه دا چې د دې لپاره چې مجاهدین په کلیو، باڼدو، لارو او سیمو کې ګشت او ګذر ونه کړای شي په هېواد کې يې په میلیونونو بمونه وکرل او يا یې له هوا وشيندل چې لا تر اوسه له خلکو قرباني اخلي. دغو بمونو د لکونو افغانانو ژوند واخیست، او لکونه نور یې پې بې پښو، بې لاسو، بې بينايۍ او په بېلابېل ډول معیوب کړل.

له کمونستانو سره د ځېنې جهادي تنظيمونو د ائتلافونو لوی جنايت:

د کمونسنستانو د ټولو جنایاتو له تر سره کېدلو سره سره د افغانانو جهاد متوقف نه شو، بلکې لا يې زور واخیست چې په نتيجه کې يې لومړی سرحداتو، وروسته ولسوالیو او ورپسې ولایتونو یو په بل پسې سقوط وکړ چې له ۱۴ کاله قربانیو او جهادونو وروسته یې روسان او کمونستان له هېواده وشړل او دا خاوره یې د دوئ له حاکمیته پاکه کړه. خو متأسفانه چې له دې ټولو جهادونو او قربانيو وروسته هم افغانان د یوه صالح اسلامي حکومت خاوندان نه شول، او د دې پرځای چې فاتحين یو اسلامي نظام قائم کړي په خپلو کې سره د حکومت پر سر په جنګونو کې لتاړ شول، او بېرته یې يو د بل په خلاف په مختلفو بهانو، قناعتونو او دلیلونو له کمونستانو او بېلابېلو نورو ډلو سره ائتلافونه وکړل، او پخواني کمونستان، د پخواني پوځ جنرالان، ملیشې، لوړ پوړي چارواکي، افسران او سیاستمداران یې د هغوئ په خلاف له اوږدې جګړې وروسته بېرته د خپل ځان ملګري کړل.

کله چې کمونستانو سقوط وکړ په هغه وخت کې افغانستان ۴۰۰ جنګي، ترانسپورتي، جیټ او استکشافي طیارې او په زرګونو ټانګونه، توپونه او پوځي نقليه وسائط درلودل. دا ټولې طیارې او نور وسائط یا دې تنظیمونو په خپلمنځي جګړو کې له منځه یوړل او له کاره ولوېدل، او یا د هغه وخت د قومندانانو لخوا ټوټه او بیا پر نورو هېوادونو د کباړ په بيه خرڅ شول. د ټانګونو او نورو وسایلو په مليونونو ټنه اوسپنه په قاچاقي توګه نورو هېوادونو ته یووړل شوه، او په ناچیزه قیمت خرڅه شوه. دا هغه جنایات ول چې د مجاهدینو تر نامه لاندې خودخواهو او نفس پرسته تنظيميانو تر سره کړل، نو ځکه خو الله تعالی هم له دې افتخاره محروم کړل چې د دوئ په لاس دي اسلامي نظام قائم شي.

الله تعالی په دنیا دا سزا ورکړه چې نن یې د کفر په صف کې ودرل، او دا دی اوس د هغو مسلمانانو په خلاف جنګېږي چې مخکې به یې ورڅخه د دفاع نارې وهلې. اوس کافر ماتې خوري او ځي، خو دوئ ورپسې چیغې وهي چې مه ځي! موږ چاته پریږدئ؟!.

کمونستان تر خپلې ماتي وروسته بېرته په ډېر ماهرانه شکل یا په ځیني تنظیمونو کې ورداخل شول او یا غرب ته لاړل، هلته یې له غربیانو سره کار شروع کړ، هغوئ هم بېرته له ځان سره راوستل، او د وزیر، مشاور، د مؤسسې د مشر او په نورو نومونو يې دلته په کار وګمارل او بيا يې پر دې مظلوم ولس مسلط کړل.

کمونستان د دې هېواد د ټولو هغو جنایاتو، قتلونو او ورانیو مسؤولین او پیل کوونکي دي چې د دوئ له واکمنېدو وروسته شول، ځکه همدا کمونستان ول چې د روسانو په ملاتړ او امر يې افغانستان له تباهۍ سره مخ کړ تر څو روسانو ته دا فرصت برابر کړي چې لدې لارې د هندد سمندر تودو اوبو، د خلیج تېلو او له غرب سره د ټکر د جبهې جوړلو ته لاره پیدا کړي.

کمونستان تر خپلې ماتي وروسته که په سیاسي او حکومتي لحاظ له منځه ولاړل، خو لا تر اوسه هم په فکري لحاظ پاتې دي. موږ په تېر جهاد کې د دعوت، تربیې، فکر جوړلو او د عقیدې د سمولو جانب ته ډېره توجه نه وه کړې او يوازې مو پر نامنظم عسکري عمل اکتفا کړې وه. موږ بې له چاڼولو او اسلامي روزنې هر ډول خلک د جګړې لپاره مسلح کړي ول، تر دې چې په ځينې التقاطي تنظيمونو کې به چې کله د کومې جبهې د لګښتونو پيسې ورکول کېدې نو د چرسو لګښت به هم ورکول کېده. نتيجه یې دا شوه چې هم جهادي صف بدنام شو، او هم اهداف تر لاسه نه شول.

کمونستانو له موږ څخه له بلې لارې خپل انتقام واخیست، د شهیدانو، کونډو، یتیمانو او ټول مجاهد ولس ارمانونه مو نيمګړي پاتې شول. په عسکري لحاظ کمونستان له منځه ولاړل، خو په عقیدوي او فکري لحاظ موږ کمونستان مسلمان نه کړای شول. تر اوسه داسې پېښ نه شول چې کوم کمونیست دې علني توبه وېستلې وي او ویلي دې وي چې پرون زه د کمونيزم د منلو له امله کافر وم، او اوس مسلمان شوم. هغوئ پرون یو ډول کافر ول، او د یو ډول يرغلګر کافر خوا یې نیولی وه، نن بل ډول کافر دي، او د بل ډول يرغلګرو کافرو ملګري دي. پرون یې روسان راوغوښتل او دا وطن یې ورباندې وران کړ، نن یې اورپایان او امریکایان راوغوښتل او دا وطن ور باندې ورانوي.

که اوسني مجاهدين (طالبان) بیا هم د پخونيو تنظيمونو غلطي تکرار کړي، او د (ولاء او براء) د عقیدې مطابق عمل ونه کړي، نو کېدی شي چې الله تعالی مه کړه دوئ به هم د پخوانيو تنظيمونو په برخلیک اخته شي، او همداسې لکه نن چې پروني مجاهدین د بل کفر تر څنګ ولاړ دي، دوئ به هم بېرته له هغه چا سره یوځای کېږي چې په کلونو کلونو ورسره جنګېدلي دي.

پکار ده چې مجاهدين له اوسني دښمن سره د اسلام مطابق چلند وکړي، لومړی دعوت ورکړي، منطق ته یې ور وبولي، شبهات یې ورحل کړي، او که راونه ګرځېدل نو هغه چې د نفاق حد ته رسېدلي منافقین دې وبلل شي، هغه چې د ارتداد حد ته رسېدلي هغوئ ته د مرتدینو په سترګه وکتل شي، او هغه چې تېروتي او د نافهمۍ له امله له دښمن سره یو ځای شوی دي هغوئ دې وپوهول شي، او د دښمن له صفه دې د راوتلو فرصتونه دې په لاس ورکړل شي. او هغه چې دعوت نه مني د دښمن په نظر دې ورته وکتل شي. خو د هغوئ له اولادونو سره دې مهرباني وشي، کتاب دې په لاس کې ورکول شي، د اصلاح او اسلامي تربيې امکانات دې ورته برابر شي، تر څو په فکري او عقيدوي لحاظ په پلرونو پسې ولاړ نه شي. دا ټول يوازې په ټوپک نه کېږي، بلکې په جهادي صف کې دې د ټوپک د شرعي استعمال تر څنګ دعوت، علم، فکر او د قناعت ورکولو وړتياوې تقويه شي.

کمونستانو د خپل حاکميت په وخت کې په ډېرې بې رحمۍ په بېلابېلو ډولونو افغانان ووژل. په لاندې لړ کې د ځينې هغو سیاسي او جنایي قتلونو يادونه شوې چې د کمونستانو د رژیم په دوران کې ترسره شوي دي:

۱۳۵۷، حوت، ۲۴مه: په هرات کې د ولسي پاڅون د ځپلو په ترڅ کې د ۲۴ زره مسلمانو هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۸، عقرب، ۳مه: په داخله وزارت کې د ۱۲ زره وژلو شويو هېوادوالو د لست ځړول.

۱۳۶۴، حمل، ۲۵: په لغمان قرغه یو کې د درې زره بې گناه هېوادوالو وير جن ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸: په پوځ کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ مسلمانو صاحب منصبانو ډله ايز اعدامونه.

۱۳۵۸، حمل، ۳۱ مه: د کنړ په کېراله کې د تر ۱۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۶۴، حمل، ۶ مه: په کندز کې د ۹۰۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۹، اسد، ۲مه: په ميدان وردگو ولایت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د تر ۸۰۰ څخه د ډېرو مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸، جدي، ۲۵مه: د کندز په چهاردره کې د ۷۵۰ هېوادوالو ډله يزه وژنه.

۱۳۵۸، دلوه، ۱۶مه: د کندز په امام صاحب کې د ۷۰۰هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۸، سنبله، ۱۵مه: د لغمان عليشنگ په قلعه نجيل کې د ۶۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۴: د ميدان وردگو ولايت په نرخ او ميدان کې د درې برېدونو په اوږدو کې د ۶۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۳، حوت، ۲۲ مه: په قره باغ او شکردره کې د ۵۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۳، دلوه: په کندزو چهاردره کې د ۴۲۵ هېوادوالو ډله ايزه وژنه

۱۳۵۸، دلوه، ۲۱مه: په دشت ارچي کې د ۲۵۰ هېوادواله ډله ايزه وژنه.

۱۳۶۲، قوس، ۱۸مه: په غزني کې د ۲۵۰هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۹، جدي، ۱۹مه: په خان اباد کې د ۲۰۰هېوادوالو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۷، د روژې مياشت: په بگرام هوايي ډگر کې د ۲۰۰ صاحب منصبانو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۹، جدي: پر خان اباد د هاوان فيرونو په واسطه د ۲۰۰ څخه د ډېرو هېوادوالو ټپي کول او شهيدانول.

۱۳۶۳، سنبله، ۲۸مه: په بغلان کې د بمبارد له امله د ۱۵۰ ځايي اوسېدونکو شهيدانول.

۱۳۵۸، جوزا، ۸ مه: د پوهاند غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار او استاد غلام رباني عطيش په شمول د اسلامي نهضت د ۱۳۵ غړيو شهادت.

۱۳۵۷، حوت: د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله ايزه وژنه.

۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ۱۱۷ غړيو شهادت.

۱۳۶۳، دلوه، ۱۰مه: په ننگرهار کې د ۸۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۶۳، سنبله، ۲۱مه: په نورستان کې د ۶۷ هېوادوالو شهادت.

۱۳۵۸، جوزا، ۱۴مه: په څرخي پله زندان کې د د غازي سيد اکبر په مشرۍ د اسلامي نهضت د ۴۵ غړيو شهادت.

۱۳۶۱، جدي، ۲۵مه: په هرات کې د ۴۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.

۱۳۵۹، ثور، ۹مه: په کابل کې د خويندو د پاڅون په ترڅ کې د درېو خويندو هرې يوې ناهيد، وجيبه او جميله په گډون د تاريخ تر ټولو مظلومانه شهادت.

(پای)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x