شعـــــرونه

غزل : بې ښکلا نه راته‎

شاعر : ابراهیم صیاد

سپرلی بې ګله بې بورا نه راته
خزان پخوا په دغه خوا نه راته

نن به مو وخوړه په نیمه ګیډه
په خدای چې غم به د سبا نه راته

داسې خو نه وه چې په ما به درد وه
هغه ګړۍ به درد په تا نه راته

ستا له تصویر نه به مې غیږه تاو کړه
بغیر له تا به خوب په ما نه راته

ما به له میني په جانان بللو
نوم به په ژبه د اشنا نه راته

ارمان مې ډیر د هغه ژوند وکړو خو
ورخ اوبو وړی وه په شا نه راته

د رنجو خال به یې په ذنه کیښود
اختر به دلته بې ښکلا نه راته

مسافرۍ یې زړه خوړلی نه وه
صیاد هغه وخت په ژړا نه راته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x